د « سټگفلېشن » اقتصادي او ژبني اړخونه
لکه څنگه چي مخکي اشاره وسوه« سټگفلېشن » د « سټگنېشن » او « اينفلېشن » له يوځای کېدو يا امتزاج څخه جوړ سوئ دئ؛ او په يوازيتوب سره يې د دواړو ځانگړتياوي او خصوصيتونه رانغښتي دي؛ ځکه په دې دوره کي له يوې خوا اقتصادي وده کمزورې کيږي؛ او وزگارتيا يا بيکاري زياتېږي؛ او له بلي خوا د شيانو په بيو کي لوړوالی راځي۳ . د اقتصادي ودي کمښت او د بېکارۍ ډېرښت دواړي د « سټگنېشن »يا « سټنگناسيون » نخښي دي؛ حال دا چي د تجارتي کالو د بيو زياتېدل د « اينفلېشن » يا « اينفلاسيون » اساسي ځانگړتيا ده . د « سټگفلېشن » اقتصادي اصطلاح له تاريخي پلوه ډېر عمر نه لري . اول وار په ۱۹۶۵ع کال د انگلستان د پارلمان د محافظه کارغړي، وروسته ماليه وزير – اِيين ميکلاوډ (Ian Macleod) له خواد هغه مهال د واکمن حکومت د اقتصادي سياست د کږلو په مقصد، پارلمان ته د وينا په ترڅ کي استعمال سوه؛ او له هغه وخته تر اوسه د يوې پخې او علمي اصطلاح په توگه کاريږي۴.
د « سټگفلېشن » دې په زړه پوري اصطلاح پر خپل پراخ اقتصادي مفهوم سربېره، په انگليسي، پښتو او پاړسي کي د بېلابېلو ټکو د امتزاج او ترخيم دود ته متوجه کړم، چي نن يې په دې لنډه مقاله کي ستاسي درانه حضور ته وړاندي کوم .
په انگليسي ژبه کي له دوو يا څو کليمو څخه د يوې نوي کليمې جوړولو ته بليندينگ (blending) وايي؛او هغونوو ټکوته د فرانسوي ژبي پورټمنټو/ پورټمينټو (portmanteau / portmantean) کليمه استعماليي، چي په دې طريقه جوړيږي . په بله وينا، پورټمنټو/ پورټمينټو هغه ټکي دي، چي د دوو بېلو ټکو د ځينو برخو يا ځينو تورو له يو ځای کولو څخه لاس ته راځي؛ او په يوازيتوب سره د دواړو يو ځای سوو ټکو ماناوي ښندي . له همدې اسيته نو دغه راز ټکوته د انگرېزانو په دود په يوه کي دوه (two in one) نوم هم ورکولای سو؛ ځکه په هر پورټمنټو/ پورټمينټوکي د دوو بېلو ټکو ماناوي نغښتي دي .
لکه څنگه چي مود« سټگفلېشن » په مثال کي وليدل ،په دغه ډول يو ځای سوو ټکوکي د ژبي پخوانۍ يا مستعملي کليمې د یونوي مفهوم د بيانولو دپاره سره يو ځای کيي . دا نوي لغتونه، عبارتونه او اصطلاحات وروسته د ژبي د لغوي زېرمي نه بېلېدونکې برخه گرځي . په دې چي خلگ له اوږدوکلو، بلکي پېړييو راهيسي د بېلابېلو مرکبو ټکو له متشکله برخو سره اشناني لري، ځکه يې نوپه پېژندنه کي هم له لويو او خاصوپېچومو سره نه مخامخ کيږي . همدا شناخت او اشنايي سَوکه سَوکه په خلگو کي د هغو و منلو او رواجولو ته لار هواريي .
د پورټمنټولړۍ له نورو سياسي، اجتماعي، فرهنگي او اقتصادي بدلونو سره گام په گام پر مخ درومي .
څو ورځي مخکي مي په انگرېزي ميډيا کي د ميرکوزي (Merkozy) نوی پورټمنټو واروېدئ، چي فرانسوي مطبوعاتو د اوروپا د روان مالي کړکېچ د حلولو په مقصد د المان د صدراعظمي/ حکومتمشري – انگيلا ميرکل) (Angela Merkelاو د فرانسې د جمهور رييس / دولتمشر – نيکلا سرکوزي (Nicolas Sarkozy) د نيژدو او مزبوتو سياسي اړېکو د څرگندوني په خاطر جوړ کئ؛ او دادئ نن پر فرانسې او جرمني سربېره د نړۍ په مطبوعاتو کي هم پورته وکښته کيږي . د« ميرکوزي » اصطلاح که د اوروپايي اتحاديې د تاريخ په اوسني کړکېچن پړاو کي د جرمني- فرانسې د دولتي او حکومتي مشرانو وخاصو سياسي- اقتصادي همکارييوته اشاره ده، د لغتپوهني په لحاظ د اورپايي ژبو د خوځښت او چټک پرمختگ په مانا ده . په دې ژبو کي د اوږدو، پېچلو او بې خونده مفاهيمو د لنډوالي، سادگۍ او اسانۍ دپاره تل له بېلابېلو لارو چارو څخه کار اخلي؛ او په دې کار کي د ژبپوهانو تر څنگ د ټولني ټول وگړي، واړه او زاړه، پراخه او ارزښتناکه ونډه لري .
په انگرېزي کي د پورټمنټو څو نور مثالونه :
هغه خواړه، چي څاښت مهال خوړل کيږي(brunch) = غرمنۍ ډوډۍ (lunch) + ناری/ نهاری (breakfast)
(Chunnel) = تونل/ ټنل(tunnel)+ کانال يا مجرا(channel)
« چنل » درېل هغه تونل ته وايي، چي په ۱۹۹۴ع کال د انگلستان او فرانسې د موښلولو په خاطر تر انگليسي کانال يا مجرا لاندي جوړ سو۵.
(dawk) = باز، شاهين (hawk) + کوتره(dove)
هغه څوک، چي د کوتري (سوله ييز )او باز ( جنگي) خویونه ولري .
(motel) = هوټل (hotel) + موټر(motor)
« موټل » هغه هوټل ته وايي، چي مساپرو ته پر استوگنځی سربېره د موټر درولو وړيا ځای هم ورکيي .
ځوان سرکوزی يا خوک (shoat) = وزگړی (goat) + پسه (sheep)
هغه گرز ، چي له دود يا لوگي سره يو ځای يي (smog) = گرز، خوپ (fog) + دود يا لوگی (smoke)
د خوړولو دپاره کاچوغه او پنجه (spork) = پنجه (fork)+ کاچوغه (spoon)
په پښتو او دري کي هم له ډېرو پخوا زمانو څخه د بېلابېلو ټکو د پيوندولو او امتزاج دود و دستور لرو؛ مثلاً په پښتو کي خداخه (خدای خبر دئ)، خـــداښکه (خدای ښه پوهيږي که)، نـــېخه (نه يم خبر) او په پاړسي کي مچــم (من، چه، ميدانم)، خـــدام (خدا، میداند) له دې ډلي څخه دي، چي د بېلابېلو کليمو د ځينو برخو پر يو ځای کېدو يا امتزاج سربېره د د لنډولو او ترخيم (shortening/curtailment) نخښي هم پکښي گورو . البته، د نوو ترکيبي ټکو دا ډول جوړول له هغو مرکبو ټکو څخه فرق لري، چي دوې بېلي کليمې د نوي مانا او مفهوم بيان دپاره سره يو ځای کيږي يا يوه خپلواکه کليمه (base) د مخوندي او شاوندي يا پېشوند او پسوند په بڼه له يوه يا څو اشتقاقي عناصرو سره يو ځای کيږي؛ او له دې لاري يې نوي ټکي جوړ کړي یي؛ لکه په انگرېزي کي (blackboard)،(teapot) ، (impossibility)، (unlikely) او داسي نور يا په پښتو کي کـــــورودانه (کور+ ودانه)، خواتـوری (خوا+ توری)، ناســم (نـــــا+ ســـــم)، اتــــلواله (اتــــل + والــــه)،زړورتـــيا (زړور+ تیـــــا)، ميـــنه ناک (مينه + ناک) او داسي نور يا په پاړسي کي خودجوش( خود+ جوش) ، دلخراش (دل + خراش)، خاطـــر خواه( خاطـــــر + خواه)، دانشگا ه( دانش + گاه)، دانشکده ( دانش + کده)، فرهنگستان ( فرهنگ + ستان)، نارسايی (نا+ رسايی)، گلزار (گل + زار)، معجزه آسا (معجزه + آسا) او داسي نور .
مالومېږي، چي د مسقلو کليمو يا يوې مستقلي کليمې او ډول ډول اشتقاقي عناصرو د يو ځای کېدو له لاري د نوو ټکو جوړول چندان ستونزمن او مشکل کار نه دئ . په دغه راز پيوستون او يووالي کي د يو ځای سوو ټکو په شکلي جوړښت کي لوی بدلونونه، نه پېښيږي . ښايي له همدې وجي يې خلگ په اسانۍ منلو او دودولو ته غاړه ايږدي؛ خو د هغو مرکبو ټکو بابول څه نا څه گرانه خبره ده، چي د يو ځای سوو کليمو په ظاهري جوړښت کې( کي يې) پر يو ځای کېدو سربېره د لنډولو يا ترخيم عمليه هم گورو. ښايي د همدې ستونزمنو شکلي بدلونوله امله په پښتو او پاړسي کي د داسي مرکبو ټکو شمېر ډېر لږ دئ . په انگرېزي او نورو اوروپايي ژبو کي د سياسي، اجتماعي، فرهنگي او اقتصادي ژوند د پرله پسې تحرک او پر مختگ پر اساس تل د نوو ټکو هرکلی کيږي؛ خو په افغانستان غوندي دودپالو ټولنو کي خلگ په يوه اسانۍ د نوو ټکو و منلو او رواجولو ته زړونه نه ښه کيي .که په موږ کي هم سياسي، اجتماعي، فرهنگي او اقتصادي راشه درشه، په تېره بيا تعليم، تحصيل، ميډيا، سپورټ او سوداگري پرمختگ وکي، بيا نو موږ هم په ژبه کي د دغه راز نوو ټکو له جوړولو او رواجولو څخه هيڅ چاره نه لرو. پخوانييو نسلو د اوږدو مفاهيمو د لنډ بيان د پاره د « نېخه »، « خداښکه »، « خدام »،« مچم » او داسي نورو مرکبو ټکو د جوړولوپه مرسته د بېلابېلو کليمو د امتزاج او ترخيم له مثالو او نمونو سره اشنا کړي يو، اوس زموږ مسووليت او رسالت دئ، چي د خوږو او معقولو ترکيبي ټکو په را ايستلو سره د خپلو ژبو په پراختيا او پرمختيا کي فعاله برخه واخلو. شک نسته، چي دا ډول نوي ټکي د خلگو لغوي استعدادو ته وده ورکيي؛ اوپه نتيجه کې د ژبي لغوي زېرمه پراختيا مومي . د ټولنيز ژوند په هره برخه کي د مفاهيمو د بيان او افادې دپاره د دغه راز مرکبو ټکو په جوړولوکي له ډول ډول متضادو، متقاربو او اړوندو ټکو څخه کار اخيستلای سو؛ خو په دې باره کي تر ټولو مهمه او اساسي خبره دا ده، چي خپل نوي ايجادات بايد هيڅکله د قرآن کرښي ونه گڼو، بلکي خلگو ته په پوره ازادۍ حق ورکو، چي د هغو د اسانۍ، پوخوالي او ښکلاپه باره کي د نظر څرگندولو او چاڼ کولو واک ولري . ښايي په کلو او بانډوکي د دغه راز مرکبو ټکو د ځينو نورو بولگو او مثالو څرک هم و موندل سي، چي په ډېر غَوَر او دقت بايد را ټول؛ او له لازمو توضيحاتو سره په علمي اثارو، په تېره بيا ژبنييو قاموسو او ان ورځنيیو مطبوعاتو کي خپاره سي . د ليکني په پای کي فقط د مثال او نمونې په ډول د ځينو مرکبو ټکو يادونه کوو:
شتې ( شيدې او مستې) : شتې مو له خپله کوره دي .
گاق ( گاز و برق) : درين اواخر قيمت های گاق بسيار بلند رفته است .
مېکۍ ( مېز او چوکۍ) : په کورکي مېکۍ ته اړتيا لرو.
دېگسه ( دېگ او کاسه) : غلو دېگسه هم را پرې نښوول .
کلو( کله پلو) : اين بار برای مهمانها کلو پخته ايم .
ملو( مرغ پلو) : ملوِ تان بسيار خوش مزه بود.
ساک ( د پيوند سوي سېب او ناک پيداوار) : ساک ما امسال بسيار حاصل دا ده است .
ماک ( د پيوند سوي مڼې او ناک پيداور) : ماک تر مڼو او ناکو ډېر حاصل ورکيي .
ماتره ( د پيوند سوي مالټې او چوکترې پيداوار) : په ماتره کي د مالټې خوږوالی نسته .
راوېزون ( راديو+ تلوېزون) : زموږ راوېزون علمي پروگرامو ته اړتيا لري .
بادران ( باد او باران) : نن ټوله ورځ باداران ؤ.
واران ( واوره او باران) : په واران کي واروه ډېر ژر ويلي کيږي .
پمور( پلار او مور) : پمور يې ډېر نېک خلگ دي .
خادر( خواهر و برادر) : چند خادر هستيد؟
او داسي نور .
ماخذونه او يادښتونه
1. http://www.thefreedictionary.
2. http://www.thefreedictionary.
3. http://www.thefreedictionary.
4. http://www.etymonline.com/
۵. انگرېزان د انگلستان او فرانسې تر منځ اوبه د اينگليش چنل (English Channel) په نامه ياديي .