غزل

د لراوبر اداره | فبروري 2nd, 2012


زه افغان  ماشوم يمه سوالګر يمه بې کوره يم


زه له ماشوم  والي يتيم شوی يم بې موره يم


نه هغه  ښايست لرم او نه هغه ځواني او زور


زه افغانستان  يم ويرځپلی يم بې شوره يم


اوس هغه مورجانې  ستا پر شونډو دعا نه لرم


اوس هغسې يمه  خو کمزوری يم بې زوره يم


خدای ج خبر چې ولې مې له ښکلو څخه نه کيږي


دا دی بوډا شوی رسيدلی ان تر ګوره يم


اوس خو مې تسکينه په غزل کې يادوه ګله


هسې هم په کلي  کې دا ستا په تهمت توره يم


د شپې لس بجې د رحيم سکندر د لاندې  درد ناک بيت تر اغېزې چې په ټيليفوني پيغام کې يې راته راولېږلو


وخ دخور يتيمه راته پاتې ده


کورکې سکندر  ساتي وړه ګله

Copyright Larawbar 2007-2024