کور / مېرمن / په کندهارکي دښځينه ناروغانو او زندانيانو سره مرسته

په کندهارکي دښځينه ناروغانو او زندانيانو سره مرسته

کندهارافغانستان- دکندهاردښځوچارو رياست له لوري په دې ولايت کي د١٥٠ تنو ښځينه ناروغانو او زندانيانو سره مرسته وسوه.


دغه مرستهدمارچ داتمي په مناسبت ،چي دښځو دنړېوالي ورځي سره سمون خوري ديوشمير دولتي اداروله لوري دغريبو او ناچارو ميرمنو سره ترسره سوه.


دکندهاردښځو چارو رئيسې رقيې اڅګزۍ درسنيو سره په خبرو کي وويل: داګام يې ځکه پورته کړئترڅو هغه ميرمني ،چي دمارچ داتمي يا دښځو په نړيواله ورځ ناروغي او ياهم پهزندانونو کي وي او دغه ورځ يې ونه سواى لمانځي دتحفې په توګه ورته يوه جوړهداغوستلو کالي ورکړل.


دهغې پهوينا چي ياده مرسته يي په کندهارزندان کي يې ٢٣ زنداني ميرمنو ،ښځينه افسرانو اودکندهار په ميرويس روغتون کي ميشتو ښځينه ناروغانو او کارکوونکو ته ورکړې.


دښځو چارورئيسې همداشان وويل،چي ديوشمېر دولتي ادارو له لوري ټولي ٧٤٠ جوړې کالي ورکولسوي،چي پاته به يې په نژدې راتلونکي کي پرمستحقو کسانو وويشي.