کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / موږ ځان ته پاکستان کی جنوبي پښتونخواصوبه غواړو

موږ ځان ته پاکستان کی جنوبي پښتونخواصوبه غواړو

 بلوچستان له تیرو څو کلونو راهیسې نه یوازې په دننه د تاوتریخوالي له پېښو د خبرونو په سره کې وه بلکې اوس خو یې غږ د امریکا تر اېوانونو رسیدلی دی.
په دې وروستو کې د پاکستان وزیر اعظم د بلوچستان پر ستونزه د ټولو ګوندونود یو کنفرانس رابللو غږ کړی دی خوبلوڅان ځان ته د آزاد او خپلواک بلوچستان لپاره مبارزه کوي. بلخوا ته په دغه بلوچستان کې میشت پښتانه بیا ځان ته باکستان کی د جنوبي پښتونخواصوبی لپاره غږ اوچتوی دوی وايي دباکستان پښتنو ته پوره حقوق غواړي.
د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د بلوچستان صوبې مشر عثمان خان کاکړ وايي دوي بلوچستان پښتنوته باکستان کی صوبې غواړو. مونږ ځان ته باکستان کی جنوبي پښتونخواصوبه بحالول غواړو
بلخوا عوامي نیشنل پارټي چې پښتون ملت پاله سیاست کوي بلوچستان کې یې صوبايي مشر اورنګزیب کاسی وايي دوی دپاکستان په آیین کې دننه د بلوچستان د خپلواکۍ دمطالبې تایید کوي. او دآیني خپلواکۍ وروسته ځان ته جدا صوبه نه بلکې دپاکستان دننه د پښتنو ملي وحدت کې شامیلیدل غواړي.
د بلوچستان زیات شمیر پښتانه په مذهبي ګوندونو کې هم شامل دي. بلوچستان صوبه کې د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ګوند نایب امیر حافظ حمدالله د بلوچستان د سیاسي مستقبل په اړه وايي
چې د پاکستان با اختیاره قوتونه اوټولې سیاسي پارټۍ کښیني او په شریکه د ټوپک په ذریعه نه بلکه د خبرو اترو له لارې دبلوچستان د مسلې حل ولټوي او ناراض قامونه رضا کړی
ازادبلوچستان مبارزینو مشر نواب براهمدغ بگتی د بلوچستان کې میشت پښتانه به اړه وایی چی پښتانه زموږ وروڼه دي،دبلوچستان خپلواکي وروسته پښتنو ته اختیار سته ،که افغانستان ته ځي،که بلوچستان کي واسي،داخبري چی عثمان کاکړوایي،چی موږپاکستان کي صوبی غواړي،خو زه بیا ورته وايم ، ځان څخه د پښتانه نوم هم لیري کړئ!