کور / تازه خبرونه / بغداد: ننیو بریدونو ۳۵ کسان وژلي

بغداد: ننیو بریدونو ۳۵ کسان وژلي

د عراق پلازمینه بغداد کې د چاودنو او ډزو له امله لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. پلازمینې ته څېرمه شعیه میشته سمیه کراده کې چاودنې هغه مهال وشوې چې د سهار په ګڼه ګڼو کې خلک خپلو کارونو ته روان و. د امنیتي چارواکو د وینا له مخې د بریدونو موخه عراقي پولیس و. د عراق په یوه بل ښار صرافیه کې وسلوالو پر پولیسو ډزې کړي او شپږ کسان یې وژلي دي. د کاظمي ښار کې هم د چاودنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي. تر اوسه پورې کومې ډلې د چاودنو مسولیت نه دی منلی. داسې راپورونه هم شته چې د عراق په نورو ښارونو لکه ، بعقوبه، کر کوک، صلاح الدین او داله کې هم بریدونه شوي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې لا کره معلومات نشته. تیره اونۍ هم د پولیسو یوه روزنځای ته نږدې ځانمرګي برید اتلس کسان ووژل. د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په عراق کې بریدونو زور اخیستی. په عراق کې د سنیانو او شعیه ګانو تر منځ مخالفتونه ورځ په ورځ ډيریږي. د امریکايي ځواکونو له وتلو یوه ورځ ورسته محکمې د ولسمشر دمرستیال طارق هاشمي د جلب پاڼه ولیږله چې هاشمي یې د یو شمېر لوړپوړو چارواکو د وژلو په هڅه او همدا رنګه په شعیه میشتو سیمو کې د چاودنو په تور د پوښتنې او ګرویږنې لپاره غوښت. طارق هاشمي دا تورونه رد کړي او اوس مهال د عراق په کرد کې ژوند کوي.