دملي اردو لخوا دښوونځيو زده کوونکو سره مرستې وشوې

د لراوبر اداره | مارچ 27th, 2012


دنوي ښوونیزکال د پیل سره دملی اردو دځواکونو لخوا یوشمیر قرطاسیه مرستې ددغه ولایت دمرکز میدانښآر اړونده سیمو د ښوونځیو په(۶۰۰) زده کوونکو وویشل شوې.

په دغه مرستو کې قرانکریمونه،بکسې،کتابچې، رنګارنګړقلمونه،قلم تراشونه،پنسل پاکونه او نور بیلابېل قرطاسیه ډوله توکي پکې شامل وو چې په دې ولایت کې دملي دفاع وزارت دتندر قول اردو دڅلورمې لوا د دویم کنډک دمنسوبینو لخوا و ویشل شول.

د دویم کنډک قوماندان ډګرمن حمیدالله په وینا چې د تیرو مرستو په دوام یې دسلمان فارس او امر بابا دښوونځیو زده کوونکو ته چې پکې نجونې او هلکان شامل دي دغه مرستې و ویشلی .

د امر بابا دښوونځي سرښوونکی محمد اسمعیل خان چې خپله یې ددغه مرستو دویش پر مهال شتون درلود دملي اردو ځواکونو نه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دوی دملي اردو دځواکونو په مرسته یې دغه ښوونځی چې نجونې پکې لیک او لوست زده کوي فعاله ساتلی.

محمد کریم چې اولادونه یې په دغه ښوونځي کې زده کړې کوي وایې :د ملي اردو له ځواکونو په سیمه کې دامنیت د راوستو ترڅنګ خلکو سره هر اړخیزه مرستې کوي،ده زیاته کړه چې له زده کوونکو سره داډول مرستې نور ماشومان او تنکي ځوانان لیک او لوست ته هڅوي.

فرشته چې دامر بابا دښوونځي دڅلورم ټولګي زده کوونکې ده او دغه مرستې یې ترلاسه کړي وویل: دملي اردو سرتیرو د دغو مرستو څخه ډیره خوښه ده ځکه چې زما کورنۍ دخراب اقتصادي وضعیت له امله نشو کولای چې ماته هرڅه واخلي چې له نیکمرغه اوس ورته ملي اردو هرڅه ورکړل.

Copyright Larawbar 2007-2024