بې وخته انشاء الله
د کلي یو خان غوښته چي ګنج (منډیي) ته ولاړ سي تر څو یو غویی رانیسي . په همدې خاطر یې لس زره روپۍ په جېب کي واچولې او مخ پر ګنج روان سو . پر لاري مولوي صاحب په مخه ورغی . تر روغبړ وروسته هغه پوښتنه ځني وکړه چي چیري روان یې ؟ خان ورته وویل چي ګنج ته ځم او یو ښه غویی رانیسم . مولوی صاحب ورته وویل ، چي یو څه “انشاء الله” خو ورسره ووایه .
خان په قهرجنه لهجه په ځواب کي ورته وویل چي مولوی صاحب ، تاسي محترمانو موږ ته هر شی سخت کړی دئ . یعني که داسي کوو باید الحمدلله ووایو ، که هغسي کوو نو باید سبحان الله ووایو ، که فلانی کار کوو باید استغفرالله ووایو ، که څوک مننه څرګندوی نو جزاک الله باید ووایي او که یو څوک ګنج ته ځي او هلته غویی رانیسي نو باید انشاء الله ووایي ! زه پیسه لرم ، لس زره روپۍ مي په جېب کي دي او ګنج ته روان یم . آیا دا حتمي ده چي خامخا به “انشاء الله” وایم ؟
مولوی صاحب چي د خان دا بی پروا خبري واورېدې نو عفو یې وغوښته او پټه خوله سو خو خپل مسئولیت یې ادا کړ .
خان چي کله ګنج ته ورسېد ، ډېر غوایان یې تر نظر تېر کړل څو چي یو غویی یې خوښ کړ او په لس زره روپۍ یې سودا وکړه . کله چي یې جېب ته لاس دننه کړ ، چي پیسې راوباسي، نو جېب یې خالي وو او کوم کیسه بر (غل) هغه ځني کښلي وې . خان چي دا ناوړه حالت ولید نو د مولوي صاحب مشوره ور په یاد سوه او د غوایي خاوند ته یې وویل چي : انشاء الله زما جېب کیسه بر وهلی دئ ، نه پوهېږم چي انشاء الله څه وکړم . مجبور یم چي انشاء الله دا سودا بیرته پرېږدم . هو ! د هري خبري سره یې بې ارتباطه خورا ډېر انشاء الله – انشاء الله ویل څو چي بیرته مخ د کور پر خوا روان سو او پر هماغه ځای یې مولوي صاحب هماغسي ناست ولید .
هغه پوښتنه ځني وکړه چي خان صاحب ولي دي غویی نه دئ رانیولی ؟ خان ورته وویل چي غله انشاء الله زما جېب وهلی دئ او ځکه مي غویی انشاء الله را نه نیوی . مولوي صاحب ورته وویل چي هر شی خپل ځای لري او د انشاء الله ویلو وخت درڅخه تېر سوی دئ . اوس د “انا لله و انا الیه راجعون” شېبه ده نه د انشاء الله ، بل وخت متوجه اوسه .
هو ! په رښتیا چي هر کار خپل وخت لري چي باید ضایع نه سي .
منبع : د لیکوال اثر ( د پند او عبرت قصې ) ؛ ۲۰۱۰ ؛ صفحې : ۱۵۹ ـ ۱۶۰ .