کور / تازه خبرونه / کندهار:پوليسو يو ټن اومه چرس ونيول

کندهار:پوليسو يو ټن اومه چرس ونيول

کندهار افغانستان- د کندهار د امنيه قومندانۍ اړوند ملي پوليسو تېره ورځ ددې ولايت په ډنډ ولسوالي کي د پلټني پرمهال زر کيلو ګرامه خام چرس نيولي دي.
دغه چرس تېر ماځيګر د سپين ډاګ په سيمه کي د ملي پوليسو د تلاښۍ پوستې لخوا د پلټني پرمهال هغه مهال ونيول سول چي په يوه ټراکټور کي په پوره مهارت سره ځاى پر ځاى سوي ول.
ددې ترڅنګ تېره ورځ د کندهار په ژړۍ ولسوالي کي هم د پوليسو په عملياتو کي له چاودېدونکو توکو ډکي ٢٣ عدده ٥ کيلو يي ډبې کشف او وروسته شنډي کړي دي.
د تيري ورځي د عملياتو او پلټنو پرمهال کوم ډول وسلواله نښته نه ده سوې او نه هم امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم ډول مالي او ځاني زيان اوښتى دى.