کور / تازه خبرونه / چین غواړي اروپا سره مرسته وکړي

چین غواړي اروپا سره مرسته وکړي

چین غواړي د دوه اړخیزو اړیکو له لارې اروپا له مالي بحران څخه وباسي.

د جرمني لمړۍ وزیره انګلا مارکل نن د چین له ولسمشر هوجین تاو سره په کتنه کې د ستراتیژو اړیکو د لا پیاوړتیا په سر خبرې وکړې.

دا به لمړی ځل وي چې چین له اروپا سره مخامخ مرسته کوي، تر دې وړاندې چین په غیر مستقیم ډول د ملګرو ملتونو له لارې د اروپا له مالي بحران سره مرسته کوله.