د روزګان ولايتي شورا ته نوی ریس وټاکل سو
د روزګان ولایت د ولایتی شورای په کلنیو ټا کنو کی ددغی شورای غړی مولوی محمد ابراهیم اخند ددغی شورای د نوی ریس په توګه وټاکل شوو
د ارزګان ولایت د ولایتی شواری کلنی ټاکنی چی نن د نوموړی شورای په دفترکی ترسره شوی د نوموړی شواری ۸ تنو غړو چی یو تن یی غیر حاضروو ترسره شوی
د دغو تاکنو په مهال په ارزګان ولایت کی د ټاکنو د خپلواک کمیسویون ریس عثمانی ، د ولایت مقام ، امنیه قومندانی ، یونما او نورو دولتی او غیر دولتی موسیساتو استازو کډون کړی وو
د ارزګان ولایت د ولایتی شورای د ریاست لپاره د یادی شورای پخوانی ریس ، امان الله هوتکی ،او مولوی محمد ابراهیم اخند کاندیدان وو .
د ټاکنو د رایو د شمیر څخه ورسته څرګنده شوه چی مولوی محمد ابراهیم اخند د څلورو رای او امان الله هوتکی دری رای خپلی کړی وی په دی سره مولوی محمد ابراهیم اخند د ارزګان ولایت د ولایتی شورای د نوی ریس په توګه چی تر خپل سیال یی یوه رایه ډیره وه وتاکل شوو
د ارزګان ولایت د ولایتی شورای د مرستیال د څوکی لپاره د نوموړی شورای پخوانی مرستیال جان محمد پوپل کاندید وو او کوم سیال یی نه درلود د شورای د مرستیال په توګه
او پخوانی منشی محمد نعیم چی ده هم کوم سیال نه درلود، د شورای منشی په توکه اعلان شول .
د ارزګان ولایت د ولایتی شورای نوی ریس مولوی محمد ابراهیم اخند وویل ، د ولایتی شورای غړو چی په ما باور وکړ او ماته یی رایه راکړه او دا دروند مسولیت می ترغاړی شو نو زه به هم په خپل ټول توان او ستاسو په همکاری د ارزګان ولایت د خلکو ترمنځ د ملی یوالی ، بیا رغونی او ولایت په هره برخه کی د سالیمو مشورو په ورکولو سره ددغه ولایت لپاره نه ستړی کیدونکی کارونه وکړم