له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټرونه ونيول سول
په سهېل لوېديز کي د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون منسوبينو د تيري اوونۍ په اوږدو کي د کندهار ولايت په اړوندو سيمو کي له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټرونه نيولي دي.
ملي پوليسو تېره اوونۍ په کندهار ښار او ولسواليو کي ګډ او مستقل چاڼيز عمليات کړي چي په ترڅ کي يې د وسلوالو مخالفينو لخوا چاودنو ته اماده سوي دوې عرادې موټرونه کشف او شنډ سوي دي.
د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون مرستيال قومندان مل پاسوال ميرويس نورزي وويل چي پوليس يې توانېدلي چي دخلکو باور تر لاسه کړي او په دې توګه د وسلوالو مخالفينو ګڼ شمېر کړني او فعاليتونه کشف کړي.
نوموړي له خلکو مننه وکړه چي هر وخت او هر زمان يې له خپلو ملي امنيتي ځواکونو سره مرسته کړې او د وسلوالو مخالفينو د مشکوکو کړنو په اړه معلومات ورکړي دي.
له دې وړاندي تېره ورځ په پنجوايي ولسوالي کي هم د ملي پوليسو لخوا د چاڼيزو عملياتو پرمهال له چاودېدونکو توکو ډک يو موټر سايکل نيول سوى و.