خوست : دنيالګيو کينول په شانداره جشن سره پيل شول
د پنجشنبې په ورځ، چې د کب د مياشتې د ١١مې نېټې سره سمون خوري په ټول افغانستان کې په ځانګړې توګه د خوست ولايت په مرکز او ولسواليوکې د زرغونتيا ،رنګينۍ اوښکلا په موخه د نويو نيالګيو د کينولو لړۍ د متون په تاريخي تپه د شانداره جشن په جوړولو سره په داسې حال کې پيل شوه، چې په خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي سربېره په کې د ولايتي شورا استازو،قومي مخورو مشرانو،ديني علماء کرامو،له کابل څخه راغلي پلاوي ،دمدني ټولنو غړو ،خبريالانو او په سلګونوعامو وګړو ګډون کړى وو.
دخوست ولايت دزرغونتيااو سمسورتياپه وياړدغه جوړشوى شانداره جشن دقاري صاحب حيات نور لخوادمبارکوايتونوپه تلاوت سره پيل شوه.ترتلاوت وروسته ددغه ولايت قومي مخورشخصيت حاجي صاحب ناظم ځدراڼ د جوړشوي پروګرام په اهميت او تړاو باندې رڼا واچوله ،ده وويل زه ډير دخوښۍ او خوشحالۍ احساس کوم ،چې ترلسيزو جګړو او بدمرغيو وروسته يو ځل بيا دولتي چارواکي ،د ملکي او نظامي ادارو مسوولين اوعام ولس دپيل کيدونکي پسرلي په غيږه کې په ملي فکراواحساس دخپلې دزرغونتيالپاره راټول شوي اوپه ډيرو پرتمنيومراسمو کې ياده ورځ لمانځي.ده زياتوله ددې لامل دادى چې اوس په دغه ولايت کې يوه فعاله ،کاري اوولس ته دخدمت لپاره ژمنه اداره شتون لري چې غواړي په داسې ملي ،تاريخي اورنګينو ورځوسره دې هېواد اوخلکوته خوښۍ اونيکمرغۍ راوړي.حاجي ناظم ځدراڼ په ټولو خلکوباندې غږ وکړچې تردې زيات دخپلې ولايتي ادارې سره په هره برخه کې همکارشي اوله کابل څخه راغلي پلاوي يې غوښتنه وکړه ،ترڅو په دغه ولايت کې دملکي اداروپه اکمال ،تجهيز اوسمون کې زياته توجه وکړي.نوموړي دنويونيالګيودکينولو په اړه وويل چې مونږ ټول قومي مخورمشران چمتويو ترڅو په خپل لګښت سره په هره سيمه کې نوې نيالګي کـښينوو او پالنه يې هم وکړو.
بل مخور مشرحاجي صاحب رسول محمد تڼي بيا د سمسورتيا او زرغونتيالپاره دجوړشوي جشن ستاينه وکړه اوداکاريې ديوځانګړي احساس پايله وبلله ،ده وويل چې مونږبايد له نورو څه ونه غواړو بلکې په خپلو مټو،کړنو او زيارسره خپله سيمه اباده کړو،ده وويل چې ټول بايد په هره برخه کې خپل هېواد جوګه شو.
د علماوو استازيتوب مفتي حبيب الرحمن خوستي خبرې وکړې ،نوموړي په خپلو خبروکې دې دا ډول اغيزمنو پروګرامونو جوړول په ولسونو کې اسلامي اړخه دهېوادجوړونې اوملت جوړونې انګيزه پياوړې کوي،ده وويل چې ټول ولسونه اسلامي مسووليت لري ترڅو له سره د نن ورځې د پيل شوى کمپاين په ترڅ کې هرچيرته دښکلا لپاره ونې کينوې ،ترڅوهم ترې خداى پاک ج خوشحاله شي اوهم يې دې ولس ته خدمت کړى وي.اوکړنې يې په صدقه يې جاريه کې شاملې شوې وي.
دقومونو پيوستون شورا مشر الحاج غازي نواز تڼي دخوست ولايتي ادارې لخوا دولس په ملاتړ دپيل شوي کمپاين ستاينه وکړه ،اوپه خلکوباندې يې غږوکړ چې دخپل هېواد اوخاورې سره دمينې پربنسټ په هره سيمه کې نوي نيالګي کينوي ،ترڅو په راتلونکي کې زمونږ سيمه زرغونه او چاپيريال مو پاک وي.ده زياتوله چې ددغه جشن جوړيدل په واقعيت کې د ولايتي ادارې د صادقانه کړنو اوفعالينونو څرګنده بېلګه ده چې ،د ډاډمن امنيت په فضاء کې يې دخلکوپه منځ کې لمانځنه کوي.
حاجي حيدرګل منګل په خپلو خبروکې له ولسونو وغوښتل چې دکرنې رياست اوښاروالۍ سره دکېنول شويو ونو ساتنه او پالنه وکړي ده وويل چې يوازې ونوکينول کفايت نه کوي بلکې په پوره مسووليت سره بايدد هرې ونې پالنه او ساتنه وشي .حاجي حيدرګل منګل زياته کړه چې مونږ بايد مثبت کارونه وستايو اوملاتړ يې وکړو او هيڅکله په مثبتو کړنو باندې پرده وانه چوو.
د ځاځي ميدان ولسوالۍ قومي مشرحاجي نوفياخيل په خوست مېشتوباندې غږ وکړ ،ترڅو هريو په خپله سيمه کې دوه دوه ونې کينوي او پالنه يې وکړي.نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې ددې ترڅنګ مونږ ټول بايد دسولې ،امن اوثبات دټينګښت لپاره کارترسره کړو ،چې له هره اړخ مو وطن ابادشي.
دولايتي شورا مشرالحاج مراد خان منګل په خپلو خبروکې ددې يادونه کړه چې ،خلک ترپخوا زيات دخپلې سيمې پرمختګ اوترقۍ ته متوجه شوې دي اوغواړي په ډيره ليوالتياسره په ټولو اغيزمنو کړنوکې برخه واخلي ده وويل چې خوست دهېوادلپاره دپرمختګونو يوه دروازه ده ،چې بايد دهمدې دروازې څخه دهېواد نورو ولايتونوته دزرغونتيا اوپرمختګ پيغامونه واستول شي.ښاغلي مرادخان منګل زياته کړه چې په خپل نفس حاکميت بريا ده ،مونږټول بايد دخپل هېوادپه جوړولو اوسمسورولو کې په بشپړحاکميت سره برخه واخلو.
ورپسې دخوست ولايت مشرتابه ښاغلي عبدالجبارنعيمي د جوړشوي شانداره جشن او يادې ورځې د لمانځنې د اهميت په تړاو ارزښتناکه ويناوړاندې کړه. نوموړي وويل :چې ملت جوړونې اوهېوادجوړونې لپاره زمونږ هره راټوليدنه ولس ته څرګندپيغام استوي ،خوښ يم چې نن ورځ بيا ټول دډاډمن امنيت په فضاکې راټول شوي يو اوددغه ولايت دسمسورتيا ،زرغونتيا اورنګينۍ لپاره موپه ځانګړي پروګرام ګډون کړى اوپه دې برخه کې په اتحاد اسلامي اوملي مسووليت سره اغيزمن ګام پورته کوو.ده زياته کړه چې په خوست کې د ډيرو نورو پرمختګونو لپاره هم زمينه مساعده شوې خوهغه څه چې لا هم زمونږ دادارې په وړاندې خنډ دى هغه بې ځايه شخړې ،ناحقه دعوې ،دغرونو ،څړ ځايونو پرسرلانجي دي ،چې د ولايتي ادارې ٨٠ سلنه قيمتي وخت يې ضايع کړى دى ښاغلي نعيمي په ادارو کې مثبت بدلون ،سمون او ولسونوته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو بهيردخپلې ادارې دکاري فعاليت لاره وګڼله ،او ويې ويل چې زمونږ هېواد دنورو پرمختګونو ترڅنګ دسولې ،امن او ثبات لپاره صادقانه هڅې غواړي چې ددې سيمې هرفرد فرد بايد دټولو بدمرغيو او بې عدالتيو په وړاندې د مبارزې ډګر ته راشي ،په ټولنيز ،اسلامي او ملي مسووليت سره د قومي شخړو په هواري ،دناوړه دودونو د واکمنۍ د پاى ته رسولو،اداري فساداو غصب په وړاندې د روانې مبارزې ترشا ودريږي ،ترڅو په په واقعي توګه ذهنيتوته دسولې اوامن دراتګ لپاره چمتوشي.
نوموړي د نويونيالګيو د کينولو په وياړ د جوړشوي جشن په تړاو وويل:چې د سيمې د زرغونتيا اوسمسورتيا لپاره بايد ټول قومي مخور مشران ،ديني علماء کرام ،ملي سوداګر،په عربي متحده اماراتوکې د خوست مسافر،د مدني ټولنوغړي ،د خبري رسنيو استازي ،ښوونکي ،زده کوونکي ،ماشومان ،ځوانان او خويندې د ډول، ډول نيالګيو په کېنولو کې برخه واخلي ،او ددې مسووليت له مخې يې پالنه اوساتنه هم وکړي.ده وويل چې د ونوکينول د هرافغان وجيبه ده ،چې بايد پاملرنه ورته وکړي دنوموړي په خبره چې سږکال به د پنځه ميليونو په شاوخوا کې ډول، ډول ونې کينول شي. خوست والي په خپلو خبرو کې دې ته هم اشاره وکړه په هره سيمه کې د ونوکينول ،د سرکونو ،پلونو،ښوونځيو ،مدرسو او نورو ټول ګټو پروژو جوړول صدقه جاريه ده او زيات ثواب لري.
همداشان نوموړي وويل :چې دخوست دپرمختګ ،ترقۍ اوبيارغونې لپاره زمونږ هڅې دوام لري .د خوست ولايت مشرتابه په خپلو خبروکې دا هم وويل چې سږ کال مې يوګډکميسيون ته دنده سپارلې ترڅو د متون د تپې په سره دقشرلپاره دتاريخي يادګارپه توګه ځانګړي ځايونه دونوکينولولپاره بېل کړي ،ترڅو ټول په کې برخه واخلي او ددغې غونډۍ څخه يوتاريخي اوښايسته باغ جوړکړي.وروسته خوست والي دکرنې رياست لخوا دبزګرانو لپاره ځينې برابرشوي زراعتي سامان الات دخوست دمرکز او ولسواليو څخه راغليوبزګرانوته ډالۍ کړل.اوله دوى يې وغوښتل چې په دې سره دکرنې دپرمختګ په ډګرکې کارواخلي.دجشن په پاى کې خوست والي په داسې حال کې چې په سلګونو ګډونوالو يې ملتيا کوله د متون تپې پر سر په ځانګړي شوي ځاى کې په خپل لاس دونې په کينولوسره د جوړيدونکي تفريحي باغ پرانيسته وکړه .او په خلکو يې غږ وکړ چې همدا اوس د خوست د زرغونتيا او سمسورتيالپاره خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړئ.وروسته ټول ګډونوالو په خپلو ځانګړو ځايونوکې ونې کنيولې چې دغه بهير دملي دودله مخې په ملي اتڼونو سره بدرګه شو ،د جشن په پاى کې د جشن ټولو برخوالو په چمتوشوې غرمنۍ کې ګډون وکړ.