کور / هراړخیز / په دوستۍ کې د وړو نيمګړتياوو لټول

په دوستۍ کې د وړو نيمګړتياوو لټول

د نيمګړي دنيا کارونه، چې هر څومره ښه پر مخ روان دي او يا څوک په خپلو هر ډول دندو کې بريالي دي، دا ټول په ملګرو او دوستانو پورې اړه لري. خو داسې دوستان، چې په رښتيا دوستي پاللى شي او هر څوک چې په دنيا کې ښه دوست او ملګرى ولري، نو هغه به په خپل ژوند کې ډېر کامياب وي. هلته نوموړى ډېر کامياب پاتې کېدلى شي، چې په خپل دوست يا ملګري باندې باور وکړي او که چېرې دى پرې باور ونه کړي، نو دا کس خپل ملګري ته هم بې باوره ښکاري او باور پرې نه کوي.
نن سبا په پر مختللو هېوادونو کې داسې حالت راغلى، چې زياتره خلک په خپلو کارونو کې ډېر بوخت دي او دې ته وخت نه شي پيدا کولاى، چې خپل ملګري يا انډيوال له پښو غورځوي او يا يې هم د خپلو شخصي ګټو لپاره تورې شپې ته ورټېل وهي. دا دوکه خو دوى يوار نه کوي، خو پر ځاى يې هڅه کوي، چې وخت پيدا کړي او د خپل نږدې ملګري سره مرسته وکړي او هم يې په خپله وسپارل شوي دنده کې په ډېر وړوکي کار باندې وهڅوي، تر څو سړى تشويق شي او د سبا لپاره يې کارونه مثبت لوري ته روان شي او نوموړى په کې کامياب راووځي.
دوى د خپل ژوند په روان بهير کې دې ته هېڅ وخت نه ورکوي، تر څو د يوه انسان سپکاوى په داسې شکل سره وکړي، چې په هغه کې يې يوازې د خپل ځان ګټې نغښتي وي. دوى اکثره انساني ارزښت ته ډېر قايل وي او نه غواړي، چې په دوستۍ کې ډېرې وړې نيمګړتياوې هم رابر سېره کړي او يا په دې کار کې ځان ښودنه وکړي.
موږ دلته په خپلو سيمو کې ليدلي، چې د دوو کسانو تر منځ دوستي او ملګرتيا په لنډ وخت کې د مينې او خوږلت تر لوړو پوړيو پورې رسيږي، خو چې کله کوم يو د مقابل ملګري وړې نيمګړتياوې راوسپړي، نو خوږه انډيوالې يې په لومړي سر کې داغداره شي او وروسته بيا داسې حالت ته ورسيږي، چې دغه دوه ملګري د يو او بل د روغ او رنځور پوښتنه هم نه کوي.
که څه هم د اتفاق او يو والي فرهنګ د نړۍ په زياتره هېوادونو له افغانانو او په خاص ډول له پښتنو زده کړى. خو نن برعکس يو شمېر پښتانه د يو او بل سره داسې ضد او ناوړه چلند يا رويه کوي، چې په هغه کې يو والي ته زيان رسيږي او په موږ کې بې اتفاقي رامنځته کوي.
خوست ولايت هم له دې ناروغۍ څخه خلاص نه دى. په خوست کې يو شمېر خلک دي، چې د خپلو شخصي ګټو په غرض نه يوازې د خپلو نږدې انډيوالانو د پرمختګ مخه ډب کوي، بلکې په لوى لاس يې داسې کندې ته ورټېل وهي، چې د سبا لپاره خپل ځان لوړو پوړيو ته پرې ورسوي او نږدې ملګرى په تيارو کې پرېږدي. دوى هغه وخت ډېر خواږه وي، چې کله يې ګټې درپورې خوندي وي، خو چې کله يې ګټې د خطر سره مخامخ شي. نو هغه بيا سم د لاسه ستا پر خلاف دريږي او ستا په اړه داسې ناوړه تبليغات کوي، چې موږ يې دلته په ليکنه کې د بيان وس او توان نه لرو او دا کار په خوست ولايت کې زموږ مشران او مخور شخصيتونه ډېر ځوروي.
که چېرې زموږ په منځ کې دا ناوړه پديده او دغه د سرطان ناروغي همداسې دوام وکړي، نو همداسې به په راتلونکې کې له هر ډول پرمختګ څخه پاتې وو لکه څه ډول چې اوس د ناپوهۍ او جهالت په تيارو کې خپل ژوند پر مخ وړو. موږ اوس په خپل منځ کې داسې حال ته رسېدلي يو، چې په يو او بل باندې باور نه شو کولاى او نه هم په خپلو منځو کې د ډاډ او اعتبار فضا ټينګولاى شو. موږ چې کله يو چاته د اصلاح لپاره مشوره ورکوو، نو زموږ په هره خبره باندې دوى شک کوي او د اصلاح خبره د زړه تل ته نه کوزوي.
له دې وروسته موږ ټولو ته په کار ده، چې د خپل نږدې ملګري، دوست او يا هېوادوال وړې نيمګړتياوې ته ګوته ونه نيسو. بايد د نوموړي هغه کارونه، چې زيات يې مثبت وي راوسپړو، ځکه په نړۍ کې چې هر څومره انسان دي دا ټول خداى ج په بېلو، بېلو څېرو، خويونو او کړو وړو کې پيدا کړي دي. د خپل ملګري يا دوست د وړو نيمګړتياوو د پلټلو په اړه محمد حجازي وايې:(( په دوستۍ کې د نيمګړتياوو لټول د ګرانښت زړه کمزورى کوي، دا داسې مثال لري لکه د ډېرې ښکلي بد اخلاقې انجلۍ کړه وړه بيانوي او په بيان سره يې دومره بدرنګي رابرسېره کيږي، چې ښکلا يې له منځه وړي.)) د نوموړي دا خبره ځکه ډېره ارزښتمنه او پر ځاى ده، چې که دې ملګرى هر څومره ښه او په تول برابر سړى وي. خو کله چې يې واړه عيبونه راوپلټل شي، نو خلک ډېر په سپک نظر ورته ګوري.
د دوستانو سره د دوستۍ پالل او د دوستانو پيدا کول دومره ارزښتمن دي، چې هر کله سکندر کبير د مقدونيه پر تخت کېناست، نو هر څومره ځمکه او شتمني چې يې درلوده او يا له پلار څخه ورپاتې وه دا ټوله يې پر دوستانو او ملګرو ووېشله.((پردېکاس)) پوښتنه وکړه، چې: (( د ځان لپاره د څه پرېښودل؟))سکندر کبير ځواب ورکړ، ما داسې شتمني تر شا پرېښوده، چې له مرګ وروسته به هم زما په ښه راشي.
د سکندر کبير دا هستي، چې نوموړي ته پاتې شوه د ده دوستان او ملګري وو، چې له مرګ وروسته يې دده پر شخصيت اثار وليکل او دده يې ډېر درناوى وکړ. زموږ په منځ کې دې خداى ج نور دا ناوړه پديده ورکه کړي، تر څو مو ژوند د نفرت پر ځاى په محبت کې تېر شي.
په همدې هيله