کور / هراړخیز / ۱۰ افغانی بتی

۱۰ افغانی بتی

Ibrahimi.jornalist@gmail.com
تیره اونۍ مې  دموټر دګرځیدود اجازه لیک وخت پوره شوی وو او غوښتل مې چې
هغه ټولې قانوني چارې يې خپله سرته ورسوم او کومې پیسې چې قانوني بانک ته
تحویل کیږی هغه خپله بانک ته ورکړم ، نوله ځان سره مې فکر وکړ چې ترڅوبه
په خپل هیواد کې چارې په کمیشن کار ترسره کوي،  لمړی لاړم هغه دحضوري چمن
مخې ته چیرته چې دټرافیکو دریاست  دتخنیکې معاینې ټيم ولاړ دی اودموټر له
کتنې وروسته ورته هغه پارچه ورکوي چې ۷۰ افغانۍ قانونی قیمت يي اخلی
اوکور يې دودان وې ، یو ملګری مې په کې پیداشو اوپه ډيره ښه رویه يې هغه
پارچه راکړه اولاسلیکونه اوټاپې يې پرې ولګولې  نور دټرافیکو مدیریت ته
لاړم اوپه دهمزنګ کې مې دموټردهغه پیسو دسنجش څانګې ته لاړم ترڅوهغه پیسې
چې بانک ته تحویل کیږی هغه معلومې کړم په دې څانګه کې مې هم یوملګری
راپیداشو اوډیر ژر يې کار راته خلاص کړ او لاړم دخوشحال مينې دافغانستان
بانک څانګې ته اوهلته باید ۵۲۵۵ افغانۍ تحویل کړم  دبانګ مخې ته په رسیدو
مې دخلکو هغه اوږد کتار ولید چې بانک ته دننوتلو په تمه ولاړ دی زه هم په
دې لین کې ودریدلم پولیس ولاړ اوکتار خلک تالاشي کوي ماته هم نوبت
راورسید اوتالاشي يې کړم چې ننوتلم نو مخامخ په يوه ښيښه لیکلي چې
(دموټرو دګرځیدو داجازه لیک  دتعرفې څانګه) اسناد مې ورته ورکړل ترڅو
دپیسو دداخیلیدو تعرفه راکړي تعرفه یوې داسې رنګا رنګ بي بي جانې راته
ولیکله چې ګلګل ،پلستر،شنډوسور،سپيدي  او رنګمالي يې له حده ډیره کړې وه
اودخوشبوییو بوی يی آن له ښیښوهم راوتو، کله يې چې تعرفه خلاصه کړه نو بي
بي جانې ډیرې کمې او ناچیزه پیسې  رانه وغوښتې اوپه ډیرو اد ب ناکو
الفاظو يې راته وویل!  …. افغانۍ بتې ، ماورته وویل چې په تعرفه خو څه
نه دي لیکلي بي بي جانې راته وویل (شمارا خداوندج موتر داده خیرات نه
میتي؟  بتی ! به شما معلوم نه می شه،  این چقدر پول است؟  ورته مې وخندل
چې دا خیرات دی که رشوت دې راته وخندل :: او وې ویل نه! خیرات است .
بلي څانګې ته ورغلم چې هلته باید ۵۲۵۵ افغانۍ تحویل کړم په هغې څانګه کې
یو مامور چې څورنګه نیکټايي يې ترغاړه ويښتان يې یوې اوبلې خواته موږنځ
کړي وو راته وې ویل (( پول ته حساب کو زود زود کو))  دقانوني پیسو څخه يې
شاوخا سل  افغاني اضافه وغوښتې او ورته مې وویل!  مامور صاحب دلته خودمره
لیکل شوې  څنګه اضافه غواړې  مامور په غوصه شو اوراته يې وویل !  ګم
شوبرو فردا بیا توجنجالی هستی ما ایمروز حسبای دارم ) اوڅنګ ته مې ولاړ
کس نه کاغذ واخیستل اودهغه کا ريي  خلاص کړ اوله هغه نه يي هم اضافه پیسې
واخیستې ، ماور ته وویل  زه کار لرم داپیسې واخله او کار مې را خلاص کړه
خو لنډه داچې پیسې يې اضافه رانه واخیستې اوڅنګ ته مې ولاړ کس راته وویل
چې پیسې ورنه کړې نو کار دنه خلاصوی نو که بیکاره وی بیانو همداسی
جنجالونه درسره کوی  اوبس هره ورځ به ځي اوراځي ، بس ترې را ووتلم بلې
څانګې ته لاړم چې فقط یوه ټاپه لګوي هغې په ډیره بی شرمه خوله راته
وویل((  ده روپه بتې )) ورته مې وخندل او میده راسره نه وی نو پنځوس
افغانۍ لوټ مې ورته ونیو نو راته يې وویل (تشکر خدا حافظ ات برو که
بیرباراست وخت دیګران ضایع نه کو) چې مخ مې راواړاوه ګورم چې مخامخ
یوصندوق نصب شوی اوپرې لیکل شوی وو دارتشا اوفساد پروړاندې دمبارزې
دځانګړې ادارې دشکایاتواو وړاندیزونو صندوق  اودرې نمبرې دمبایل پرې
لیکلې وو او مخامخ ورته ودریدلم او زنګ مې ورته وواهه چې ګورم یوکس مبایل
اواوچت کړ او راته يې وویل چې مهربانی څوک خبرې کوی  ماورته وویل چې زه
دخوشحال مینې دبانک په داخل کې ولاړیم اودموټرپیسې مي تحویل کولې دلته
اضافه پیسې اخلې اوتاسوته مې ځکه خبر درکړ چې ددې مخنیوی وکړی ،  ده راته
وویل( برای ما دیروز هم یک نفر از همین بانګ زنګ زد وګفت که پول زیادتر
میګره ولې وخت که نفر اداره فساد وارتشا روان کردم حقیقت نه داشت  )
ماورته ویل چې زه خودلته ولاړیم اوتقریبا ۵۰ کسه هم په دې لوی سالون کې
ولاړ دی اوټول می خبري اوری اوټول شاهدی ورکوي اوداحالت په خپلو سترګو
وینی نو ددی فساد اوددی رشوت مخ نیوی وکړي ده راته وویل ( برادر ما این
را کنترول کرده نه می توانیم وختکه ما بیایم باز نه می ګیره چطور کنیم )
بیا مې ورته وویل چې دادارې مشرانوته راپور ورکړه چې جدی تصمیم ونیسی
اوسزا ورکړی ترڅو په راتلوونکی کی څوک رشوت وانه خلي ده راته وویل(
برادر بروکارته کو کسي پرسان این چیز ها رانه می کند ) په همدې خبرو
لګیاوم چې دشاه لخوامې یوکس پرولي لاس کیښود اوما فکر وکړ چې یا دامنیت
کس دی؟ اویا هم دهمدی فساد اوارتشا دادارې وال دی، خودایوهم نه و بلکه سم
سړی اود مرا جعینو له ډلې وو  اوراته يي وویل چې وروره دارشوتونه یوازې
په دې بانګ کې نه دی هرې ادارې ته چې لاړ شې بد حال دی ډیر شکایتونه مه
کوه چې دا ټول سره تړلي  دی اوله دې کسانو نه ډار په کار دی ځه مخه دې
وهه له کاره ځان مه پرې باسه بس دهماغه مشر اوسپین ږیري خبره مې ومنله او
نور راووتلم اوزړه بړاس مې په دې ویست او دا څوکرښې مې ولیکلې ترڅوکه کوم
با احساسه چارواکی پرې خبر اومخنیوی يې وکړی موږ خو له دې پرته  چې  له
الله ج نه مرسته وغواړو بله لار مو نشته خدای ج پاک دموږ ددې رشوت خورو
نه خلاص کړي .