په کندهار کي د قرآن سوځوني پر ضد پراخه غونډه جوړه سوه

د لراوبر اداره | فبروري 22nd, 2012


په کندهار کي د قرآن سوځوني او يو شمېر نورو ديني او مذهبي کتابونو د بې حرمتۍ په ارتباط يوه پراخه غونډه جوړه سوه چي پکښي کندهار والي، د ولايت مقام مرستيال، د ملي امنيت رئيس، د سولي ولايتي شورا رئيس، د حج و اوقافو رئيس، د علماؤ شورا رئيس، د خرقې مطهرې او امام بارګاه خطيبانو، د کندهار ښار د لسګونه مسجدونو او جامع ګانو مشرانو او د رسنيو لسګونو استازو برخه اخستې وه.
غونډه د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو اياتونو سره راپيل سول او وروسته کندهار والي پوهنوال ډاکټر تويالي ويسا برخوال ته پرانستونکې وينا واورول.


والي په خپلو خبرو کي وويل ((موږاو تاسي نن د يوې خاصي او ډيري مهمي موضوع لپاره سره ټول سوي يو او هغه موضوع د بګرام په پوځي اډه کي د قرآن چي موږ ټولو پري ايمان راوړى بې حرمتي ده.
زه د کندهار والي په توګه د خلکو په استازيتوب دغه پيښه په کلکه غندم او غوښتنه کوم چي په دې برخه کي بايد له حوصلې او زغم څخه کار واخلو او دښمنانو ته اجازه ورنکړو چي له دې ډول پيښو څخه ناوړه ګټه پورته کړي او خلک مو بې ځايه استعمال کړي)).
نوموړي زياته کړه په دې اړه د افغانستان په کچه د ناټو ځواکونو عمومي قومندان، د امريکا جمهور رئيس او ددې هيواد د دفاع وزير هم بخښنه غوښتې او ژمنه يې کړې چي په دې اړه به کلکي پلټني کيږي.
هغه د ايساف ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان آلن هغه خبري ته اشاره وکړه چي د پلټني د پيل په اړه يې کړې وه او له کورنيو چارو وزراته يې هم په دې اړه مرسته غوښتې وه څو عاملين معلوم سي.
کندهار والي په کندهاريانو مننه وکړه او د هغوى کور ودانى يې ووايه چي د يوي سوله ييزي لاري څخه په استفاده غواړي خپله خواشيني څرګنده کړي او اعتراضونه تر مقاماتو ورسوي.
 
په کندهار ولايت کي د خرقې مطهري او همداراز د اهل تشيع د مرکزي جامع جومات امام بارګاه خطيبانو د خپلو خبرو پرمهال له خلکو غوښتنه وکړه چي د يوې سوله ييزي لاري په مرسته خپله خواشيني څرګنده کړي.
دوى دواړو هر يوه په خپل نوبت سره له خلکو وغوښتل که غواړي قرآن عظيم الشان ته درناوى وکړي نو بايد د قرآن په احکامو او عوامرو باندي عمل وکړي او په داسي لارو چارو لاس پوري نکړي چي د تېر کال په شان يې په نتيجه کي لسګونه نوري قرآني صحيفې هم وسوځول سي.
 
په ننۍ غونډه کي د کندهار ولايت د جامع جوماتو او لسګونه کليو استازو او مخورو هم خبري وکړي او هر يوه په خپل نوبت سره له دولت او نړيوالي ټولني وغوښتل چي د قرآن د بې حرمتۍ د تر ټولو وروستۍ پيښي په اړه پلټنه وکړي او عاملين يې په سزا ورسوي.
د کندهار ښار د لويي ويالې سيمي يوه تن قومي مشر حاجي ګلالي وويل د قرآن ساتنه د ټولو مسلمانانو وظيفه ده او ضروري ده چي په دې برخه کي ټوله اسلامي نړۍ په ګډه کار وکړي.
هغه له نړيوالو ځواکونو او نړيوالي ټولني وغوښتل چي په دې برخه کي لا زيات پام وکړي ځکه په خبره چي دلته له يوې خوا د سولي خبري رواني دي اوله بلي خوا دغه ډول ناوړه کارونه کيږي، چي په هيڅ ډول د سولي له پروسې سره مرسته نه کوي او لا هم روان اور تازه کولاى سي.
 
په ننۍ غونډه کي د خلکو استازو د کندها رولايتي اداره وستايله چي غواړي د خلکو سره په ګډه په دغه ډول غونډو کي برخه اخلي او د لاريونونو او مظاهرو په پايله کي د ممکنه پېښېدونکو تاوتريخوالي مخه نيسي.
د غونډي په پاى کي د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال په خپلو خبرو کي وويل چي د مطبوعاتو په مخ کي دغه ډول احتجاجيه غونډه تر هر ډول مظاهري او لاريون علاوه ده او په ډېره اساني سره کېداى سي د خلکو ږغ د نړۍ تر ګوټ ګوټه ورسيږي.
نوموړي زياته کړه چي د اسلام او مسلمانانو تاريخ بايد سره بيل سي او په خبره يې چي اسلامي له پيله تر اوسه مکمل او هيڅ ډول ستونزه يې نه لرل پداسي حال کي چي د مسلمانانو په منځ کي ډول ډول سم او ناسم خلک پيدا سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024