کور / تازه خبرونه / طالبانو امريکا ته د خپل مشر د خط استول رد کړل

طالبانو امريکا ته د خپل مشر د خط استول رد کړل

طالبان وايي هغه آوازې هيڅ رښتينوالى نه لري چي ګني د دوى مشر ملامحمدعمر پروسږکال باراک اوباما ته خط استولى وو او د خپلو پنځو ملګرو د ايله کېدو غوښتنه يې ځني کړې وه.
پرون امريکايي مطبوعاتو داسي راپورونه خپاره کړل چي د طالبانو مشر پروسږکال له امريکا سره خبرو ته لېوالتيا ښوولې وه او په يوه ليک کي يې له ګوانتانامو څخه د پنځو طالب مشرانو د خلاصون غوښتنه کړې وه.
رويټرز آژانس د طالبانو د يوې خبرپاڼي په حواله وايي چي اوباما ته د ملامحمدعمر د خط لېږل يوه دروغجنه آوازه ده.