کور / شعر / دا د کوم سپرلي ګلاب يم ، په لمبو کي ټوکېدلئ

دا د کوم سپرلي ګلاب يم ، په لمبو کي ټوکېدلئ

ملتيار :    جنوبي پښتونخوا
دادکوم سپرلي ګلاب يم  ،په لمبوکي ټوکــــــــــــــــيدلی
ستا ښايست اوکـــــــــه شباب يم،په لمبوکي ټوکيدلی
 
دلوګـــــــــــي په ګونګه ژبه ،تراسمانه پورتــــــــــــــه کيږم
ترنګ دچوپ رنځوررباب يــــــــم ،په لمبوکي ټوکيدلی
 
ته په منځ کـــــــــــي دسکروټو،ګام په ګام راپسي راغلې
زه دسروشونــــــــــــــــــډوسِراب يم ،په لمبوکي ټوکيدلی
 
بس دميني مُعجِزه ده ،پرهمــــــــــــــــــــدې اورنۍ مځکه
شين داوښکوپه سېلاب يم ،په لمبوکـــــــــــي ټوکيدلی
 
ستا نمرود،نمرودښايست به ،لانورڅه اِمتحان غواړي
دخـليل دتاريـــــــخ باب يــــــــم ،په لمـــــــبوکي ټوکيدلی
 
پـــــــــه لوستوبه يي کــــــــړي هيري ،افسانې ددوږخونو
ستادميني جوړکتاب يم ،په لمبوکــــــــي ټوکيدلــــــــی
 
پردې سروسوځلودښتو ،به غوټـــــــۍ دنرګيس سپړي
تعبيرستادښُکلي خـــــــــواب يم ،په لمبوکي ټوکيدلی
 
چي ټول ژونــــــديـي پــــــه ويلو ،نن لوګی دملـــتيارکـړ
دجانــــــان منفي ځواب يــــــم ،په لمبوکـــــــي ټوکيدلی