لراوبر د دښمنانو تر بريدونو او ۱۲ ورځني ځنډ وروسته

د لراوبر اداره | مارچ 14th, 2012


هارليم – هالنډ ۱۴ مارچ ۲۰۱۲


د مارچ د مياشتي پر دوهمه نېټه د لراوبر ويببپاڼي انټرنټي شبکه تر انټرنټي بريد لاندي راغله او د انټرنټ له ليکي ووته چي د تخنيکي مسول انجنير ګل اغا کاکړ په کوښښ تر څو ساعته ځنډ وروسته په بېړنۍ توګه ترميم او ساده بڼه د لوستونکو پر مخ پرانستل سوه ، د ۲۴ ساعتونو په دننه کي پر لراوبر ويبپاڼه بل بريد وسو چي له امله يې ددې ويبپاڼي سلګونو بېلابېلو سيسټمونو ، فايلونو او تخنيکي جوړښت ته سخته صدمه ورسيده او لراوبر له کرښي ووت .
د انټرنټي خدمتونو وړاندي کوونکي کمپنۍ د معلوماتو پر بنسټ پر لراوبر د ډاس په نامه بريد ترسره سوی و ، ددوی په وينا بريد دومره زورور وو چي ددې شبکې تر ۱۰۰۰ زيات ويب سايټونو ته يې ګواښ متوجې کړ چي د لراوبر د ورانېدو سره سم ټوله شبکه د څه وخت لپاره له بيلانسه ووتله ، ددغه دليل پر اساس د انټرنټي خدمتونو وړاندي کوونکي کمپنۍ لراوبر ته داسي قلفونه واچول چي د لراوبر ويبپاڼي لخوا ګمارل سوي مسول کسان هم نسوای ور ننوتلائ ، لراوبر د خپلي انټرنټي کمپنۍ لخوا داسي يرغمل سو لکه سړی چي د خپلي کورنۍ د غړو لخوا زنداني سي .
څنګه چي دې کمپنۍ ته د ټولي نړۍ څخه د لراوبر د مينه والو دقيقه احصائيه او لوړ تعداد معلوم و چي په ځانګړې توګه د سايټ د بنديدو پر مهال د ناڅرګندتيا له امله مخ پر زياتېدو و ، د خپلي کمپنۍ د ويبپاڼي مخپاڼه يې د لراوبر ادرسونو ته مخامخ کړل چي په تجارتي معنا د خپلي شکبې او خدماتو لپاره کمپاين وکړي ، که څه هم دوی په قانوني توګه حق نه درلود چي د لراوبر ويبپاڼي د امتياز څخه ناوړه ګټه پورته کړي او د لراوبر د خپرونو مينه والو ته د خپلي کمپنۍ ويبپاڼه مخامخ کړي خو زموږ پرله پسې هڅي داوې چي د لراوبر ويبپاڼي د پنځو کلونو د شپو او ورځو په خواريو جوړ د پښتنو ليکوالو په زيار او هڅو ليکل سوی او د لراوبر د افتخاري همکارانو د زحمت په نتيجه د پښتو ژبي دغه شتمن ارشيف وژغورل سي او د لراوبر ويبپاڼي د مينه والو پر مخ څونه چي ژر کيدای سي ، دغه ويبپاڼه بيا پرانستل سي او د خپلو ولسونو او لراوبر افغان وطن دغه سپېڅلي خدمت ته دوام ورکړي .د خدای جل جلاله په فضل موږ پر دې بريالي سوو چي د انټرنټي خدمتونو وړاندي کوونکي شبکي مخ د لراوبر ويبپاڼي څخه ليري کړو ، خپلو ژوبل ژوبل فايلونو او سيسټمونو  ته لکه د زنګاوات شهيدان!!! لاره پيدا کړو ، له حاله يې ځان خبر کړو او د دغسي نورو بريدونو د مخنيوي د پاره داسي لاري چاري وسنجوو چي نه يوازي لراوبر ويبپاڼه د خپل علمي او پوهنيز ارشيف سره بيرته پرليکه سي بلکي بريدکوونکي وګوري چي هغه پښتني کور چي دوی يې ظاهراَ د ورانولو او له منځه وړلو هڅه وکړه او ظاهرآ بريالي هم سول مګر په حقيقت کي وګوري او احساس کړي چي پر ځای يې داسي يوه لراوبر ويبپاڼه رامنځته سي چي هم د خپلي پخوانۍ منځپانګي څخه برخمنه وي او هم يې د اوږده مهال لپاره نه يوازي دداسي بريدونو د مخنيوي تيارئ نيولئ وي، بلکي د خپل قام او دين او وطن د خدمت په لاره کي يې نوي پروګرامونه او طرحي تر لاس لاندي نيولي وي چي په عملي کيدو سره به يې دوی د پښتو ژبي ، پښتون ولس او يو موټي افغان وطن د پښو غورځولو ارمان گور ته يوسي انشاالله .


د لراوبر ددې ستونزي پر مهال د نړۍ له بېلابېلو هيوادونو څخه زيات شمېر افغانانو د فيسبوک ،برېښنالیک او ټيلفون له لاري پر لراوبر بريد وغندئ او د لراوبر سره يې د خپلو هر ډول همکاريو ډاډ راکړ ، ځينو خو حتی ټينګار وکړ چي د لراوبر په بيا جوړيدو کي يې مادي مرسته ومنو چي د ټولو ددغه لوړ احساس او مهربانۍ څخه د زړه له کومي مننه کوم او د خدای شکر ادا کوم چي ماته يې بيا هم ددې توان راکړ چي په خپل شخصي لګښت او امکاناتو د لراوبر ويبپاڼي تخنيکي چاري بشپړي او دا ويبپاڼه بيا د پخوا غوندي خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي .


لکه مخکي چي ياده سوه ، د لراوبر ويبپاڼي د تخنيکي مسول او انټرنټي خدمتونو وړاندي کوونکي ادارې لخوا د بريد څرنګوالئ تشخيص سو ، مګر دا چي تر شا يې د چا لاس وو ، په دې اړه ځکه تر اوسه دقيق مالومات نه دي راټول سوي چي موږ خپل ټول وخت او قوت د لراوبر ويبپاڼي په بيا جوړولو او ډېر ژر پرليکه کولو ته وقف کړئ و ، اوس چي لراوبر ويبپاڼه پرليکه سوه ، دوهم کار مو ددغو ورانکارو پيدا کول او د دوی سره قانوني چلند کول دي.

شايد ځيني خلک به د خپلو شخصي ګټو پر اساس نه وايي يا به محافظه کاري کوي، مګر دا تر لمر روښانه خبره ده چي پښتون ولس د تاريخ په اوږدو کي همېشه د ليري او نژدې ګاونډيو او په کور دننه مېشتو ولسونو د هوسايني او نېکمرغۍ په موخه هري قربانۍ ته غاړه ايښې او هر غشي ته يې ځیګر ورکړی دی مګر له بده مرغه نورو تل ددې غيرتمند قام ته ناځواني ، دوه مخي او بي ايماني کړېده چي بېلګي يې موږ د لراوبر پښتون وطن په ورځنيو پېښو کي وينو . زموږ غليمانو په يوه او بل نامه زموږ په قام کي د سر سړی پرې نښودئ ، د تقوادارو ، ديندارو ، وطنپالو ، ولسپالو او خواخوږو خلکو ځايونو ته هغه څوک ورسيدل چي له دغو ټولو صفاتو څخه يا هيڅ او يا مالګه په اوړو کي غوندي ولري ، تر څنګ ددې انساني حقوق تر پښو لاندي سول ، د پوهي او تعليم څخه بې برخي سو ، ښوونځی يې په دې او هغه نامه وتړل سول يا وسوځل سول ، استاد يې ووژل سو ماشومانو ته د کتاب او قلم پر ځای چاړه او توپک ډالۍ سول او په دې توګه دغه سوله خوښی او مينه ناک قام نړۍ ته د ترهګر ، دهشتګرد او تمدن ضد انسان په توګه ور وپيژندل سو چي اوس دداسي يوه موجود په توګه ورته کتل کيږي چي نه له حيوان سره ، نه له لوټي او نه هم يوه الوتونکي مرغه سره پرتله کيږي ، په نوره نړۍ کي که د هوا مرغه په کومه درخته کي يا يوه سپی او پيشي ته معمولي زخم پيدا کيږي په څو دقيقې کي هغه امبولانس راځي او په روغتون کي يې تر جوړېدو پوري درملنه کيږي خو زموږ د قدر او عزت وړ سپين ږيري او سپين سري ، حياناکي ميرمني او ګلالي ماشومان د ثور د کودتا څخه راپه دې خوا په لسګونو او سلګونو ځله په ډله ايزه توګه ووژل کيږي خو په دې هيواد کي دا درې لسيزي زموږ وينه هم پرديواو هم په هره دوره کي د پرديو تالۍ څټو ځان ته روا بللې ده .
لراوبر ويبپاڼه لکه د تېر پنځه کلن عملي خدمت او ليکلي نشراتي تګلاري څخه چي يې ښکاري د خپلو ديني ، ملي او کلتوري ارزښتونو څخه په کلکه دفاع کوي ، د خپل ولس د نېکمرغۍ او ښې راتلونکي لپاره په نه ستړي کيدونکې توګه مطبوعاتي چوپړ وهي او په ډاګه دا اعلان کوي چي پر لراوبر او دې ته ورته نورو ملي ويبپاڼو او مطبوعاتي مرکزونو فزيکي يا انټرنټي بريدونه د پښتون قام دبچيانو پر ښوونځی ، مدرسه ، قلم او کتاب د بريدونو سره هيڅ فرق نلري ، زموږ د غليمانو پر دې قام دا نه پېرزو کيږي چي د پوهي او علم په برخه کي وده وکړي مګر د لراوبر ويبپاڼي د همکارانو په استازيتوب يووار بيا دا ژمنه تازه کوو چي موږ د پوهي او تعليم له لاري ددغي غميزي څخه په خلاصيدو باور لرو او انشاالله په دې لاره کي نه د مادي تاوان څخه بېريږو او نه د ځاني .


ټيټ مي مه بوله ، غورځنګ راباندي مه کړه
زه په دې افتادګۍ کي لوی ګړنګ يم


په درنښت


د لراوبر ويبپاڼو مسول چلوونکی
 عبدالله احسان

Copyright Larawbar 2007-2024