کور / تازه خبرونه / کندهار: پوليسو ښارته تېرېدونکي وسلې او مهمات نيولي دي

کندهار: پوليسو ښارته تېرېدونکي وسلې او مهمات نيولي دي

افغان ملي پوليسو نن سهار د کندهار ښار دننه د تلاښۍ پرمهال يو تن دولت ضد وسلوال چي په زرنج ډوله موټر سايکل کي يې بمونه او وسلې پټي کړي وې ونيوى.
ياد کس په کندهار ښار کي د وسلوالو طالبانو د حمايت ګرانو او اکمالوونکو له ډلي شمېرل کيږي چي غواړي د دولت پر ضد ترورستي فعاليتونه وکړي.
دغه تن نن سهار نهه نيمي بجې د کندهار ښار د شپږمي امنيتي حوزې اړوندد ډنډ چوک په مربوطاتو کي د ملي پوليسو د تلاښۍ پوستې لخوا نيول سوى دى.
له دغه کس سره يوه عراده زرنج موټر سايکل، دوه ميله کلاشنکوفونه ، ١٢ کړۍ لاسي بمونه او يو زيات شمېر چاودېدونکي توکي او باروت تر لاسه سوي دي.
نيول سوي کس په لومړنيو پلټنو کي ويلي پلان يې لاره چي يادي وسلې او مهمات کندهار ښارته راوړي او دلته ورڅخه د افغان ملي امنيتي ځواکونو او ملکي ادارې پر ضد په وسلوالو کړنو کي ګټه واخلي.