پکتيا:د ۳۵۰۰ ټنه غنمو وېش پيل سو

د لراوبر اداره | مارچ 27th, 2012


دغنمودويش دپيل په لړۍ کې سلاکاروزير اوپکتيا والي ډګرجنرال جمعه خان همدردوويل چې دابه پرهغه بې وزله اوغريبوکورنيووويشل شي چې داقتصادي ستونزو سره لاس اوګريوان دي ،اويا يې سيلابونوزراعتي ځمکې اوکورونه ويجاړکړي دي ،په همدې مراسموکې دپکتيا دکرنې ريس لعلي خدران وويل چې ددې ولايت پرټولوولسواليو به دا غنم وويشي اوانډول يې هم ورته پام کې نيولی دی ،ده زياته کړه چې دمعيوبينواومعلولينو لپاره هم ځانګړی پلان لري چې ددې مرستې به يې برخمن کړي ،نوموړي داهم څرګنده کړه چې ددې ويش لپاره ورته دولايت مقام هيت ټاکلی چې دامرستې به دولايت اړوندو ولسواليو اومحلونو ته ورسوي ،ده داهم زياته کړه چې دامرسته چې ۳۵۰۰ ټنه غنم کيږي دکرنې وزارت له لورې ورسره مرسته شوې ،پدې موخه چې پکتيا له کوکنارو پاک ولايت اوددې بوټي کر پکې نه کيږي ،پدې مراسمو کې دپکتيا امنيه قومندان ،دملي امنيت ريس ،دولايتي شوراريس ،دتندرقول اردو استازو اويوشميرنورومسولينو برخه درلوده ،دوی هم پخپلو خبروکې دکرنې وزارت اوولايت مقام نه مننه وکړه چې ددې ولايت دغريبو وګړو سره يې مرسته وکړه،په پکتيا کې دمعيوبينو ټولنې مشر وويل دوی خوښ دي چې دولت ورته ځانګړې پاملرنه وکړه ،دبې لاس اوبې پښو وګړي يې هم دنورو په څير په مرسته ونازول ،داهم بايد ياده شي چې هرې بې وزلې کورنۍ ته پوره ۱۰۰ سل کيلوګرامه غنم ورکړل شول اوداپروسه به دټاکل شوي هيت په شتون کې ډير زر ولسواليو ته هم وغځول شي ،

Copyright Larawbar 2007-2024