د پښتو سينماويب پاڼې يو کال پوره شو
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور:د پښتو سينما يو کال په کاميابۍ سره پوره شو. دا سايټ چې ځانګړى د پښتو اداکارانو او سندرغاړو د تصويرونو، مرکو، سندرو او مرکو، د پښتو فلمونو، ټيلي فلمونو او ډرامو ټرېلرو، سندرو، خبرونو او تصويرانو لپاره جوړ شوى وو، او تر يو کال پورې ډېر په کاميابۍ سره روان دى. د خلکو د پېغامونو او کتلو نه داسې معلومېږي چې دا ډېر کتونکي لري.دا سايټ د ٢٠١١ کال د فرورۍ په مياشت کې جوړ شوى وو، پښتو سينما خپل ډېر مينه وال لري او دا يو داسې سايټ دى چې د پښتو سينما مينه والو د خوښې سره سم مواد پکې خپرېږي.اوس چې د پښتو سينما سايټ يو کال پوره شو، نو رحمت ديوان د دې سايټ يوه بله برخه هم جوړه کړه، په کومه کې چې په پښتو ژبه کې ليکنې خپرېږي.د دې سايټ جوړونکى رحمت ديوان دى، چې د پښتو ژبې اديب او ليکوال دى، په نزدې کې يې اداکاري هم شروع کړې، وويل چې زه ډېر خوشحاله يم چې پښتون اولس زما دا سايټ خوښ کړو، د دې سايټ د يو کال پوره کېدو په خوشحالۍ کې اوس ما د دې سايټ يوه پښتو برخه هم پرانسته، په کومه کې چې به صرف په پښتو ژبه کې تازه خبرونه، ليکنې، مرکې، سندرې او تصويران خپرېږي.ده وويل چې دا څرګنده ده چې پښتانه د شوبز سره مينه لري، که زمونږ سينما هر څنګه ده، خو بيا هم د پښتو سينما ده، مالدارو خلکو ته به زما دا خواست وي چې هغوي راشي او په پښتو سينما پېسې مصرف کړي، تر څو په پښتو ژبه ښکلي ښکلي فلمونه، ډرامې او سينماګانې جوړې شي.
د رابطې لپاره:
برېښنا ليک: rehmatdewan@gmail.com
سايټونه: http://pashto-cinema.blogspot.com/