افغان عسکر په اعتراض کی دوه خارجی عسکر ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 23rd, 2012


رویټرز آژانس په خپل تازه راپور کی خبر ورکړ چی نن د افغانستان په ختیځ کی یو افغان عسکر پر بهرنیو پوځیانو حمله وکړه او په پایله کی یې دوه خارجی عسکر ووژل او ښایی دا د امریکایی پوځیانو لخوا د قرآن مجید د سوځولو انتقام وی .
رویټرز زیاتوی چی ښایی وژل شوي پوځیان هم امریکایان وی . دا حمله وروسته له هغه وشوه چی طالبانو پر افغانانو ږغ وکړ چی پر بهرنیو پوځیانو انتقامی حملې وکړی .
پخپله ایساف او ناټو تر اوسه د دې تازه برید په اړه څه نه دی ویلی .

Copyright Larawbar 2007-2024