کور / هراړخیز / په امنيتي ارګانونو کې موجودې غټې ستونزې

په امنيتي ارګانونو کې موجودې غټې ستونزې

دهېواد په تېر لس کلن تاريخ کې د پلازمينې سربېره په ولاياتو کې ډيرې داسې امنيتي پېښې وشوې، چې پکې دعامه وګړو ترڅنګ يو شمېر وکيلان او چارواکي هم له منځه ولاړل، دپېښې څخه شېبه وروسته امنیتي لوړپوړي چارواکي د جدي پلټنو، د عاملينو د تثبت او په سزا رسولو کلکو خبرو ته زور ورکړي، د رسنيو هم غواء لنګه شي، د اونۍ په اوږدو کې شوې پېښې ته په هر خبر کې ځای ورکوي، خو د څو ورځو وروسته، خبره سړه شي، بيا يې نه د پلټنو څرګ معلومېږي، نه يې د عاملينو د تثبيت؛ تېرلاريونونه چې اونۍ مخکې وشو، لومړنی لامل يې په افغانستان کې د ناټو په لويه آډه (بګرام) کې د سپيڅلي قران کريم د نسخو سېځل وه، خو وروسته د افغانانو د سپيڅلواحساساتو څخه مخالفينو ناوړه ګټې واخيستې د عامه افغانانو ترڅنګ یې افغان حکومت او نړيوالو دفترونو ته هم زيات مالي زيانونه ورسول، سلګونه افغانان په کې شهيدان او زخميان شول، مګر تر دې دمه د هغه اشخاصو په تثبيت او نيونو کې کوټلي ګامونه وانه خيستل شول، چې ددغو لاريونونو اصلي محرکين وه، سره لدې چې امنيتي چارواکي په مختلفو پېښو کې مخالفينو ته ګوته نيسي، د ترسره شويو پېښو عاملين هم مخالفين بولي، پړه هم د هغوی پرغاړه اچوي، خو پدغه خبره تعصف نه کوي، چې ولې، د بې شمېره امنيتي او کشفي ارګانونو په لرلو سره يو مخالف وکولای شي، مرکز او يا نورو ولاياتونو ته لار پيدا کړي، او بيا يوه پېښه ترسره کړي، مخالفين پلان جوړوي، د هغه پلان د عملي کولو لپاره کسان ګماري، بيا هدف شوي ځای ته ځان رسوي، هلته بيا دموقع رارسېدلوته انتظار باسي، او وروسته هدف ترلاسه کوي، په دومره وخت کې زموږ ټول امنيتي او کشفي ارګانونه په درانه خوب ويده وي، خو کله چې پېښه وشي، پرځای د دې، چې پړه يې پرغاړه واخلي، په افغاني غيرت درلودلو سره د خپلې دندې څخه استفاه وکړي، برعکس په مخالفينو تورونه لګوي، او د شوې پېښې پړه پر هغوی اچوي، که چېرته د مخالفينو امکانات، تشکيل او تجهيز سره د افغانستان اوسنيو امنیتي ځواکونو د اکمال، تجهيز او امکاناتو پرتله شي، ډېر تفاوت به ولري، مګر زموږ په امنیتي ځواکونو کې هېوادنۍ مينه نشته، ځیني مشران يې په خپلو امکاناتو پسې ګرځي او ډيری کشران يې عبث وخت تېروي، په امنيتي ځواکونو کې لاندې غټې ستونزې چې ماليدلي غواړم تاسو سره يې شريکي کړم او هيله من يم چې لوړپوړي چارواکي يې د اصلاح لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
په پيژنتونونو کې شته ستونزې: کله چې سرتيري په پيژنتونونو کې څوک و نه پيژني هغه بيا د هېواد ناامنه او ليرې ځايونوته د وظيفې د اجراء لپاره ورکول کېږي، خو که څوک يې پيژندګلوی پيدا شي بيا يې هغه ځای ته د وظيفې اجراا لپاره ورکوي، چې له هېڅ راز ستونزو سره مخ نه شي.
په لوژستيکي برخه کې شته ستونزې: په ډیری ځايونو کې د امنيتي ځواکونو خوراکي مواد يا تاريخ تيري وي او يا هم بې کيفيته وي، مګر د قرارداد پاڼې يا شرط پاڼې سره سم بايد يو قراردادي تازه او منظم خوراکي توکي سرتيرو ته ورکړي، پدغه برخه کې فساد ترلوړې کچې رسېدلی اوياويلی شو د امنيتي ځواکونو لوژستيکي برخه په يوې مافيا بدله شوې.
د امنيتي ځواکونو ترمنځ د نه همغږۍ شتون: که امنيتي ځواکونه هرڅومره په همغږۍ ټينګار کوي همدومره موږ د امنيتي پېښو شاهدان يو، د ټولوترسره شويو پېښو څخه به د دفاع وزارت او کورنيو چارو په وزارتونو پېښې يادې کړو .
د دې ستونزو ترڅنګ بايد يادونه وکړم، چې ځيني چارواکي د هېواد او دندې پرځای هغه چاته ډېر وفاداره وي، چې دی يې تردې ځايه رسولی، د هېواد د ګټو پرځای قومي، ژبني او سمتي ګټو پسې ګرځي.
ځيني امنيتي او کشفي ارګانونوچاروکي خو دهغه ځای تګ ته ډېر ليواله وي، چې پیسې پکې ډېر وي يعنې هغه ځای ګمرک ولري، پانګوال پکي وي او داسې ځای وي، چې د چاسترګې پرې نه لګېږي، خو پیسې راټولې کړي، زموږ د يو شمېر پانګوالو د سر او مال ته متوجه زیان هم د همدغه ارګانونو د ځينومسوولينو له وجهې دی.
ياد ارګانونه په مطبوعاتي اعلاميو يا مطبوعاتي کنفرانسونو کې د لاسته راوړنو خبرې کوي، چې په عملياتو کې يې په څومره شمېره شکمن کسان نيولي، او ورسره اضافه کړي، چې نيول شوي کسانو څخه پوښتنې ګروېګنې روانې دي، د معمول سره سم کله، چې امنيتي يا کشفي ارګانونه خپلې څېړنې ترسره کړي، او کوم ثبوت پيدا نکړي، نو نيول شوي شکمن بېرته خلاص کړي، د شپنيزو يا نورو عملياتو کې چې د عامه خلکو کورونه تلاشي شي، کاسې او کټونه يې پربل مخ واوړي که څوک ونيسي کنه مګر په کور کې شته پیسې او زر راغلي امنيتي ځواکونه له ځانه سره يوسي، تراوسه نده ثابته شوې، چې څومره عمليات په دقيقو معلوماتو سره ترسره شوي، په کومو عملياتو کې افغان امنيتي ځواکونه خپل هدف ته رسېدلي او څومره لاسته راوړنې لري، مګر پدې ښه پوهه دي، چې د عملياتو په جريان کې د عام خلکو کورونه تلاشي کول، هغوی ته څومره مالي زيانونه رسېږي، تراوسه مو ندي اورېدلي چې د دقيقو کشفي راپورونو پربناء په فلانۍ سيمه کې عمليات وشول،څومره عمليات چې شوي يا کېږي د شک پربناء صورت نيسي نه د کوم دقيق کشفي راپور پربناء.
د امنيتي لوړپوړو چارواکو ترڅنګ دې هغه قومندانان هم استعفاء وکړي، چې په خپلو فعاليتونو کې پاتې راغلي، هره مياشت په ميليونونو ډالر زموږ په امنيتي او کشفي ارګانونو مصرف کېږي، مګر تراوسه يې په سلګونو افغانيو ګټه افغان ملت ته نده رسېدلې.
زما د ليکنې يوازينی هدف هغه امنيتي لوړپوړي چارواکي متوجه کول دي، چې بايد د سمون او مثبت بدلون لپاره د هغه څه څخه دريغ نه شي، چې کولای شي موږ له شته ستونزو څخه خلاص کړي، هېوادوالو ته د ډاډمن امنيت د راوستو په نتيجه وکولی شي، چې ټولنه له شته ستونزو او ناخوالو څخه وباسي.