پښتونخوا ګورنر:پر پښتنو جنګ تپل شوی دی.

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | فبروري 22nd, 2012


پېښور:د خيبر پښتونخوا ګورنر بيرسټر مسعود کوثر ویلي دي چي په سیمه کي د امن لپاره حکومتونو او ولس له په ګډه هڅي کول پکار دي.ګورنر کوثر دا خبره د پيښور په ارباب نياز کرکټ سټيدیم کی د پاکستان او افغانستان د کرکټ لوبډلو تر مینځ د ټي ۲۰ دريو لوبو د سیريز شورو کیدو غونډي ته د وينا په وخت وکړه .((زموږ د دواړو هيوادونو د ذمه واري ده چي موږه خپلو قامی ګټو ته اهميت ورکړو ، او د امن لپاره هڅی اوکړو ، او بهرنيو خلکو ته اونه ګورو. ځکه چی دا تباهي په موږه تپل شوېده او اوس موږ له پکار ده چې د خپلو ګتو لپاره په هوښيارۍا کار وکړو.)ګورنر مسعود کوثر زياته کړه چي په پښتنو/ افغانانو تشدد او جنګ د نورو خلکو له خوا ورتپل شوی دی. او په د کرکټ لوبې د پیلیدو په دغه مراسمو کې په پیښور کې د افغانستان قونسل جنرل سید محمد ابراهيم خيل هم ګډون وکړو

Copyright Larawbar 2007-2024