مزارشريف: د نوي کال د تجليل مراسم پيل سول

لراوبر ډاټ کام (کابل) | مارچ 20th, 2012


د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کي د ١٣٩١ لمريز کال د پيل په مناسبت د حضرت علي (رض) په زيارت کي ځانګړي مراسم پيل سول.
د مزارشريف ښار څخه ورکړل سوي خبرونه وايي چي د افغانستان له ګوټ – ګوټ څخه په زرونو کسان دې مېلې ته ورغلي او د جنډې په مراسمو کي يې ګډون کړى دئ.
د ولسمشر کرزي مرستيال مارشال فهيم او د کابينې ځينو نور غړي هم د نوي کال مراسمو ته ورغلي دي.
په رخصتي او مېلو باندي د لمريز کال د حمل د مياشتي د لومړۍ ورځي لمانځل په افغانستان کي په سوونو کلونو تاريخ لري، خو د افغانستان ديني علماء وايي د دې ورځي لمانځنه په اسلام کي حرامه ده.

Copyright Larawbar 2007-2024