د پېښور پر يوې تاڼې ځانمرگي بريد کوونکو بريد کړى.

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | فبروري 24th, 2012


پېښور : د پېښور په ښاري سيمه کې څو ځانمرگي بريد کوونکي يوې تاڼې ته ننوتي او د بريد او ډزو په ترڅ کې د تاڼې د پوليسو د مشر په گډون درې پوليس چارواکي وژل شوي او اته ټپيان دي. د پېښور د پوليسو د مشر امتياز الطاف په خبره دوه پوليس وژل شوي او شپږ ټپيان دي. د بلې خوا د شيخ عبدالله عزام په نامه يوې ډلې د پېښې مسؤليت منلى دى.

Copyright Larawbar 2007-2024