سومالیا: قحطي کنټرول شوه

حاجي امين باوري | فبروري 3rd, 2012


د ملګرو ملتونو نړیوال خوراکي پروګرام اعلام وکړ چې چې په سومالیا کې یې د تیرو شپږو میاشتو قحطي تر یو حده کنټرول کړې او ډيرو اړو کسانو ته یې خوراکي توکي رسولي دي.

د خوراکي توکو د رسونې په برخه کې کارکوونکې ټولنې ویلي چې په سومالیا کې لا هم وچکالي شته او امکان لري چې خلک بیا له قحطۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو پر اساس لا هم 2,3 ملیونه سومالیایان خوراکي توکو ته اړتیا لري.

څه باندې شل کاله په سومالیا کې جګړې روانې دي چې وچکالي او قحطي بل افت دی چې ددې هېواد په خلکو نازل شوی، هر کال په زرګونو کسان د جګړو، ناروغیو، قحطۍ له امله مري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګه وايي چې زرګونه کورنۍ له سومالیا څخه نورو هېوادونو ته مهاجرې شوې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024