کور / مېرمن / د افغان ښځو حقه حقوقو ته هیڅکله ژوره پاملرنه نه ده شوې

د افغان ښځو حقه حقوقو ته هیڅکله ژوره پاملرنه نه ده شوې

عاليه اکبر راويد مارچ اتمه د ښځو د نړۍ والې ورځې سره سمون خوري. له لسیزو را په دیخوا دغه ورځ په هیواد کې لمانځل کیږي. دغه لمانځې یوازې په ظواهرو کې تر سره کیدلې او کیږي
د افغانستان د ښځو حقه حقوقو ته هیڅکله ژوره پاملرنه نه ده شوې
ښايي د اوسني اساسي قانون په گډون یو شمیر د کاغذ پر مخ قوانین لیکل ، منظور او توشیح شوي وي مگر هیڅکله د پلي کیدلو تر کچې پورې نه دي رسیدلي
افغان ښځې د افغان ټولنې هغه کمزورې ډله ده چې …تل ېې حقونه د کورنۍ له کچې نیولې بیا د ټولنې تر کچې پورې تر پښو لاندې شوي دي. ښايي ښځه زموږ په ټولنې کې هغه بیروح او بې خوځښته او ښکلي انځور ته وي چې چا د سرو زرو په قالب کې را بندي کړی او په خولې ېې د فرهنگي چوپتیا ابدي لاس ایښودل شوی وي
ښايي په څو ښارونو کې د ښځو حقونو ته ظاهري پاملرنه شوي وي مگر د هیواد تر پنځه سلنې پورته وگړي په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. زموږ د ټولنې دغه ستره هستي همدله په چوپه خوله زیرمه شوې او چا ورته پاملرنه نه ده کړې. دغه ستره ډله له ښوونځي محرومه ده، په مستقیمو اقتصادي چارو کې لاسرسی ورته نه شته
د ماشون د زیږون پر مهال ډیري ښځي مري. وروستنۍ سروې ښيي چې په افغانستان کې د مور ماشوم د مړینې کچه تر هغې لوړه ده چې په ورځني توگه نور هیواد وال په روانه جگړه کې وژل کیږي
په ښځو باندې جنسي تیري، د ځان سوځونو په زرگونو پيښې اصلا د یادولو نه ديجبري ودول او نور هغه سرباري ستونزې دي چې زموږ د ټولنې خویندې او میندې په کې کړول کیږي تر هغو چې د هیواد د نارینه قشر په ذهن کې بنسټیز پوهنیز بدلون نه وي رامنځته شوی دا اور به همداسې دوام ولری.په درناوی ستاسی مور ستاسی خور عالیه راوی