کور / تازه خبرونه / روسیې او چین د م.م تصمیم ونه مانه

روسیې او چین د م.م تصمیم ونه مانه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وړاندیز کړی چې د سوریې د ستونزې د هواري لپاره باید د سوريې ولسمشر بشرالاسد باید استعفا ورکړي،خو روسیې په کله ددې وړاندیز مخالفت کړی دی.

د روسیې او امریکې د بهرنیو چارو وزیرانو په دې اړه نن اوږدې خبرې وکړې، خو بیا یې هم روسیه قانع نشوای کړای چې د ملګرو ملتونو وړاندیز ته مثبته رایه ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف وویل چې د ملګرو ملتونو دې وړاندیز ته رایه ورکول به بیخی ( رسوايي ) جوړه کړي او په ښکاره به شي چې غربي هېوادونه په بربنډه توګه د سوریې په چارو کې لاسوهنه کوي.

روسیه او چین په ملګرو ملتونو کې د ( رد) حق لري.