افغان پوليس د ناټو دوه پوځيان وويشتل
ناټو وايي چي نن د مارچ په لومړۍ ورځ دوه کسانو چي يوه يې د ملي پوليس کالي او بل شخصي کالي اغوستي وه د افغانستان په سهېل کي د ناټو پر پوځيانو د توپک خولې راواړولې او دوه بهرني پوځيان يې ووژل ، په دې اړه لراوبر ته په راغلې خبرپاڼه کي د پېښي دقيق ځای او بريدکوونکو د سرنويشت په اړه جزيات نه دي ورکړل سوي .
بله خوا د ژړۍ ولسوالۍ چارواکي وايي چي پېښه تېره شپه په سنګيسار کي رامنځته سوه چي د امريکايانوپه جوابي بريد کي د ملي پوليسو يو سرتېری وژل سوی ، يو بل تن زخمي او دواړه بريد کوونکي وژل سويدي .
د کندهار ولايت چارواکي وايي چي د پېښي په اړه پلټنه کوي خو د پېښي مسوليت تر اوسه چا پر غاړه ندئ اخستی .