د هلیکوپتر سقوط ۴ تاجکستانیان ووژل
فرانس پریس آژانس د ناټو په حواله راپور ورکوی چی پرون د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالي کی یو قراردادي هلیکوپتر د تخنیکی عوارضو له امله سقوط وکړ چی له امله یې ټول څلور کسان چی د تاجکستان اوسیدونکي وو ، ووژل شول .
راپور وایی چی دغه هلیکوپترد ناټو پوځیانو ته اکمالات رسول چی ولوید.
خو د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی مخکی لا اعلان کړی و چی په شینکۍ کی یې یو هلیکوپتر ویشتلی او ټول سپاره یې وژل شوي دي .
په یو بل خبر کی چی د ایساف ورکړ ، نن د هیواد په سهیل کی یو بهرنی پوځی د وسلوالو طالبانو په حمله کی ووژل شو .