کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / چارواکی جاسوس چاته وایی؟

چارواکی جاسوس چاته وایی؟

په دی ورستیو کی په رسنیو په ځانګړی ډول د کابل په چاپی رسنیو کی د څو تنه نیول سوی افغانانو په اړه خورا زیات خبرونه چاپ ته وریسدل چی د افغانستان د ملی امنیت د اداری له لوری څلور تنه و بهرنی هیوادو ته د جاسوسی په تور نیول سی دی او همدا راز څه موده وړاندی د هرات یوی محکمی هم یو افغان ته ۱۶ کاله د بند سزا ځکه واوروله چی ګواکی نورن شخص ایران ته جاسوسی کوله او د نوموړی د یاداشت په کتابچه کی د ایرانی چارواکو د تلفون شمیری وی او ایران ته یی تګ راتګ کاوه او یا هلته اوسیدلی وو دا خبرونه خورا په زړه پوری ځکه دی چی تر اوسه افغانستان کی دا کار نه وو سوی او حتی موږ د افغانانو په توګه پدی نه پوهیږو چی په داسی حالت کی چی زموږ ټول نظام د نورو هیوادو د اتباعو او دولتونو په لاس کی وی زموږ کلتوری، سیاسی او نظامی چاری بهرنیان پر مخ بیایی او د ارګ نه نیولی بیا تر یو وړوکی اداری کی بهرنیان په بیلا بیلو نومو ناست دی هر وزارت، ولایت، ریاست، ولسوالی بیلابیلو هیوادو اجاره کړی او د وزیر، والی، ولسوال، ریس او حتی د عادی مامور په مقرری کی هم همدا بهرنیان پریکړه کوی د هیواد د ملی امنیت، دفاع او کورنیو چارو وزارتونه یی په لاس کی دی نو په داسی یو ماحول کی د جاسوس تعریف څه ډول دی؟


درسته ده چی په دی اړه قانون وضاحت ورکړی چی د هیواد پټ معلومات و بل هیواد ته ورکول دی نو اوس پوښتنه داده چی افغانستان کی کوم معلومات پټ دی؟ هو دا خبره سمه ده چی معلومات له افغانانو پټ نه له بهرنیانو ځکه چی د افغانستان په هغه مسایلو چی بهرنیان معلومات لری زه په ډاډ سره وایم چی له والی نه نیولی بیا تر ریس جمهوره یو لا ندی پری خبر وای عیان ته اړتیا د بیان نسته نو دا موضوع فکر کوم چی ډیره روښانه ده چی زموږ د هیواد هر راز د بهرنیانو سره سته او دوی په هره اداره کی خپل مشاورین لری او ټوله معلومات له بهرنیانو سره دی نو خبره دلته راولاړیږی چی دا بیچاره ګان نو بیا ولی نیول کیږی؟ که قانون ته ګوری نو د دا لوړ رتبه څخه نیولی بیا تر ټیټ رتبه ټوله روزمره و بهرنیانو ته عام او خاص راپورنه وړاندی کوی او مهم مسایل له بهرنیانو سره شریکوی څه موده وړاندی تاسی د ویکیلیکس افشا سوی اسنادو کی د هیواد ډیر مهم شخص حضرت عمر زاخیلوال په اړه ولوستل چی د خپل ریس جمهور په اړه یی بهرنیانو ته معلومات او شکایات سپارلی وه او همدا راز د هلمند والی محمد ګلاب منګل بیا د امریکا مرستیال جوبایډن ته د خپل ریس جمهور په اړه شکایت او ځینی پټ معلومات د یو شخص د مقرری په اړه او جمهور ریس کرزی پلان و جوبایډن ته سپارلی وه چی زموږ دا دواړه چارواکی بیا د ویکیلیکس پر دی افشاګری منکر وه خو ښه به دا وای چی څیړنی سوی وای.


 خیر دا دیرش کاله کی کوم چارواکی محاکمه سوی چی دوی به محاکمه سی او که داسی د چی یواځی مسکین او بیچاره نه به د ټولو ناخوالو حساب اخستل کیږی او غټانو که هر څه کول کوی دی، پاته سو دا چی محاکمو دلیل وړاندی کړی چی له دی فرد سره چی هرات کی محاکمه سو د ایرانی چارواکی د تلیفون شمیری وی، دا ماته ډیره عجیبه دلیل بریښی ځکه په دی خو هر عام وګړی هم پوهیږی چی زموږ په میلیونو وطنوال په پاکستان، ایران او غرب کی د مهاجرت شپی او ورځی سبا کوی او هر یوه کلونه کلونه هلته تیر کړی نو طبعا چی په ایران کی یو افغان کلونه اوسیدلی وی نو د هغه پر شاوخوا به همسایه ګان اوسیږی چی دولتی دندی به لری او یا د کاروبار په ساحه کی به ورسره مخ کیږی دوستی او راشه درشه به ورسره لری چی موږ ټوله افغانان په دی پوهیږو او عملا په هر هیواد کی چی یو اجتماعی روابط که افغانانو سره وی او که د هغه هیواد له وګړو سره وی پالو نو د هغوی شمیره که زما په تلیفون کی وی او یو وخت راباندی پوښتنه وکړی او یا زه پوښتنه پری وکړم نو حتما د افغانستان د حال احوال پوښتنه خو به سره کوو او بیا د افغانستان هر وګړی سیاستمدار دی د الف نه نیولی تر ی پوری مسایلو باندی غږیدلای سی نو که ماته څوک له ایرانه زنګ ووهی او زه ورته ووایم چی حالت سم ندی، هره ورځ جنګ وی پرون داسی وسوه او شاید لا داسی وسی نو دا خو په افغانستان کی عادی خبری دی چی زه باور لرم چی د هر وزیر صاحب او یا والی صاحب موبایل راواخلی حتما به خارجی شمیری په کی ثبت وی او تماسونه به لری نو دا جاسوسی ده او پاته سوه د پټو معلوماتو خبره هغه خو می وویل چی موږ افغانان معلومات نه لرو بلکه د افغانستان ټول حساس معلومات د بهرنیانو سره دی.


نو محترمینو دا موضوع ماته ډیره زړه دردونکی ده چی پداسی هیواد کی چی د نړی د ۵۰ هیوادو تر سل زره زیات نظامیان او ملکیان په هره اداره کی موجود وی او د هیواد ټولی چاری یی تر واک لاندی وی نو بیا د یو بیچاره مامور بندی کول ظلم دی. راځی چی یواری خپلی اداری تر خپل واک لاندی راولو دا بهرنیان رخصت کړو ځانونه او خپلی اداری خپلواکی کړو بیا به جاسوس ته سم تعریف پیدا کړو خپل هیوادوال به هم پری خبر کړو که دی فلان او فلان معلومات و چا ته ورکړی وه دی ته جاسوسی وایی او جزا به درکول کیږی اوس خو موږ چی هر څه وینو تر ټولو اول ځغلو خپل خارجی مشاور پری خبرو چی هغه بیا ښه اونیز راپور جوړوی او بیا یی سفارتو ته ور استوی، البته همدا اوس ډیرو دوستانو دا راته وویل چی که موږ اونیز راپور جوړوو نو کوم معلومات باید ځینی لیری کړو داسی نه وی چی سبا موږ به یی موږ امنیت ته بیولی یو چی ته جاسوس یی!!! نو د افغانستان چارواکو څخه غوښتنه کوم چی مهربانی وکړی دا موضوع کی خپل دریځ روښانه کړی پدی شرایطو کی تاسی جاسوس چاته وایاست او جاسوسی څه ته وایاست چی هسی نه خدای نخواسته سبا به زندانونه د جاسوسانو نه ډک وی او موږ بیچاره ګان به خبر هم نه یو او بیا به په زندانو کی وایو چی ښه دا ما جاسوسی کول؟
د مسولینو د پام او د سوکاله افغانستان په هیله