کور / کیسه / دنصیبوخبرې

دنصیبوخبرې

کله چې ګلبرو ترور د شیروار شاربلو نه پس د شړومبو کټوې پر سر له چینې کور ته راستنه شوه، ګوري چې زوی یې لا هماغسې د خوبونو زانګو زنګوي. له ډېره قهره یې   خپلې شونډې وچیچلې او په زوی یې ورغړمب کړل:                                               


ـ وه زویه! لمر سترګه تر نیمایي آسمانه رارسېدلې او ته لا هماغسې بېده یې. دا څه درباندې شوي؟ خدای مکړه ناروغه خو به نه یې؟                                                          


غمی د خپلې مور خبرو راجګ کړ. اوږې یې تاوې راتاوې کړې او په کټ کې کېناست.      


ـ اوف مورې! هسې راباندې په غصه یې. نه پوهېږم نن راباندې څه شوي. ټول هډوکي مې خوږيږي او سترګې مې بیخي له خوبه نه غړیږي.                                                


ـ توبه، توبه زویه! پوه نه شومه، ړنده دې شمه. زړه ته مې راغله چې پلار یې د شوتلو ډکه کجاوه په مالونو وخوړه او زوی یې لا هماغسې خوب زنګوي. خبر نه ومه چې زوی مې تبه شټکوي.                                                                                                


ګلبرو ترور ژر سباناری تیار کړاو کله چې دواړو ډوډۍ له ستونو تېره کړه، نو بیایې سونډ او سپېرکۍ او نور څه چې د غمي تبه ښه کړي، له چایو سره یو ځای زوی ته ورکړل او دایې زړه ته راغله چې خدای مکړه زوی یې چېرې له نظره شوې نه وي.هغې ته خدای همدا ایکي یو زوی په نصیب کړی و او لکه دردمند لاس به یې د هغه پوره، پوره خیال ساته او زیاته به پرې ټپرېدله. ګلبرو ترور په دې فکر کې شوه چې زوی ته د ماڼو لوګی وکړي چې نظر یې مات شي او خدای یې جوړ کړي. هغه د ماڼوګانو په لوګي کولو لګیا شوه چې په دې کې د غمي پلار شمروز خان د کاله په وره راننوت:                                              


 ـ خیر خو دی د غمي مورې! دا نن دې څنګه د ماڼوګانو لوګي کولو ته پام شوی، لکه چې شیروار دې چا له نظره کړی که څنګه؟                                                            


 ـ نه د غمي پلاره! په شیروار پسې مو دې اور شي. غمی زوی مې د چا سترګو اخیستی، رنګ یې ژېړ تښتېدلې، تبې او دردونو ورته ملا تړلې او…                                      


ـ غمی بچیه! څنګه یې، څه درباندې شوي؟                                                       


  هسې پلاره هډوکي مې خوږیږي.مور مې وایې چې تبه دې ده.                                  –


ـ تپوسونه پرېږده! حکیم صیب له یې بوزه او ملا صیب باندې ورله د نظر تاویز وکړه، خدای مکړه په زوی مې څه چل…..                                                                       


ـ مه ورخطا کیږه د غمي مورې! خدای به ټول کارونه سم کړي، هېڅ خبره نشته. غمی زوې مې بیخي جوړ دی. زما په نظر لکه چې سهارنۍ پرخې وهلی. که ډېره خواشینې یې، غټه چرګه حلاله کړه او ښوروا پرې ښه ډېره وڅښه چې رګونه یې پاسته شي.                    


ـ ډېره ښه ده د غمي پلاره! ړومبې به تاته سباناری برابر کړم او بیا وروسته به هغه غټه چرګه حلاله کړې.                                                                                     


ـ ښه شوه! ګوره چې اوس ښې مزه دارې چای برابرې کړې، ښې ټینګې.                      ـ سمه ده.               


شمروزخان په دې پوره پوهېده چې میرمن یې د خپل زوی غمي ډېره کوچنۍ ناروغتیا هم نه شي زغملی. غمی که به لږ غلی ناست و، نو ګلبرو ترور به د واره ترې د سینه بغل تپوسونه شروع کړي وو. شمروز خان به تل په موسکۍ خوله ویل:                                      


ـ دومره دې د زوی ډېر خیال مه ساته. خدای درکړی او په هغه یې سپاره. پرېږده چې ښه کاریګرغټ شي. اخر څوک به زما لاس نیوی کوي. خدای مونږ ته یوه ټوټه زمکه راکړې، زما نه پس به یې څوک چارې سرته رسوي. خو ګلبرو ترور به ویل:                          


  ډېرو سوچونو ته ضرورت نشته،ضرور به د خپل پلار په لاره ځي!                            –


 شمروزخان ته که څه هم خدای ښه شته ورکړي وو چې تر لمسو یې هم بسنه کوله. خو د هغه له خولی چا د جایداد او شتو خبرې نه أورېدې او نه یې د نورو شتمنو په څېر پرخی أسمان ته غورځولې. که به له هغه سره یوه ګړۍ په خبرو شوې، نو د هغه به همدا په ژبه وو چې انسان خدای کاروبار، ښه سلوک او حلال رزق ګټلو ته پېدا کړی. هر څوک باید په خپلو مټو ځان تکیه کړي. أورېدلی دې نه دي وایې(ووزه چې ووزه ده، هغه هم ځان ته ځای کیني او بیا هلته پرېوځي). باید کار وکړو او له خپله لاسه یې وخورو. پخوانو ویلي(خپله لاسه، ګله لاسه)!                                                                                  


   رښتیا هم شمروزخان به هره ورځ سپېده چاودې ډډې له بستره پورته کړې، نو بیا به ټوله ورځ دی و او د ده د لاس کولنګ او بېل. یواځی او یواځی که به یې د ډوډۍ خوړلو او چای څښلو له پاره دمه ونیوه او یا هم که به په چم ګاونډ کې کومه جرګه، مرکه وه او یا هم غم او ښادي، نو په هغه شېبه به د هغه له لاسه د کار وسایل لویدلي وو او….                      


ټولو کلیوالو ده ته په درنه سترګه کتل. دا ځکه چې د هغه د خولې او زړه لاره یوه وه. د ټګۍ، برګۍ په پوله چېرې هم نه و تېر شوی او نه یې په خوله سپکه، سپوره راوته. له وړوکي سره وړوکی او ځوان سره ځوان و. که به له ډېرې غوسې کله په قهر شو، نو دا   یوه خبره به یې له خولې راوته چې شېطانه کور دې میرات شه ، نه چې خطا مې باسې او بیا به یې له دې خبرې سره جوخت په خپلو شونډو غاښونه کېمنډل، تا به ویل خوله یې وګنډل شوه.                                                                                                   


د کلیوالو د روغ او رنځور تپوس ته بډې وهلی ناست و او هر وخت د کلیوالو په غم، غمجن او خوشالۍ، خوشاله و. که غلطي ونکړم، غېر له هغو مالدارو او شتمنو نه چې په سلوک او تګلاره کې به یې له شمروزخان سره توپیر درلود، که د هغوئ به ښه نه ایسېده، نشم ویلای، نور داسې انسان نه پیداکېده چې د شمروزخان په لیدو به نه خوشالیدو.                       


هغه د کلیوالو او آن تر لرې د خلکو په زړونو کې ځای نیولی و. که به د چا له خولې د شمروزخان د لږ څه بېمارۍ خبره راپورته شوه، نو بیا به د هغه د حویلۍ په غولي کې ځای نه و. نراو ښځې به یې تپوسونو ته روان وو.                                                   رښتیا کله چې به د غنمو رېبلو او غوبل، یاهم جوارو سپینولو او شولو نیالولو وخت شو، نو ټولو ځوانانو، آن سپین ږیرو به په ډېره لیوالۍ د شمروزخان ملا تړله او د هغه مرستې ته به یې د خپل کار په شان دنګل.                                                                     


شمروزخان به د ځوانانو هم پوره، پوره خیال ساته او په غوبلونو او اشرونو کې به یې ډکې، ډکې کاسې غوښې په ځوانانو خوړې. زلمیان به هم د شمروزخان غوبله او اشر ته سترګې په لار وو. آن داچې د غوبلونو په وخت کې به یې د ده غوبله ته شپې ورځې شمارلې. ګلبرو تروربه هم په ځوانانو رخه نه کوله اود زېړو غواوو غوړي به یې د کلي په هلکانو خوړل او هغوئ به یې خوشاله ساتل. ځینو شوخو ځوانانو به لا له مخکې له هغې سره ټوکې، ټکالې کولې او ویل به یې:                                                                                  


 ـ ترورې! ګوره چې کنجوسي ونکړې، هغه کولنګي چرګان به دې ضرور پر مونږ خورې!   ګوره چې د وړوکو چورګړو آزار وا نخلې. غوبل او اشر په سپوره ښوروا نه کیږي. هغه به له خندا شنه شوه او زیاته به یې کړه:


 ـ بلاګۍ مو واخلم! له تاسو نه زیات نه دي. بیخي فکر مه کوئ. تاسو به زحمت ګالۍ او زه به کنجوسي کوم. نه هېڅکله نه!                                                                 


په همدې شان شمروزخان، ګلبرو ترور او کلیوالو شپې او ورځې تېرولې او د ژوند ډیوه هماغسې بله وه.


***


د وخت په تېرېدو سره حالات یودم بدل شول او دغه حالات کټ، مټ توپاني وریځو ته ورته وو. دغو وریځو بدلون غوښته! ټول ګوته په غاښ پاتې وو. آن ټول نړیوال ورته ګوته په غاښ پاتی وو. عجیبه حرکت او خوزښت و. خلک خوښ او خوشاله برېښېدل، ته به وای نوی پسرلی شوی. ډېر ژر به دښتې او باغونه ښېرازه شي، ګلان به غوټۍ وسپړي، هره خوا به ګلان شي او د وطن ټول بوراګان به د خوښۍ سندرې بولي. ایله به وینې په رګونو کې مستي وکړي او د تن ټولې برخې به خړوبه کړي. خو ځینې بیا پریشانه ښکارېدل او دغې ورځې چندان خوند نه ورکاوه. هغه و چې د وخت په تېرېدو سره د دغو ناخوښو په مرسته ګاونډیانو او حتا له لرې، له ډېر لرې، آن د قاف له غرونو هم لرې لاسونه را اوږده شول. ډېر اوږده، اوږده لاسونه راوغځول شول او د وطن د دښتو او باغونو وچېدل شروع شول. چا د ویالو په ورانولو شروع وکړه، چا سرکونه او پلونه ورانول، چا د ونو ښاخونه پرې کول، او ځینو بوټي له پلو راویستل. هېڅ یوه هم په دې فکر ونکړ چې ولې داسې کیږي؟ ولې مو د تن د برخو پریکوڼ ته ملا تړلې؟                                                             


په ډېره چټکتیا سره توپاني ورېځې را ټوکېدې. دغو توپاني ورېځو له ټولی نړۍ زمونږ په لور مخه کړې وه. دغو ورېځو د وینو زورور جکړ له ځانه سره درلود. او په ډېره بېړه یې د هېواد ښارونه، کلي او بانډې په خپلو مټو کې را ونغښتې.                                       


***


دغه خونړی جکړ زمونږ کلي ته هم راورسید. د کلي د آرامې فضا ګډوډول پېل شول. ورو، ورو د کلي په شړېدو شروع وشوه. د کلي خلکو یو په بل پسې له کلي پښې سپکې کړې او ځینې له پولې اخوا پورېوتل.                                                                         


 له شمروزخان ځینو تپوسونه وکړل چې کلی ورو، ورو شړیږي، نه چې ته مو هم پرېږدې؟ هغه موسکی شو! لنګوټی یې له سره راښکته کړاو د سر په ګرولو شو. بیا یې لنګوټی بېرته په سر برابر کړ، لږه شېبه غلی و. نه پوهیږم په کوم چرت کې ډوب و. سر یې وخوځاوه او داسې یې پسې زیاته کړه:                                                                            


 ـ لیوني کیږئ مه! (ګټه په خپل ځای درنه وي). د چا خبرو پسې مه ګرځۍ، خپله خواري او غریبي کوئ. بنده په خپل خېر او شر نه پوهیږي. خپل لمونځ او اودس کوئ او…..         


عمر لکه د ژمي مازیګر چټک، چټک ګامونه اخیستل.                                            


ناببره په پورې کلي کې د برګو پښ زوی زېړګل ښوونکی ووژل شو. هغه هم د سپېده چاودو په مهال، کله چې د لمانځه په نیت روان و. دا زمونږ د ګاونډي کلي په تاریخ کې ړومبۍ پېښه وه. کلیوال دغه پېښې ته حیران و. ځکه د زېړګل آن نیکونو لا چاته په کږو نه وو کتلي پاتی لا دې عاجز.                                                                                           


په زېړګل باندې لا د تورسرو د اوښکو ډنډونه وچ شوي نه وو چې زمونږ په کلي کې د بختې ترور زوی عجب ګل چپړاسي د ښوونځي د سوځېدو په مهال ووژل شو. د عجب ګل مړینې ټول کلی وژړاوه! چا داسې ګومان نه کاوه چې ګوندې دا مړینه دې یواځې د بختې ترور لپاره دردوونکي وي، بلکې د دې مړینې درد د ټولوکلیوالو  زړونه ودردول.                        


وېرې او ډار پورې او راوورې کلي راګیر کړي وو! دښمنۍ او تربګنۍ له یوې ورځې نه بلې ته زیاتېدې. تر ټولو نه زیات حیرانوونکې او ډاروونکي خبره خو دا وه چې د غیبي غونډارو ورېدل شروع شول. ځکه دې غونډارو د هېچا مخ او څټ نه کاته. په هر کلي چې به برابر شول، بیا به یې هلته خپل کار کړې و. ډېرو خپلې جونګړې پرېښودې او چېرې لرې یې د پولې اخوا د پردیسۍ ژوند غوره کړ. خو ځینو ته لکه شمروزخان د خپلې پلرنۍ جونګړې پرېښودل ګران کار و. هغه به ویل:                                                                 


ـ په دې نه پوهېږم چې ولې زمونږ د کلیوالو ژوند نارامه شو؟ آن دا چې هغوئ اوس د خاپوړو خټین کورونه پرېږدي او تښتي. هر څه له مجبوریته کیږي! خو زما هېڅ ځای ته د تلو کومه اراده نشته او کوښښ کوم چې د ژوند تر پایه د خپل پلار نیکه راپاتې کلا(کور) د   وره تمبې همداسې بېرته وساتم او پرې یې نږدم چې راپورې شي.                            ګلبرو ترور چې به د کورونو شړېدل ولیدل، ورخطا به شوه او شمروزخان ته به په خبرو سرشوه:                                                                                                


 ـ ټول ځانونه باسي او تا په غوږونو څپېړې ایښي! خدای مکړه په غمي زوی مې….د شمروزخان په شونډو به خندا له ورایه ښکاره شوه:                                            


 ـ ښځې! غمی خدای پېداکړی او هغه به یې ساتي، هغه څه چې د هغه په نصیب کې لیکلي وي، هغه نه بدلیږي. د چا خبرو پسې مه ګرځه. خلک به هرڅه، هرڅه وایې!            


ـ سمه ده د غمي پلاره! څنګه چې ستا خوښه وي، زما قبوله ده. خو کله راته شېطان څه، څه ووایې.                                                                                          


  خدای به خیر کړي، په خپلو مغزو دې زور مه اچوه.                                            –


ښایسته غوټې مودې آرامۍ خپله لمنه په کلي خوره کړې وه. ټول په سوچ کې وو. ځکه نا اشنا سکوت په کلي واکمن و. کله ناکله به کلیوال د دغه سکوت په هکله په خبرو شول. ځینو به داهم پسې غوټه کړه:                                                                       


ـ څو ورځې کیږي چې ایله په خوب ماړه شوو. زمونږ خو بیخي سترګې خوب پسې ړندې وې. خو ځینو سپین ږیرو به دې سکوت ته د شک په سترګه کتل او لا به یې سودا ډېرېدله. ټول په دې وېره کې وو چې خدای مکړه یو ځل بیا کلیوال د ویر په ټغر کیني! شمروزخان خپله هم نه پوهېده چې څه چل دی. که څه هم کراره، کراري وه. خو هغه ته داسې نه برېښېده. هغه ته د دې پردې شاته نور څه ښکارېدل، هغه څه چې ډېرترخه به وي او….     ـ یوه ورځ شمروزخان خپلې میرمنې ګلبرو ته وویل:                                            


ـ ګوره د غمي مورې! فکر دې وي چې سبا ته د شولو غاښور کوم، غوایان ماړه کړه چې ښه دروند کار دی.                                                                                    


ـ ښه د غمي پلاره! آرداوه به هم ورته برابره کړم. ته بیخي خاطرجمع اوسه.                 


  ښه به شي.                                                                                           –


چرګ بانګ مهال شمروزخان سره له خپله زویه کار ته پېڅې بډوهلې. ګلبرو ترور هم پوهېده چې دروند کار دی. له همدې کبله یې د سباناري له پاره ډېر څه برابر کړي وو، ښې خوږې پراټې، مستې، شیدې اونور څه او پټي ته یې راوړل.                                       ـ ستړي مه شئ.                                                                                       


ـ خواره مه شې.                                                                                      


ـ تاسو خو نامې خدای ډېر کار کړی، ښه مو ځانونه ستړي کړي. غمي زوې مې هم لکه چې پوره کار کړې، څنګه د غمي پلاره!                                                                 


 ـ غمي له ما زیات کار کړی، اخر د چا زوی دی!                                                  


 ـ داسې وکړئ چې غوایان هغه سیوري ته ودروئ، زه به ورله ارداوه اوسوکړک کېږدم او تاسو ډوډۍ وخورئ.                                                                                  


ـ ډېره ښه ده مورې! مونږ هم ستړي شوي یو. سترګې مې ښکته اړولې، چې ابۍ به کله راځي، هغه هم ټوکرۍ په سر.                                                                       


ـ زویه! غواوې مې د خوړ دېرې ته وایستلې او څو چې شوتلې او واښه مې ورته اچولو، نو لږ څه ناوخته شو. کاش وختي مې دا کار کړی وای، تر څو په وخت تاسو ته رارسېدلې وای!


ـ هېڅ پروا نه کوي مورې! اوس هم وختي دی.                                                   


شمروزخان اوغمي په مزې سباناری وکړاو بیا یې کار ته ملا وتړلې. ټکنده غرمه نږدې کېدونکې وه چې شمروزخان او غمي پټی برابرکړ او د کور په لور روان شول. کله چې کلي ته ورسېدل، نو شمروزخان خپل زوی غمي ته وویل:                                            


ـ بچیه! غوایان دېرې ته بوزه او د مړېدو بندوبس یې وکړه. زما وجود ډېر ستومانه مالومېږي،زه به کور ته ستون شم او ډډه به واچوم.                                             


سمه ده پلاره! زه به هر څه برابر کړم، ته بې غمه شه.                                          ـ


ـ خدای دې خیر درکړي زویه!                                                                       


  څنګه د غمي پلاره! له کاره راغلې د خیره.                                                      –


ـ او د غمي مورې! هلک غوایان دېرې ته بوتلل او زما بیخي ساه له پښو ختلې، غمي ته مې وویل، چې زه به کور ته ستون شم.                                                                


ـ ښه دې وکړل، دې کټ کې ځان وغځوه که خدای دې سترګه پټه کړي او دمه شې.                   


ـ ګوره که سترګه مې پټه شوه، ډوډۍ له مې مه پاڅوه.                                          


ـ سمه ده! پرېږده چې ستړیا دې لرې شي. د ماسپښین لمانځه پورې به څوک تاسره کار نه لري او که چېرې ملا آذان وکړ نو بیا به دې پاڅوم.                                              


ـ روغه خبره دې وکړه، په خولې دې برکت شه!                                                  


 لږه شېبه وروسته د شمروزخان سترګه پټه شوه. ګلبرو ترور وویل:                          


 ـ څو چې غمی له دېرې راستنیږي، زه به ژر، ژر له ګاونډیانو کره ډوډۍ پخې کړم، هغه به هم وږی شوی وي.                                                                                   


هغه و چې ګلبرو ترور د خسو ګیډۍ په لاس او قلپي په سر له ګاونډیانو کره لاړه. بس قسمت ته ګوره، هغې لا ایله قلپي د تناره خواکې کېښود چې په دې کې غیبي غونډاري د هغې له کوره توره لوخوړه پورته کړه. ګلبروترور کړیکه کړه:                                       


ـ اه خدایه! لکه چې خاورې مې په سر شوې. د غمي پلار….د غمي…. په منډه، منډه خو په لړزېدلو پښو تر کوره راورسېده. غمی او کلیوال هم د سترګو په رپ کې راورسېدل. د شمروزخان په وینو ټول دالان سور شوی و. د هغه ستړیا ختمه شوې وه. هغه په نهاره او په ستړي صورت له دې دونیا سترګې تړلې وې. همیشه به کلیوالو هغه د سلو سر ګاڼه، خو هغوئ نن د سلو سر له لاسه ورکړی و!                                                          


د شمروزخان له مړینې سره سم د کلیوالو ارادې په کمزورېدو شوې. اوس لکه چې د هغوئ ځالې بې ځایه شي. نور لکه چې هغوئ ته خپل کلی توره بلا وګرځي. له شمروزخان سره د کلیوالو د جدایې او بیلتون لا څو اونۍ تېرې شوې نه وې چې د کلي په پوره شړېدو شروع وشوه. په ډېره کمه موده کې کلی خالي شو. آن دا چې اوس په کلي کې یواځی ګلبرو ترور سره له خپله زویه او د هغوئ دوه، درې کډې نږدې خپلوان پاتې شول. نور ټول کلی په کنډواله بدل شو. ته به وای دلته څوک نه دي اوسېدلي. ته به وای کلی هم د شمروزخان په څېر په درانه خوب بېده دی. ته به وای کلی له ټولو کلیوالو مایوسه دی.                     


  اوس له لرې یواځی د سورلنډو آوازونه کله ، ناکله د خواشینیو کړۍ ماتوي. لکه چې هغوئ هم پخپله د دې کلي راتلو ته زړه نه ښه کوي. لکه چې د هغوئ غصه او کرکه هم د دې کلي په هکله پېدا شوې وي. اوس خو شپه لا پرېږده آن د ورځی سړی په کلي کې ډارېږي. لکه د پیریانو او بلاګانو کلی چې ترې جوړ شوې وي.                                                   


ګلبرو ترور سره له خپله زویه او نژدې خپلوانو چې تر اوسه لا په کلي کې اوسیدل، پرېکړه وکړه څو د شمروزخان د خاورو ډېرۍ چې تر اوسه یې لا دوئ په کلي کې ساتلي وو، پرېږدي او نامالومه لور ته چېرې چې نورو ځانونه ویستلي وو روان شي.                     
 ***


  ګلبروترور د اننګې په شان ډکه جونګړه پرېښوده او د خپل نازولي زوی سره چې ایله د


 ځوانۍ مرحلې ته رسیدلی و په دښتو او بیابانو سر شوه. هغې هېڅکله هم دومره له ستونزو ډکې پیاده منزلې نه وې کړې. نامالومه لور ته روانه وه. نه پوهېده چې نصیب به څه نورې نادودې ورپېښوي. ښه غوټه لاره به یې ووهله، بیا به یې شاته وکتل، لکه د شمروزخان په لور چې ګوري. لکه چې خپلې جونګړې او کلي ته څه وایې او یا هم کلی او جونګړه دې ته. بیا به یې د سترګو کاسې وخوټېدې. خو بېرته به یې زړه کلک کړ او لږ څه ډاډه به شوه چې نه هغه یواځی نه ده، هغې سره خپل زوی او دوه، درې کډې خپلوان دي. بیا به روانه شوه. بیا به یو دم ودرېده، لکه څوک چې ورپسې ژاړي. بیا به یې توبې وایستې او وه به یې ویل:  هر څه چې یې نصیب کې وي، هغه به ور رسیږي. په ټوله لاره یې اوښکې پر مخ روانې وې. بیا به یې کله، ناکله شاته وکتل، لکه چې د خپل ماضي انځور لټوي. له ډېرو دمځوو وروسته له پولی پوریوتل او له ښایسته غوټې لارې وهلو وروسته سرحدي ښارګوټي ته ورسیدل. څو ورځی یې هلته تېرې کړې او هغه له دې کبله چې د ګلبروترور وضیعت له یوې ګړۍ نه بلې ته خرابېده او ناروغتیا یې ستونی لا پسې مروړه. غمي ټول هغه څه چې له ځانه سره راوړي وو، هغه یې په خپلې مور ولګول.                                                    


د دغې سیمې د ډاکټرانو دې کور ودان وي. په دې پوه شوي وو چې رنځوره ترورۍ له لری ځایه راغلې او لږ څه شتمنه ورته ښکاره شوې وه، لکه د رنځور په وجود کې یې چې خپله مزدوري لیدلي وي.                                                                                   


په هر صورت د ګلبرو ترور حالت لږ څه ښه شو، بیا یې پنډوکي په سر کړ او د هغو خټینو کورونو په لورچې نور د دوئ په څېر ستړي زړونه اوسیدل، روان شو.                       


دغو کورونو له لرې د پردیسۍ د ترخه ژوند کیسې کولې. دلته هغه څوک اوسېدل چې د ګلبرو ترور په څېر له خپلې جونګړې او خپل پلرني ټاټوبي راورک شوي وو.                


ګلبرو ترور دغو خټینو کورونو ته په رسېدو سره خدای له خپل کلیوال دوست سره مخامخ کړه. د هغه نوم بهادرخان و. هغه پوره څو کاله مخکی د ټکې، آنې د پیداکولو په خاطر له خپل کلي راورک شوې و. خو د شمروزخان هغه پخوانۍ ښېګڼې یې لا هېرې کړې نه وې. هغه د ګلبرو ترورپه لیدو سره زېړ، زبېښلی ودرید، لکه خوب چې ویني. په هر صورت په ورین تندي یې کور ته بوتلل. کله چې بهادرخان د خپل کور په تمبو ورننوت نو له لری یې آواز کړ:                                                                                                


ـ وه د ښاپېرۍ مورې! چېرې یې؟ ګوره چې څوک مې له ځانه سره راوستي؟ هغه و چې  


 روښانې ترور د واره ځان له بچو سره دروازې ته رارسولی وو:                               


 ـ خدای می دې ترې جار کړي، داخو ګلبرو خور مې ده او بیا سره غاړېوتل. رښتیا دا به مې غمی زوی وي.                                                                                        


ـ هو خورې! غمی دی.                                                                               


  نامې خدای! غمی زوی مې خدای زلمی کړی او بیا یې له هغه سره روغبړ وکړ.   –


ـ هله ښاپېرۍ بچۍ!  له چاټۍ یخی اوبه راوړه، دوئ به تږي شوي وي.                       


ـ ښه مورې!                                                                                           


کله چې ګلبرو ترور اوبه وڅښلې او لږه دمه غوندې شوه. د بهادرخان اکا پام شو چې شمروزخان څنګه نشته؟ نو ګلبرو ترور ته یې مخ واړاوه او ویې ویل:                          شمروزخان لکه چې زمکی ته پاتی شوی؟                                                         –


له دې سره سم د ګلبرو ترور حالات بدل غوندې شو، په چرت کې شوه، لکه له شمروزخان سره چې د ژوند چارې سمبالوي او هډو هېڅ شي ته یې پام نه وي. خو غمي وروسته له سوړ اسویلي د خپل پلار ترخه کیسه بهادرخان اکا ته تېره کړه او هم یې د راتګ وجه ورته بیان کړه.                                                                                               


بهادرخان اکا ته خپلی پوښتنې چندان خوند ورنکړاو له خپله تپوسه بېزاره شو. له لږ ځنډ وروسته یې د هغه په حق کې ګلبرو ترور ته لاسونه پورته او دعا یې وکړه.                  


ـ خورې! باقي دې خېر وي. د غمي سرته دې خېر وي. له بدو بدترې شته دی!           


ـ هو وروره! شمروزخان په نیمه لار کې پرېښودو. اخر سر مو تر دې ځایه راورسید چې لا نور به څه کیږي.                                                                                      


ـ فکر دې پر ځای که خورې! رښتیا چې له ارمانه ډکه دونیا ده! د زوی سر ته دې دعا کوه او بل داچې ډېر فکر مه کوه. څه چې زمونږ په وس او توان کې وي، هغه ستاسې په مخ کې دي.                                                                                                     


 لنډه داچې ګلبرو ترور له بهادرخان اکا سره په یوه کور کې واړول او نورو خپلوانو یې د بهادرخان اکا په مرسته کرایې کوډلې(کورونه) پېداکړل او د کاروبار په لټه کې شول. بهادرخان اکا ټول عمر دیړي (ورځ مزدورئ) کړې وې او هغه هم په کودایې یعنې د زمکې د سینې په څیرولو او د پایپونو په غځولو کې. هغه اوس په دې کار کې پوره تجربه پېداکړې وه، خو یوه یې دوه شوې نه وه. څومره چې به یې ګټلې، هغه به یې بېرته په رنځورتیا لګولې. اخر ډېر ګران کار و. د سړي د زړه وازدې یې ویلې کولې.                             


 له څو ورځو تېرېدولو وروسته ګلبرو ترور بهادرخان اکا ته وویل:                             


ـ وروره! غمی هم له ځانه سره په کار کې شامل کړه، اخر تر څو به ستا بوټیو ته ناست یو!


ـ هېڅ پروا نه کوي خورې! ډېره مو ستاسې خوړلې او بیا تاسې خو لامیلمانه یاستئ.       


ـ خدای دې عمر ډېر کړه وروره! ته پخپله هم ماشومان لرئ او د هغوئ نفقه هم ستا په غاړه ده او بل داچې غمی به هم له کاره سره بلد شي. که ته دلته نه وای نو مونږ به څه کولی. دا خو ښه دی چې ته یې او مونږ راسن لکه په خپل کور چې راننوتي یو.                       


بهادرخان اکا یوه شېبه غلی و او بیا یې داسې خپلې خبرې سره پېوند کړې:                  


ـ خورې! دغه کار چې زه یې کوم، دغه کار مې په کاپر هم نه پیرزو کیږي! ډېر مرګونی کار دی. په یوه لاس به یې ګټې او په بل لاس به یې په ځان لګوې. د سړي بوټۍ خوري. ورک دې شي دا کار. په ژوند کې له سړي مړی جوړوي. ټوله ورځ بیل او کولنګ وي او زما وجود. ګوره دې تڼاکو لاسو ته مې او بل داچې د تن ټول پټونه او غوښې مې درد کوي. په دې کار کې هېڅ خوښ نه یم. مګر څه وکړم، پیسې نه لرم چې بل کاروبار ځان ته ولټوم او که نه یې کوم نو ماشومان مې وږي پاتې کیږي. خو غمي زوی له به مې چېرې د بل کار لټه کوم. هغه و چې خبره په کارونو راغله، د بهادرخان اکا ښځی وویل:                           


د پردولي زوی نن سبا ډېر په قل قلودی. په لږه موده کې د ښو شتو خاوند شو. تراوسه به ټولو ورته کباړي ویلې، خو نه پوهیږم څنګه یې لستوڼی غوړشو. خلک لا نور، نور څه هم وایې. پټې، پټې یې خبرې شاته کیږي چې په دې اخرو کې یې څه د هډوکو کاروبار شروع کړې.                                                                                                    


 ـ پرېږده د پردولي د زوی خبرې! هغه خو بیخي شرمونه شروع کړي. ټول ورپورې خاندي. یو، نیم لا وایې د ځان په څېر یې یو څو بدرنګ پېداکړي. د شپی قبرونه سپړي. بسته مړي په بوریو کې اچوي او تر پولې دېخوا یې د پردولي زوی ته رارسوي او هغه یې بیا دلته د ځان په څېرپه نورو ادم خورو خرڅوي. څو ورځی مخکې یې نوي قبرونه سپړلي وو چې د بوریو وږم یې بیا  دلته د پردولي د زوی کباړ خانه په سر اخیستې وه او ټولو لعنت پرې وایه. ډېرو ورسره کور کلی پرېښی. د هغه بیخي شکل او ګونه بدله شوې. رنګ یې ورکوه. او نور یې نوم  بیخي په خوله مه راوړه. توبې وباسئ. خدای دې زمونږ حیا او پرده کوي.    په دې وخت کې غمي ته د خپلې درې، د ګاونډیو کلیو هدیرې او په تېره بیا د خپل کلي هدیره ورپه یاد شوه. د خپلو، خپلوانو او خپلو کلیوالو د پلرونو او نیکونو قبرونه او له دې چې هم لږ لرې ورتېر شو، د خپل پلار د قبر سر ته ودرېد. وچولی یې تریو شو، ګونه یې بدله شوه او بې واره یې د بهادر خان اکا په خبرو کې ورودنګل:                               


 ـ نه، داسې کار هېڅکله هم نه کوم، هېڅ وخت نه، په ژوند کې نه. زما همدا پرېکړه ده کاکا. تاسره یو ځای به کار کوم. زه دلته هېڅ بلد نه یم او نه مې کوم کار زده او نه د دې ځای په لروبر بلد یم. یو ځای به ځو او یو ځای به راځو.                                                 


ـ چې ستا خوښه ده خوریه! نو ضرور به دې له ځانه سره بیایم، هېڅ فکر مه کوه.             بهادر خان اکا غمي ته د کار ضروري سامان الات واخیستل. هغه و چې د پشکال په سخته ګرمۍ کې یې په کال پیل وکړ.                                                                        


د غمي د دغه زړه خوړونکي کار لا یوه میاشت تېره شوې نه وه چې د هغه لاسونه تڼاکې او پولۍ یې وچاودې. ګلبرو ترور چې به د خپل زوی تڼاکو لاسونو ته کتل، نو د زړه هغه تڼاکې چې د شمروز خان له مړینې سره پېدا شوې وې، بې درېغه په دردونو پیل وکړاو تېرو یادونو او ماضي ته به یې یوړه. اخر خپل زوی یې نازولی لوي کړی و او ډېره پرې ټپرېدله. مګر خوارکۍ څه کړي وای، خېټه هم څه غواړي. څه وخوري او په څه ګوزاره وکړي. هغه شته او جایداد یې چې لاره، هغه خو د وخت دردوونکو څپېړو د خپل میړه سره یوځای ترې واخیستل(د چا خبره د خان خبرې له خانه سره لاړې)!                                           


غمي به کوښښ کاوه چې د زړه د تڼاکو ترڅنګ د لاسونو تڼاکې او د هډوکو دردونه له خپلې مور پټ وساتي. هغه بیا هم په دې خوشاله و چې له بهادرخان اکا سره ځي او راځي.      


اوس ګلبرو ترور هم په کراره، کراره د ژوند د نادودو او د خپل زوی د کله، ناکله تبې او ناروغتیا سره عادتېدله. ډېر کم وخت به پیداکېده چې په یوه یا دوو میاشتو کې به یې ډاکټران نه لیدل، په تېره بیا د ګرمۍ په موسم کې خو به د ډاکټرانو غواګانې لنګې وې او په دوکانونو به یې پوره، پوره بیروباروو. آن داچې ځینو ډاکټرانو ورله د مزدورۍ سیزن ویلې. ځینو به دې سیزن ته ورځې شمارلې او په همدې ډول د ګلبرو ترور د ژوند کیشتۍ روانه وه.        


 یوه ورځ ګلبرو ترور د کور په غولي کې ناسته وه چې ښاپېرۍ یې له مخې تېره شوه. د ښاپېرۍ په تېرېدو سره ګلبرو ترور ته عجیبه احساس پیدا شو. د لټو له دریابه یې راوویستله. یوه شېبه یې د غمونو پېټې له اوږو ښکته شو. د مخ په ګونځو کې یې د خوښۍ کرښې پیداشوې. موسکۍ شوه، زړه ته یې یو ډول قوت ورغی. ښاپېرۍ ته یې نارې کړې. هغه په منډو، منډو راغله:                                                                           


 ـ څه دې ویل ترورې، څه دې پکار دي، تږې شوې یې که څنګه    ؟                          


ګلبرو ترورسپکه پاڅېده او په دواړو آننګو یې ښکل کړه.                                      


ـ څه خبره ده ترورې! خیریت خو دی.                                                             


ـ هېڅ خبره نشته، زړه مې درباندې خوږ شو، د اوږده عمر خاونده شې او ورسره سم بیا لرې سوچونو یوړه:                                                                                   


هغه په خپلو جامو کې نه ځایږي، ښځې راټولې دي، دېرالونه وهي، دېګونه باندې دي، شمروز خان هم پوره خوښ ښکاري. اخر د زوی واده یې دی. د حویلۍ غولی نڅاوو په سر اخیستی او….ګلبرو ترور لا همداسې د خوښیو امېل جوړاوه چې ښاپېرۍ پرې غږ کړ:      


ـ ترورې چېرې یې؟ ایله چې ستا په شونډو مې خندا ولیده او ګلبرو ترور لکه له خوبه چې راویښه شي.                                                                                           


ـ او خدایه! دا په ما څه وشول. باقي دې خداې خیر پېښ کړي. له بدو بدترې شته. د غمي سرته دې خېر وي، د هغه عمر دې ډېر وي او بیا یې سترګې د ښاپېرۍ په لورې واړولې. په زیر، زیر یې له نظره تېره کړه، لکه په ړومبي ځل یې چې هغه لیدلي وي. لکه د هغې په سترګو کې چې خپله نیکمرغي لټوي. لکه چې د هغې په وجود کې په خپل پرهر زړه د مرحمو پټۍ ږدي او یو ځل بیا د خپل ماضي انځور راژوندی کوي او….                       


څو ورځی یې د ښاپېرۍ د خپلولو خبره په زړه کې ښکته، پورته کړه او څو چې زړه یې هو وکړه، نو د خپل زوی غمي تر غوږو یې ورسوله. غمي له ښې خوږې خندا سره وویل:      ـ مورې! ستا پرېکړه مې په تکو تورو سترګو قبوله ده، خو دا کار پیسې غواړي. مونږ دومره ګټو چې د ډوډۍ او دوایې بسنه هم نه کوي.                                               


مور یې وویل:                                                                                         


ـ که پیسې نه لرو، خدای خو لرو!                                                                  


 هغه و چې خبره یې د بهادرخان اکا او د هغې د میرمنې روښانې سره شریکه کړه. د بهادرخان اکا فکر ته راغله چې له دې بله ښه موقع نشته، څو د ګلبرو ترور دردمند زړه ته دوا ورکړي او د اندیښنو له ګردابه یې راوباسي. بې له دې چې د سلامشورې او سوچ کولو لپاره وخت وغواړي، بې درنګه یې خپلې میرمنې ته وویل:                                      


ـ هله روښانې پاڅېږه او یو څه خواږه راوړه چې خوله خوږه کړو، د نیکۍ په کار کې تادي 


 په کار ده، او په دې توګه د ګلبرو ترور دوه، درې کډې خپلوان او د بهادرخان اکا خپلوان سره کیناستل او کوژده په ډېره خوښۍ تر سره شوه.                                             


غمی د کوژدې په کولو زښت خوښ و او هغه داچې د هغه پوره یقین و چې په دغې کوژدې  سره به یې د مور په ستومانه ژوند کې د خوښیو او امیدونو سپرغۍ وځلیږي او لا اقل ښاپېرۍ ته په کتو سره به یې د غمونو بوج یو څه له اوږو ښکته شي.                       


رښتیا ګلبرو ترور د خپل زوی په کوژدې ډېره خوشاله وه. لکه تږي بنده ته چې د اوبو ډک جام ورکړې. غمی مور ته په کتو هم پوره خوښ مالومېده او د خپل مور په وجود کې یې د خوښۍ نښې ښکاره لیدې، ته به وای په خپله جونګړه کې په کار بوخته ده او هډو ځان ته یې پام نه دی. کله، ناکله به د بهادر خان اکا هم یوې، نیمې ټوکې ته زړه شو، نو ګلبرو ترور ته به یې وویل:                                                                                        


ـ خورې! کاشکې دا کار مې ړومبی کړې وای. ستا خو نامې خدای رڼګ او روخ تازه شو. او ګلبرو ترور به له خندا شنه شوه:                                                                   


ـ ټول ستا له دعا او برکته دي وروره! اورېدلي دې نه دي چې (ښه دوستان له ورونو هم خواږه وي).                                                                                           


ـ خورې! د شمروز خان ورور ښیګڼې نه یواځې له مونږ سره وې، بلکه هغه خو د کلي له ټولو اوسیدونکو سره د یوه سکه ورور په څېرو. خوږ ژبی او دروند سړی و. رښتیا یې ویلي چې (د ښو خلکو عمرلنډ وي). پرښته د انسان په جامه راغلی و. او….                


وختونه روان وو او ورسره د بهادرخان اکا او غمي کیندنې او د پایپونو غځول. هره ورځ به دوئ وو او د ځمکې د سینې څېرول. ځینې وخت به کیندنې دومره سختې شوې چې د چا خبره له لاده، باده به یې وویستل. یو، نیم وخت به غمی بې حوصېلې شو. په ځانګړې توګه د قیر شوو او کانکریټي سرکونو په دواړو خواوو کې به کیندنې زړه خوړونکې وې. ځینې وخت به د کیندنو په مخکې لویې ډبرې راغلې چې کیندنې به یې ناشونې کړې. خو دا د دوئ ورځنی کار وو. په اولو کې به د غمي نچې ډېرې ژر تنګېدلې او د غصې نه به شین شو، خو بهادر خان اکا به ورته وویل:                                                                        


 ـ بچیه! حوصېله دې پر ځای کړه، دا د یوې ورځی او یوې اونۍ کار نه دی. دا زمونږ ژوند دی. دا سرکونه په اسانۍ نه دي جوړ شوي، په تېره بیا په غرونو کې او یا هم د غرونو په لمنو کې دا کار د ډېرو کاریګرو په مړینه او ژوبلې تمام شوي. د دې کار کول د اوسپنې د نینو چیچل دي! د کار په وخت کې دې تل ځان ته پام وي څو ژوبل نشې.                      


 ژوند همداسې تېرېده او ورسره د بهادر خان اکا او غمي کار هم په درز روان و. د غمي هم له پخوا پر تله تبه جوړه وه. له یوې خوا یې مور د ښاپېرۍ په خپلولو خوښه وه، پخوانۍ لټې یې یو څه کمې شوې وې او له بلې خوا دادی یو کال یې له کوژدې تېرېده او په دې تکل کې و چې څرنګه خپله حیا له خپله کوره کړي. سره له دې چې دومره څه یې نه درلودل چې واده پرې وکړي. خو کله چې د واده خبره یې د بهادر خان اکا او د هغه میرمنې غوږونو ته رسولې وه، نو هغوئ ورته د هوکړې سر خوځولی و او خپله خوښه یې د ګلبرو ترور له خوښې سره تړلې وه. همدارنګه د بهادر خان اکا د پردیسۍ په دې تریخ ژوند کې یواځینۍ هېله داوه چې د ګلبرو خور په شونډو خندا وګوري. دا یې هم ویلي وو چې غمی له خپل اولاد نه کم نه ګڼي. دوئ په دې سلا شوي وو چې د اوړي د سختې ګرمۍ په کمېدو سره به د خیره د غمي او ښاپېرۍ د واده بندوبس کوي. غمي د خپل واده په نژدی کېدوسره د اضافه کارۍ په کار هم پېل وکړ، ترڅو یو څو ټکې زیاتې وګټي. هغه په دې پوهېده چې د واده کولو توان پکې نشته. بس دومره وشي چې خپل او د بهادر خان اکا خپلوان او نږدې ګاونډیان سره راټول او ناوې له کوره کړي.                                                                        


دادی د پشکال ګرمي هم په تېرېدو وه. د غمي د کار انډیوالان هم په دې پوره خوښ وو.   ځکه د ګرمۍ په موسم کې د کار نه به غیر سړی سوځي، پاتی لا دا چې د کیندنې کار هم ور سره ولري. څو ځلې به غمي او ملګرو یې کمیسونه وېستل او زبېښل به یې او بیا به یې بېرته اغوستل. باور وکړئ د سړي د نس وازدې یې ویلې کولې او….خو غمی د ګرمۍ اوږدېدو ته خوشاله و.، ترڅو لږه غریبي یې د واده کولو پورې کړي وي. همدا وجه وه چې ځان ته یې ځان نه ویلې او اضافه کارۍ ته یې بډې وهلې وې. له بل پلوه ګلبرو ترور او د بهادر خان اکا ښځې د ټکې، ټوکې په اخیستلو پیل کړی و، تر څو ځان برابر کړي.             دواده بندوبس هم روان و او ورسره د غمي غریبي هم.                                         


 هغه لا څه کوې چې دوه، درې ورځې کېدې چې د غمي او د هغه د ملګرو کار لږ څه د مزې شوی و او هغه داچې د یوه زوړ کلي له اړخه سړک تېرېده، آن دا چې یو شمیر کورونه هم د نقشې له کبله وران شوي وو. د بیل او کولنګ کار دومره سخت نه و، لکه کانکریټي او قیر سړکونه چې به یې ماتول. ټول خوشاله وو. ځکه د ښایسته دوه، درې اونیو کار پکې وو. غمی د نورو ملګرو پر تله دوه چنده خوښ و. دا ځکه چې له یوې خوا د زمکې څیرولو دومره زور نه غوښته او له بلې خوا د یوې میاشتې په دننه کې یې واده هم د کېدو و. اوس کار پوره خوند ورکاوه. د کار هغه ړومبۍ ورځې یې هم تر سترګو کېدې چې بې حوصېلې کېده به او اندامونه به یې کاواکه لړزې نیول. دا لا همداسې په کار بوخت و چې ناڅاپه تېرو یادونو په خپله لمنه کې راونغښت:                                                                  


 خپل پلرنی کلی، له هلکانو سره لوبې، د مور له لاسه د مستو ډکې کټوې، له پلار سره په کار کې مرسته، د کلي ناري او دودونه، ودونه او په هغو کې نڅاوې، په ډولۍ د غوزانو او میوو شیندل او خدای خبر که بهادر خان اکا پرې غږ کړی نه وای چې د کار وخت پای ته ورسید، نور به یې څه، څه سره غوټه کول.                                                                 


                                                                             .یرا کاکا! هر څه دې راله ګډ، وډ کړل –


                                                                                                                   ولې بچیه؟ –


ـ په کلي کې ومه. د مور د مینې او محبت نه نیولې، بیا آن د کلیوالو تر دودیز ژوند او رسمو رواجه رارسیدلی وم.                                                                                  


بهادرخان اکا د خندا شین شواو زیاته یې کړه:                                                     


ـ بچیه! هغه د خوب لیدل وو، تیر شو. راځه چې مور به دې راتلو ته لارې څاري.           


د غمي په څېر ګلبرو ترور ورځ خو لا څه کوې د شپې هم له سوچونو نه خالي نه وه. هغې هم د ګرمۍ له وجې خپل کټ د کور په غولي کې اچولی او شنه آسمان ته ګوري. لکه چې د ستورو مېلمنه ده. خو داسې نه ده. هغه هم په پردیسۍ کې د غمي د واده له کبله د تشویشونو په لمن کې ده او وایې:                                                                  


کاش د وطن شته وای او د خپل زوی ناوې یې په نڅاوو او ګډاوو د خپل کور انګړ ته راننه ایستې وای. کاش شمروز خان ژوندی وای او په خپلو سترګو یې د خپل زوی ښادي لیدلې وای. هغه هم د دې ورځی ډېر ارمانجن و. څه ترخه حالات راغلل. نه شمروز خان شته او نه د کلي جموجوش. د پردیسۍ دې بې خوندو شپو ته ګوره. بیا یې توبې وایستلې او ویې ویل:


ـ له دې بدتره دې نه وي او….                                                                      


 د غمي د کار وروستۍ اونۍ راورسېده. هغه د خپل شیف(مشر) سره خبره کړې وه چې یوه میاشت به د خپل واده له کبله رخصتي کوي. مشر یې هم ورسره سر خوځولی و او د یو څه پېشکۍ ټټر یې هم ورته وهلی و او…د هغه د وروستۍ اونۍ کار خپلې دریمې ورځې ته داخلېدو چې ټوله شپه د اوړي موسمي اورښت اوورېد او لا پسې ورېده. ټول خوشاله وو او ګومان یې کاوه چې نوره د ګرمۍ تبه وشلېده. اورښت همداسې اورېده چې غمی او بهادر خان اکا د کار په لور روان شوو. د مور یې هډو زړه نه کیږي چې زوی یې کار ته لاړ شي. څو ځلې یې ورته وویل:                                                                              


 ـ زویه! ټوله شپه باران اورېدلی او اوس هم اوري. ټول وطن خټی، خټی دی او بل دا چې په دې اورښت کې به څنګه تر مازیګره کار وکړې، خدای مه کړه ناروغه نشې.                


ـ مورې! نور هم کار ته ځي او که زه لاړ نه شم، نو مشر به په غصه شي او بل دا چې دوه، درې ورځې وروسته هسې هم یوه میاشت رخصتي کومه.                                       


  اخر باران دی زویه  او زما  ګومان نه کیږي چې تر مازیګره دې ودرېږي!                 –


ـ نه مورې! بهادرخان اکا هم روان دی، هغه خو له ما سپین ږیری دی. مه مایوسه کېږه مورې او….                                                                                          


غمی کله چې له غټې دروازې وته، نو شا ته یې وکتل، ګوري چې مور یې همداسې ولاړه ده. هغې ته د باران څاڅکي د ږلیو د دانو په څېر ښکارېدل، لکه د هغې په زړه چې لګیږي. څه وکړي اخر مورده. غمی بېرته  وګرځېد، د مور لاسونه یې ښکل کړل،هغه یې لږه تسلي کړه او له دروازې ووت.                                                                                   


په ټوله لاره یې مور سترګو ته نېغه ولاړه وه چې دې یې هم بې چرته کړې و. هغه و چې د مور په چرتونو کې ډوب د کار ځای ته ورسید. په کالو کې یې وچ ځای پاتې نه و. د کار ځای خټې، خټې و. د تېرو ورځو په کیندنو کې اوبه ډنډ ولاړې وې او باران د چا خبره همداسې په کاسو یې اړاوه. یو خو هم د کلي د چپه شوو دیوالونو له خاوروخټې او چکړې جوړې شوې وې او بل دا چې اورښت لا پسې ډېرولې. غمی او ورسره بل ملګری یې د تقسیماتو له مخې د یوه ویجاړ شوي کور په یوه کونج کې په کارپېل وکړ. یوه ټوټه زمکه یې لا کیندلې نه وي چې بیا د واره د اوبو ډنډوکی ترې جوړشوی وي. ځینی وخت به دې ته اړ شو چې اوبه د بالټي یا بېلچې په مرسته یوې خواته وغورځوي او بیا د زمکې په څیرولو بوخت شي. په داسې حال کې چې له پوزې یې اوبه څڅېدلې خپل ملګري ته وویل:                            


ـ نن خو کار دومره سخت دی، لکه د تېرو دوه، درې اونیو کسات راڅخه چې اخلي.           ـ زه یې هم تر سیږمو راوستی یم.                                                                   


غمي ته د خپلې مور خبره نېغه ودرېده (ټوله زمکه به خټې، خټې وي او بله دا چې په دې باران کې به تر مازیګره څرنګه کار وکړې) ؟ سر یې وخوځاوه او ویې ویل:                 


 ـ رښتیا دې ویل مورې!  لکه زما له زړه چې خبره وې او بیا یې له خپل ملګري سره یو ځای  غبرګ کولنګونه د زمکې زړه ته ونیول. لکه له دښمن سره یې چې جګړه وي. لکه له زمکې سره یې چې جګړه وي. لکه د دې زوړ کلي سره یې چې جګړه وي.                   


 دواړ خولې، خولې وو. باران همداسې په شړق ورېده او د غضب څپېړه یې دوئ ته نیولې وه. بس جګړه همداسې ګرمه روانه وه. قسمت ته ګوره چې د غمي د کولنګ ګوزار د برېښنا په یو غلچکي کیبل چې د ویجاړ شوو کورونو د استوګن کوونکو په مهال د زمکې لاندې تېر شوې و برابر شو او د سترګو په رپ کې یې د غمي او د هغه د ملګري زړونه له حرکته وغورځول. هېڅوګ هم نه پوهېدل چې دلته دې د برېښنا تار تېر شوی وي.                   


ټول ګاریګر هک پک شول. کار ودرید. لارې چارې ولټول شوې او په ډېر احتیاط سره د غمي او د هغه د ملګري ستومانه، په خټو لړلي او برېښنا ځپلي مړي راویستل شول. بهادرخان اکا زېړ، زبېښلی ولاړ و. خو هېڅ یې هم له وسه پوره نه وو، لکه د هغه له تنه چې هم ساه وتلي وي.                                                                                


باران همداسې په قهر ورېده چې بهادر خان اکا د غمي جنازه کور ته راوړه. ګلبرو ترور منډې کړې چې د خپل زوی له حاله ځان خبر کړي. هکه پکه شوه، زړه او پښو يې سستي وکړه . څو ځلې بیا یې خپل زوی ته وکتل، خو بیا یې هم څه له خولې راو نه وتل. لکه چې نه غواړي د خپل زوی خوب خراب کړي.                                                         


هلته د انګړ په یو کونج کې ښاپېرۍ حېرانه، دېرانه ولاړه او دوه رڼې اوښکې یې له ورایه ځلیږي، ته به وای بیګاني او اوسني اورښت نظرانه ورکړې.                                  


                                         ***


د غمي له مړینې سره جوخت د ګلبرو ترور اعصابو کار پرېښود. هغه به اکثره وخت ببر سر د غمي د قبر خواته ښکارېده. کله به یې خندل او یا به غمي ته په خبرو سر وه.