کور / تازه خبرونه / پاکستانى صدراعظم د افغان طالبانو پر سر له قطر سره خبري کوي

پاکستانى صدراعظم د افغان طالبانو پر سر له قطر سره خبري کوي

رويټرز آژانس وايي د پاکستان خارجه وزارت اعلان کړى چي د دوشنبې په ورځ به يې صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د قطر هيواد ته په سفر ولاړ سي.
د خارجه وزارت وياند عبدالباسط له يوه پاکستاني تلوېزون سره په مرکه کي ويلي چي ښاغلى ګيلاني به د قطر له حکومت سره د افغان طالبانو د دفتر او سولي په باب خبري وکړي.
عبدالباسط ويلي چي ګيلاني به د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په باب د پاکستان دريځ د قطر حکومت ته په ډاګه کړي.
پسله هغه چي امريکا او طالبانو ومنله چي په قطر کي يې څو ځله خبري سره کړي، د افغانستان او پاکستان حکومتونو اندېښنه څرګنده کړه چي دوى د سولي له خبرو ايستل سوي او وايي هسي نه امريکا او طالبان پر خپل سر کومه معامله سره وکړي.