په ميوند کي دوه تنه پاکستاني ځانمرګي ونيول سول

د لراوبر اداره | مارچ 6th, 2012


کندهار افغانستان- افغان ملي پوليسو تېره شپه د کندهار په ميوند ولسوالي کي دوه تنه پاکستانيان چي دلته د ځانمرګي بريد لپاره رالېږل سوي ول نيولي دي.
دغه دوه تنه د پاکستان د وزيرستان اوسېدنکي دي چي څو ورځي وړاندي د ٢ تنو افغانانو لخوا دلته راوستل سوي ول او پلان يې لاره چي همدلته او هم په هلمند ولايت کي پر يو شمېر اهدافو باندي ځانمرګي بريدونه وکړي.
د ځانمرګو تر نيوني وروسته د هغوى د اعترافاتو په نتيجه کي هغه دوه تنه افغانان هم نيول سوي چي دوى يې تر دې ځايه رارسولي او رهبري کړي ول.
له ياد دوو تنو ځانمرګو او دوو نورو رهبري کوونکو سره د پاکستان او پاکستاني طالبانو مربوط يو شمېر مهم او قوي اسناد موندل سوي دي.
نيول سوو کسانو د لومړنيو پلټنو پرمهال په خپلو خبرو کي ويلي چي په پاکستان کي ورته د ځانمرګي بريدونو کولو درسونه ورکول سوي ول او ورته ويل سوي ول چي په کندهار او هلمند ولايتونو کي د دولت پر اهدافو حملې وکړي.
ددې کسانو ترڅنګ تېره ورځ د کندهار د ملي امنيت رياست منسوبينو هم يو داسي ماشوم ځانمرګى بريد کوونکى نيولى و چي د پاکستان په ديني مدرسه کي يې زدکړي کړي وې او له هغه ځايه افغانستان ته رالېږل سوى و.
په کندهار کي ميشتو ملي امنيتي ځواکونو وړاندي هم په ځلونو داسي کسان نيولي چي په ګاونډي هيواد کي پاکستان کي د پوځ او مليشې د قرارګاو په امنيتي ساحه کي ورته پوځي روزنه ورکول سوې او وروسته افغانستان ته رالېږل سوي ول.
کندهار له پاکستان سره ٤٢٨ کيلو متره اوږده او غرنۍ پوله لري چي د پاکستان د ګټو خوندي کوونکي له همدې پولي او اسلام څخه په منفي ګټه اخسته په افغانستان کي ترورستي فعاليتونه مخ ته وړي.

Copyright Larawbar 2007-2024