کور / سپورټي / ننګرهار: د کرکيټ ۱۲ اوريزي سيالۍ پای ته ورسېدې

ننګرهار: د کرکيټ ۱۲ اوريزي سيالۍ پای ته ورسېدې

کرکټ د ځوانانو هڅونې تر عنوان لاندې  په جلال اباد ښآر کې دکرکټ دولس اوريزې سيالۍ د افغان کرکټ لوبډلي په اتلولۍ سره پاى ته ورسيدې.
دکرکټ بورډ دختيځ زون لوى امريت دننګرهار استازى طيب اخونزاده وايي دغه سيالۍ چې  په فارم هډې لوبغالي کې  يو اونۍ وړاندې پيل شوى وي پاى لوبي ته يې افغان کرکټ او انګار لوبډلو لاره پيداکړه.
اخونزاده زياتوي چې په پاى لوبه کې افغان لوبډلې لومړى منډې وکړي اوپه ټاکلي دولس اورونو کې دپنځه لوبغاړو په سوزيدو يوسلو پنځه منډي ترسره کړي .
دنوموړي په وينا په ځواب کې انګار لوبډله په دې ونه توانېدله چې ټاکل شوى هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي يې په پنځه نوي منډو سره وسوځيدل اوپه دې سره يې لس منډو له افغان کرکټ لوبډلې څخه ماتي ومنله .
ديادوني وړ ده په پاى کې لوبغاړو ته کپونه او مډالونه هم ورکړل شول .