د کابل ولایت د خاکجبار د ولسوالۍ له بیوزلو سره ژمنی مرستې وشوې.

رحيم ګل څاروان | فبروري 1st, 2012


دکابل ولایت په خاصه توجه او هلوځلو ددې ولایت د مقام لخوا د خاکجبار د ولسوالۍ په بیوزلو کورنیو مرستې وویشل شوې، په مرسته شویو توکو کې کمپلې، ترموزونه، د پخلي اسباب او د کوچنیانو جمپرونه شامل وو چې په دوه سوه کورنیو د یو هئیت په شتون کې وویشل شوې.

یاده ولسوالۍ چې د کابل ښار په تقریباً ۴۵ کیلومتری کې موقعیت لري چې تر ډیره له پامه لویدلې وه چې په ورستیو کې دکابل والي احمدالله علیزی او لوړپوړو مشرانو له ورتګ څخه وروسته د خاصې توجه وړ ګرځیدلی او تراوسه یوه اندازه مرستې په نوموړې ولسوالۍ کې ویشل شوې.

د یاده ولو وړ ده چې په نوموړې ولسوالي کې له دې وړاندې هم تقریباً په شپږ سوه سیلاب ځپلو کورنیو بیړنی مرستې ویشل شوې او ټاکل شوې چې نورې اړینې مرستې او پروژې هم په نژدې راتلونکې کې د خاکجبار په ولسوالۍ کې د ولایت د مقام په لارښوونه پلې شي.

Copyright Larawbar 2007-2024