د نړۍ تر ټولو ډېر مليارډران په ماسکو، لندن او نوي يارک کي اوسيږي
په امریکا کې خپریدونکې فوربس مجلې د نړۍ د هغو ښارونو نوملړ خپور کړی، چې په خپلو غیږو کې یې تر ګردو نورو ښارونو ډیرو میلیاردرانو ته ځای ورکړی دی. پدې نوملړ کې لومړی ځای روسي پلازمینې، مسکو خپل کړی، چې ۷۹ میلیاردان پکې اوسیږي او په تیر یوه کال کې د ۲۱ تنو میلیاردرانو ډیریدا ښیي. دویم ځای د ۵۹ تنو میلیاردرانو په لرلو سره نیویارک او دریم لندن د ۴۱ میلیاردرانو په لرلو سره خپل کړی دی. ممبی، تایپی، ساوپاولو او استنبول ښارونه د نوملړ په لومړنیو پنځلسو هغو کې راځي. د امریکې لاس انجلس پدې نوملړ کې په اتمه شمیره راغلی دی.
د نوملړ په لومړنیو شلو نومونو کې دریو چینایي ښارونو هر یو هانګ کانګ د ۴۰ تنو میلیاردرانو په لرلو سره په څلورم، بیجنګ د ۱۹ میلیاردرانو په لرلو سره لسم او شانګهای د ۱۶ میلیاردرانو په لرلو سره ۱۳ ځای خپل کړی دی.
په مسکو ښار کې د اوسیدونکو میلیاردرانو ټوله پانګه ۳۷۵ میلیارده ډالره ده، چې د نړۍ د بل هر ښار د میلیاردر اوسیدونکو له پانګې څخه ډیره ده. د نیویارک د میلیاردرانو ټوله پانګه ۲۲۱ میلیارده ده، چې په دویم نمبر ده.
د ملیاردرانو په ډله کې تر ټلو د لوړې بیې کور د بمبی د میلیاردر مکیش امبانی ۲۷ پوړیز کور دی، چې د ۱۰۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.