کور / تازه خبرونه / ملګري ملتونه: پروسږکال ٣٠٢١ ملکي افغانان وژل سوي دي

ملګري ملتونه: پروسږکال ٣٠٢١ ملکي افغانان وژل سوي دي

د افغانستان په باب د ملګرو متلونو خپره سوې احصائيه وايي د ٢٠١١ کال په جريان کي ٣٠٢١ تنه ملکي افغانان وژل سوي دي.
د يوناما له خوا په خپاره سوي راپور کي راغلي چي دغه شمېره په ٢٠١٠ کال ٢٧٩٠ او په ٢٠٠٩ کال ٢٤١٢ کسان وو، چي کال په کال ډېرښت پکښي راغلى دئ.
يوناما وايي تر ټولو ډېر ملکي خلګ د طالبانو په چاودنو او ځانمرګو کي وژل سوي دي، چي د ټولو مړو ٢٣٣٢ تنه جوړوي او د پروسږکال په نسبت ١٤ فيصده زياتوب پکښي راغلى دئ.
راپور زياتوي چي ٤١٠ تنه ملکي کسان د نړۍ والو ځواکونو په عملياتو کي چي ډېر يې د بمباريو له امله دي وژل سوي دي او د ٢٠١٠ کال په نسبت څلور فيصده ډېرښت پکښي ليدل کېږي.
رويټرز آژانس د ملګرو ملتونو په حواله وايي چي له ٢٠٠٧ کال راهيسي شاوخوا ١٢٠٠٠ ملکي افغانان د روان جنګ له امله مړه سوي دي.