کور / مېرمن / ميګهاليه، چېرته چي ښځي حاكمي نارينه محكوم دي

ميګهاليه، چېرته چي ښځي حاكمي نارينه محكوم دي

      د شنو غرونو په منځ كي د هندوستان په دې كوچنى رياست ميګهاليه كي د ښځو واكمني ليدل كېږي، دلته له پېړيو راهيسي يو داسي مورنى نظام قائم دى چي جايداد او دولت له موره لور ته لېږدول كېږي له پلاره زوى ته نه، اوس د ميګهاليه نارينه و د دې نظام د بدلولو په حق كي تحريك شروع كړى دى


      د لومړي ځل لپاره چي كله اروپايان دې سيمي ته راغلل نو هغوى دا سيمه، ختيځ اسكاټ لېنډ ونوموله، ځكه چي د شنو غرونو ګردو دايرو په صورت كي كښت تر ډېره حده پوري د سكالټ لېنډ غوندي منظره جوړه كړې وه، په زړه پوري خبره دا ده چي په رياستي پلازمينه شيلونګ كي  اوس د ژمي په موسم كي ځايي اوسېدونكي د چار خانې اوني شال اغوستي ليدل كېږي، چي د سكاټ لېنډ د اوسېدونكو ځانګړې جامه ده


      شيلونګ ته نژدې چيرا پونجي هغه كلى دى، چېرته چي د يوه كال په اوږدو كي 87 فټه باران اوري چي اوس هم په ګېنز بك كي نوم لري، د اورښتونو موسم تېر سوى دى  او في الحال دلته د نارينوو د حقوقو د فعالولو پاره تحريك په زور كى دى


      سنګهونګ امپي تهيمائي (synkhong Rynpei thymai) د تنظيم مشر كيت پاريات په خبره هغه او د هغه ملګري ښځي تر نارينه و كمى نه غواړي، هغوى يوازي دا غواړي چي نارينه او ښځي په يوه سطح باندي راسي، هغه وويل ” د مورني نظام له امله د كهاسي قبيلې نارينه د خپل ميراثي حق نه محرم كېږي او د دې بده پايله دا ده چي هغوى په  دوام داره توګه شراب څښي او د نشيي توكو په مرسته د خپل غم غلطولو هڅه كوي”، هغه زياته كړه “كه ته غواړې چي په كهاسي قبيله كي د ښځي ارزښت په اړه خبر سي نو ځايي روغتون كي د مزدورانو خوني ته ورسه، كه هلته كومه نجلۍ پيدا سوه نو په كورنۍ كي د خوښۍ يوه څپه خپره سي او كه دا خبر تر لاسه سو چي هلك پيدا سوى دى نو د كورنۍ تندي تريو سي”، د هغه په خبره د ښځو طرفداري په كهاسي ژبه كي هم ليدل كېږي، د د ې مثال هغه داسي وركوي چي په كهاسي ژبه كي وني ته د مذكر شكل وركېږي خو كله چي همدا ونه په لرګي بدله سي نو مونث سي، يعني كله چي كوم شى ګټور سي نو هغه مونث ونومول سي


      پاريات زياته كړه” دې  مورني نظام نارينه د كموالي په سخت احساس كي اچولي دي او هغوى خپل ځان بلكل ناكاره تصور كوي”


      كيت پاريات د كور له كاره اتنګ راغلى دى او له دېنه هم د ډېري پرېشاني احساس هغه ته هغه  وخت محسوسېږي چي كله د هغه خواښې په هغه باندي حكم كوي، له كله نه چي د هغه واده سوې دى هغه په دې جنجال كي نښتى دى، له خبريالانو سره په خپله ليدنه كي هغه سوال وكړ” آيا تاسو د دې صدمې اندازه كله كولاى سي چي ته د خپل مور او پلار كور پرېږدې او د خپلي خواښې په كور كي د دهوبي د سپي غوندي كار كولو درته وويل سي او تا ته حكم در كړي چي په تا كي د څه كولو همت نسته”؟


      په ميګهاليه كي د كهاسي قبلې سره تعلق لرونكو كسانو شمېر 10 لكهو په شاوخوا كي دى او دلته په مورني نظام باندي تر اوسه په ډېري سختۍ سره عمل كېږي، په دې قبيله كي تر ټولو كوچنۍ لور ته ميراث لېږدول كېږي او هلكان د خپلي مور له نامه سره خپل نوم جوړوي، كله چي د نارينه واده كېږي نو هغوى د خپلي خواښې كور ته لېږدول كېږي، پاريات وايي” زموږ په قبيله كي يوازي مندي يا خواښې د كوچنيانو ساتنه كولاى سي، نارينه و ته د دې خبري هم اجازه نسته چي هغه د كورنۍ په مراسمو كي شريك سي، دلته د مېړه نه مېرمن پوښتنه كوي او نه خواښې د هغه خيال ساتي، تر دې ځايه چي زمن هم هغه ته واښه نه اچوي، چي په پايله كي يې مېړه خو يا د ګټار (د موسيقۍ اله) په غږولو خپل وخت تېروي يا د سندروپه ويلو، د شراب په څښلو، د تمباكو په څكلولو كي خپل ځان ورك كړي چي له وخت نه ډېر وړاندي مري”


      په ميګهاليه كي د نارينه و حالت په رښتيا هم ډېر د افسوس وړ دى، خو پاريات اميد لري چي د نارينه د حق د فعالولو لپاره چي كوم تحريك پر مخ بېول كېږي ضرور به په خانداني نظام كي بدلون راولي، هغه وايي “په نارينه كي په قدرتي ډول د مشرتوب وړتيا سته، ښځو ته خونديتوب وركول د نارينه و ذمه واري ده او ښځو ته ښايي چي له نارينه و سره مرسته وكړي”


      د ميګهاليه په پلازمينه شيلونګ كي د علم البشريات پوه ويلټينا پيلنټين وايي “د ښځو د حاكميت او د نارينه و د محكوميت دا دوره هغه وخت پيل سوه كله چي د كهاسي قبيلې نارينه و څو څو مېرمني درلودې، او د ماشومانو په اړه په پېژندنه مشكله وه چي د هغوى پلار څوك دى”


      خو نارينه و د حقوق په اړه تحريك چلونكي په دې اړه بيا بل موقف لري هغوى وايي ” د هغوى پلرونو او نيكونو له دښمني قبيلې سره په جنګونو كي د يوې اوږدې مودې لپاره له كورونو لري اوسېدو او په دې ډول بېړني صورت كي د كورنۍ اړيكو ساتل ګرانه وه”


      په هندوستان كي كهاسي قبايل ته نسلي اقليت درجه تر لاسه ده او له دې امله هغوى ته څو مراعات او اسانتياوي وركړل سوې دي، په ټول هندوستان كي د لته د ماليې كچه تر ټولو كمه ده، په قبايلي سيمو كي د ځمكو د استعمال په سلسله كي قبايل ازاد دي، دلته يو داسي سسټم موجود دى چي د هغه له مخي په اعلى او حكومتي وظيفو كي كهاسي قبيلې ته خاص رعايت وركول كېږي، پاريات له دې مراعاتو هم سر ټكوي، هغه وايي ” د هندوستان د ځمكنۍ سيمو نارينه يا موقع غوښتونكي غير ملكي كهاسي د كهاسي قبيلې له ښځو سره واده كوي چي له دغو مراعاتو ګټه پورته كړي، هغه دعوه كړې چي د دغو اسانتياو له امله قبايلي نظام په آينده كي خوندي نه دى”


      د ميګهاليه له پلازميني شيلونګ نه په انګرېزي كي يوه ورځپاڼه شيلونګ ټايم هم خپرېږي، چي چلونكې يې پيټر شيا مكهيم ده، هغه وايي “د كلتوري ميراث او د ټولني د رواياتو له امله نن په دې مهمه وظيفه ناسته ده، هغې دا هم وويل چي په سياسي فيصلو كي ميرمني ګډون نه كوي، پټير شيا مكهيم له درو بيلا بيلا كهاسي مېړو نه پيدا سوي اولاد هم لري، هغې د همسايه ولايت لويديځ بنګال د ښځو په اړه خواشيني څرګنده كړه وې ويل چي د ښځو دا حكمراني به هيڅكله هم ختمه نه سي”


      د ميګهاليه په پلازمينه شيلونګ كي كليسا ته تلونكې ښځي اسكرټ (يو ډول جامه) اغوندي، د خوني كړكۍ خلاصي كړي، په لوړ اواز موسيقي اوري، موټر خپله چلوي، د مسيحانو ښځي په تنها ژوند تېرولو خوښي ښكاري، د هندوستان غوندي هيواد كي چېرته چي نجلۍ ځوانه سي د واده كولو زور باندي اچول كېږي، د ميګهاليه په لوستو مېرمنو كي حالت څه بل ډول دى، په شيلونګ كي اته دېرس كلني روزانا لنګ ډوه د خپل نظر په څرګندولو وويل “زه ولي د مېړه مصيب وګالم، زه خپله يوه كورنۍ لرم، چېرته چي زه خوشحاله يم او د خپل راتلونكي په اړه د فكر كولو ښه موقع لرم”


        روزانا چي له خپلي غټي كورنۍ سره په كوم كور كي اوسي په هغه كي يويست د خوب كوټې دي


      په هندوستان كي درېيمه حصه مېرمني د كورنۍ له تشدد سره لاس او ګريوان دي، خو دا مېرمني چي كله  د كهاسي قبيلې مېرمنو ته وګوري نو په هغوى كي هم د حسد او رقابت جذبه پيدا سي


      په ميګهاليه كي مسلمانان هم اوسي، چي په خپل رسم و رواج پوره عمل كوي، د يوې غير حكمومتي ادارې (امپلس نيټ ورك) مشري حسينه كهر بيهه وايي “كه څه هم زموږ تعلق له مورنۍ ټولنۍ سره دى خو داسي نه ده، زموږ په ټولنه كي چي ښځي كومه پرېكړه كوي د هغه لپاره لومړى له خپل ماما اجازه اخلي، كه څه هم د خپلي خوښه واده وي”


      د كهاسي قبيلې مورني نظام په اړه بايد سړى دا غلط تصور و نه كړي چي دلته به حكومت هم د ښځو وي، دلته هيڅ كله هم ښځي په واك كي نه دي راغلې، د دې قبيلې پخوانى امير چي و، هغه د خپل مرګ نه وړاندي خپل تاج و تخت د خپلي تر ټولو كوچنۍ لور، زوى ته وركړى، دلته چي اوس څومره وزيران دي ټول نارينه دي، د كليو په ټولنو كي د ميرمني يوازي په نوم نمايندګي وي


       خو پاريات لا اوس هم په خپل دريځ ټينګ ولاړ دى هغه دعوه كوي چي د هغه په تحريك كي تر اوسه زرو كسو ګډون كړى دى، په هغوى كي ځيني له غټو كورنيو سره اړيكي لري، خو په هغوى كي ځيني د خسرګنۍ يا د نورو له ويري پټ فعاليت كوي، چي هغوى يې په اړ ه انتقامي عمل ونه كړي


      د هغه په دې تحريك كي د همسايه رياست لويديځ بنګال ځيني مېرمني هم ګډون لري، پاريات وايي “دا ميرمني دا ويره لري چي د هغوى زمن داسي نه چي د كهاسي ښځو په جال كي راسي چي بيا د دوى په قابو كي نه وي”


      د شليونګ ټايم ورځپاني چلونكې پيټر شيامكهيم وايي ” د كهاسي نارينه و د موجوده حالت په اړه كه ته هرڅه ووايې دا خبره رښتيا ده، چي دلته ښځينوو ته جايدادونه نقل كېږي، ماشومان د مندو په نامه پېژندل كېږي، په داسي حالت كي زه پوهېږم چي د كهاسي قبيلې نارينه چي كله خپل ځان د دباندي له نارينه و سره پرتله كړي نو په رښتيا هم هغوى په خپل نارينه توب باندي د شرمندګي احساس كوي، دا په رښتيا هم افسوسناكه ده، خو همدا شى موږ له نورو بېلوي”