روزګان : ځانمرګى بريد وسو

عطاالله محمدي | مارچ 26th, 2012


په روزګان ولايت کي پر استراليايي ځواکونو ځانمرګى بريد وسو چي په پايله کي ئې درې تنه استراليايي او يو افغان پوليس ټپيان سول.
په سيمه کي د لراوبر سيميز همکار عبدالغفور وايي چي پېښه نن غرمه رامنځ ته سوه.
نوموړى وايي چي يو تن چي پر موټر سايکله سپور ؤ د استراليايي ځواکونو يوه استوګنځاى ته ئې نژدې خپل ځاى ته چاودنه ورکړه او ياده کسان ئې ټپيان کړل.
وسله والو طالبانو د بريد پخلى کړى او وايي چي په دې بريد کي ئې ١٨ تنه بهرنيان وژلي.
طالبانو په خپله ويب پاڼه کي ويلي چي ياد کار ئې د پنجوايي شهيدانو په بدل کي کړى او ياد بريد ئې هغه وخت کړ چي کله بهرنيان خپلو موټرانو ته ختل.
طالبانو ويلي چي بريد ئې تر هغه وروسته وکړ چي کله يوه چارواکي بهرنيانو ته مېلمستيا کړې وه او تر هغې وروسته چي کله خپلو موټرانو ته ختل نو يو تن ورباندي ځانمرګى بريد وکړ او ياد کسان ئې ووژل.

Copyright Larawbar 2007-2024