کور / مېرمن / ښځه ګرانه مور او ګرانه خور ده

ښځه ګرانه مور او ګرانه خور ده

 ښځو ته چېکوم حقوق اسلام ورکړي بل هيڅ يوه دين ، مذهب او ټولني نه ورکړي  وو، نه يې ورکړي او نه به يې هم ورکړي.


ښځه هغه مور ده چې په ژوند کې خپل زوی ته تر ديګرانه او عزتمنده بل هيڅ کوم شی نشته، نېکه او ښه ميرمن هغه عزتمنده ا و ګرانه ښځهده چې خاوند ته يې بې له مور،اولاد او پلار څخه تر دي کوم بل شي محبوب او ګراننشته. ښځه هغه خور ده چې وروڼه  يې ددوي دعزت او پت ساتلو لپاره له سرونو څخه تيريږي.


ښځه هغه عزتمنده او قدرمنه څيره  ده چې د کور څخه بهر او دننه ټولي ستونزي نارينهپه ورين تندي ددي د خوشحالي او هوسايې لپاره ګالي.


ښځه د کور هغه سرداره او مشره ده چې په کور کېدننه د ټولو اړوند ښځينه پريکړو کې اخرنۍ پريکړه او نظر يې نارينه عملي کوي.


په قرآن کې د ښځي  (مور) په اړه الله  عزوجل ډير آيتونه نازل کړي دي:


وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالاً فَخُورًا ۞


اوتاسي ټول د الله بندګي وکړئ، له هغه سره هیڅ شی شریکمه نیسئ، له مور او پلار سره غوره رویه وکړئ، له خپلوانو، یتيمانو او مسکينانوسره نیک چلن وکړئ، او له خپلوانو ګاونډيو سره ، پرديو ګاونډيو سره ، د څنګ لهملګري او پردیس سره او له هغو وینزو او غلامانو سره چې ستاسي په لاس کښې وي، داحسان چار چلن وکړئ، باور ولرئ چې الله يو داسئ څوک نه خوښوي چې په خپله انګېرنهمغرور وي او په خپله لوړتيا وياړي.


قُلْتَعَالَوْاْ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلاَّ تُشْرِكُواْ بِهِشَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْإمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَاظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُإِلاَّ بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ۞


ای محمد ه (ص)! دوی ته ووایه چې راشئزه تاسې ته اوروم چې ستاسې رب پر تاسې څه بنديزونه لګولي دي:  (۱) دا چې له هغه سره څوک مه شریکوئ، (۲) له مور او پلار سره ښه چار چلن وکړئ، (۳) خپلاولاد د مفلسئ له وېرې مه وژنئ ، موږ تاسې ته هم روزي درکوو او هغو ته به يې همورکړو، (۴) او دبې حسايۍ کارونو ته نژدې کيږئ هم مه که ښکاره وي او که پټې، (۵) اوهغه نفس چې الله هغه محترم ګرځولی دی مه وژنئ مګر په  حق سره، دا خبرې دي چې ددې لارښودنه هغه تاسيته کړېده، تاسې باید له پوهې او ادراک نه کار واخلئ.


يَسْأَلُونَكَمَاذَا يُنفِقُونَ قُلْ مَا أَنفَقْتُم مِّنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِوَالأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَاتَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِعَلِيمٌ ۞


خلک له تانه پوښتنه کوي مونږ څه مصرفکړو؟ ځواب ورکړه کوم مال چې تاسې لګوئ پر خپل مور اوپلار، خپلوانو يتيمانو، مسکينانو او پرديسانو يې ولګوئ اوتاسې چې هره ښېګڼه کوئ الله پرې پوهېږي..


دا ډول په لاندې آيت کريمه کې د ميرمن او خاوند پهاړه الله عزوجل  فرمايې:


وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًالِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِيذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ۞


او د هغه له نښانو څخه (بله) داده چېستاسې له پاره همدا ستاسې له جنس نه يې ميرمنې پیداکړې ترڅو چې تاسي له هغو سرهارام ترلاسه کړئ او ستاسې (ښځې او خاوند) په مينځ کښېيې مينه او خواخوږي پیداکړه. په باوري ډول په دې کښې د هغو خلکوله پاره ډیرې نښانې دي چې غور او فکر کوي.


د نظرونو ساتلو په اړه الله عزوجل نر او ښځي  دواړو ته امر کړی چې خپل نظرونه او شرمځايونهوساتئ:


قُللِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَأَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ۞ وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّوَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَمِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلاَ يُبْدِينَزِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّأَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِيإِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْأَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِأَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلاَيَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُواإِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ۞


ای پيغمبره! مؤمنانو نارينه و ته ووايه چې خپل نظرترکنتول لاندې وساتي اودخپلو شرمځایونو ساتنه وکړي، دا دهغو له پاره ډېره پاکه کړنلاره ده، هغوی چې څهکوي الله پرې خبرېږي.


او ای پیغمبره! مؤمنو ښځو ته ووايه چې خپلې سترګې ترکنترول لاندې وساتي، اودخپلو شرمځايونو ساتنه وکړي او خپله ځان جوړونه او سينګار دې نه ښکاره کوي پرته لههغه چې په خپله څرګند شي، او پرخپلو سينو دې د خپلو پړنو پلوونه واچوي، هغوی دېخپله ځان جوړونه سينګار نه ښکاره کوي مګر ددې خلکو په واړاندې:مېړونه، پلرونه، دمېړه پلرونه، خپل زامن، د مېړونو زامن (بنزیان)، وروڼه، ورېرونه، خوريونه، د خپلېطبعې ښځې، خپل مملوک، خپل هغه لاس لاندې نارينه چې ښځو ته حاجت ونه لري، او هغهماشومان چې لا تراوسه پروې د ښځو له پټو خبرو سره اشنا شوي نه وي او هغوی دېپرځمکه باندې په زوړه پښو وهلو سره  پهداسې شان تګ نه کوي چې دهغو د پټ کړي سينګار خلکوته معلومات وشي. ای مؤمنانو! تاسېټول په ګډه سره الله ته توبه وباسئ، ښايې چې بری درپه برخه شي.


دالله عزوجل استازي ګران پېغمبرحضرت محمد (ص) احاديث د ښځو په اړه زيات د احاديثوپه کتابونوکې شته، د ښځو په اړهيې څو لنډ احاديث را نقلوم:


 عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ t قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ r: «السَّاعِي عَلَى الأَرْمَلَةِ وَالْمِسْكِينِ،كَالْمُجَاهِدِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، أَوِ الْقَائِمِ اللَّيْلَ الصَّائِمِالنَّهَارَ».  (بخاري)


ژباړه: ابو هريره رض وايې: نبي کريم(ص) وفرمايل: هغه څوک چې د کونډي  ښځي اوغريب اړتياوو په پوره کولو کې هڅه او مرسته کوي، دغه څوک دهغه چا په ډول دی څوک چېد الله عزوجل په لاره کې جهاد کوي او يا دهغه چا په ډول دی څوک چې د شپي له خواعبادت او د ورځي روژه وي.


عَنِابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما قَالَ: لَعَنَ النَّبِيُّ r الْمُخَنَّثِينَمِنَ الرِّجَالِ، وَالْمُتَرَجِّلاتِ مِنَ النِّسَاءِ، وَقَالَ: «أَخْرِجُوهُمْمِنْ بُيُوتِكُمْ». قَالَ فَأَخْرَجَ النَّبِيُّ r فُلانًا، وَأَخْرَجَعُمَرُ فُلانًا. (بخاري)


ژباړه: ابن عباس رضي اللهعنهما وايې: نبي اكرم (ص) لعنت کړی دی په هغه نارينه وو چې خپل ځانونه د ښځو په ډول کوي، او لعنتيې کړی په هغه ښځو چې ځانونه د نارينه وو په ډول کوي. محمد رسول الله وويل چې دغهډول نارينه او ښځينه له خپلو کورونو څخه د باندي وشړئ. ابن عباس رضي الله عنهماوايې چې هغه وخت نبي کريم (ص) پلانی او عمر (رض) پلانی  د هغوی له کورنوڅخه وشړل.


حضرت عايشه رَضِي اللَّه عَنْهَا وايې چې حضرت محمد (ص) به د حضرتخديجي رَضِي اللَّه عَنْهَا ډير زيات ياد کاوو، او کله چې به يې پسه حلال کړ هغه به يې ټوټه ټوټه کړاو غوښه به يې د حضرت خديجي رَضِي اللَّه عَنْهَا ملګرو ښځو او دوستانو ښځو تهوليږله.


عَنْ عَبْدِ اللَّهِ t: أَنَّ امْرَأَةً وُجِدَتْ فِي بَعْضِ مَغَازِي النَّبِيِّ r مَقْتُولَةً، فَأَنْكَرَ رَسُولُ اللَّهِ r قَتْلَ النِّسَاءِ وَالصِّبْيَانِ. (بخارى)


ژباړه: عبد الله‏ بن عمر رضي الله عنهما وايې: د نبيکريم (ص) د غزواتو څخه په يوه کې يې يوه مړه شوي ښځه پيدا شوه، د الله عزوجل رسولد ښځو او کوچنيانو وژل ناخوښ وګڼل.


عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا:أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ r يَقُولُ: «لا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلا تُسَافِرَنَّامْرَأَةٌ إِلا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ». فَقَامَ رَجُلٌ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ،اكْتُتِبْتُ فِي غَزْوَةِ كَذَا وَكَذَا وَخَرَجَتِ امْرَأَتِي حَاجَّةً؟ قَالَ:«اذْهَبْ فَحُجَّ مَعَ امْرَأَتِكَ». (بخاري)


ژباړه: ابن‏ عباس رضي الله عنهما وايې:چې وامې وريدل چې نبي کريم (ص) وفرمايل چې (هيڅ سړیدي له بيګانه ښځي سره خلوت ونه کړي، او هيڅ يوه ښځه دي پرته له خپل محرم څخه پهسفر نه ځي). يو سړی ولاړ شو او ويې ويل: ای د الله رسوله! ما د پلانۍ غزا لپارهخپل نوم ليکلی دی، او ښځه مې غواړي چې حج ته ولاړه شي؟ دالله رسول محمد (ص) ورتهوويل چې: د خپلي ښځي سره حج ته ولاړ شه.


که ننۍ انساني ټولنه ښځي ته هغه ټول حقوق چې قراناو سنت ښودلي ورکړي نو بيا به د نړۍ په هيڅ ځای کې داسي ښځه پيدا نه شي چې ځان تهد غرب سپک او له تمدنه څخه وتلي حقوق وغواړي. هغه حقوق چې ننۍ غربي او شرقي ښځهيواځي د نانځکي په ډول د جنسي غريضي د اشباع او مادي ګټو لپاره کاروي. هغه حقوق چېپتمنه او عزتمنه مور، خور او لور په بربنډ ډول د سينما په پرده اوياد هم دتلويزونو په ښيښه د شتمنو د اعلاناتو لپاره په ناسم لباس او ناسم ډول ښکاره کولکيږي.


په دي هيله چې اسلامي نړۍ مسلمانو ښځو ته  د قرآن او سنت سره سم خپل ټول حقوق ورکړي اودښځو لپاره د غرب ناولي او ناسم حقوق له منځه ولاړشي.


پای