کور / تازه خبرونه / امريکا: ملامحمدعمر د خپلو بنديانو خلاصون غوښتى

امريکا: ملامحمدعمر د خپلو بنديانو خلاصون غوښتى

د آزادۍ راډيو د رويټرز آژانس په حواله وايي چي د طالبانو مشر ملامحمدعمر د يوه خط په ذريعه ځني غوښتي چي په ګونتانامو زندان کي بندي ملګري يې خوشي سي.
د رويټرز آژانس وايي د ملامحمدعمر دغه ليک پروسږکال سپيني ماڼۍ ته رسېدلى دئ، خو دوى ډاډمن نه دي چي آيا ليک رښتيا د ملامحمدعمر دئ که د کوم بل کس. راپور وايي پر ليک باندي د ملامحمدعمر امضاء نه ده سوې، خو د بنديانو خلاصون د طالبانو استازو په مخامخ خبرو کي هم غوښتى دئ.
سپينه ماڼۍ وايي د امريکا حکومت تر دې ليک وروسته د بنديانو د خلاصون پر موضوع غور شروع کړى، خو د کانګرس غړي يې مخالفت کوي.