کندهار:په دامان کي نوې ښوونځی جوړه سوه

د لراوبر اداره | مارچ 28th, 2012


کندهار افغانستان- دکندهار په دامان ولسوالۍ کي دشهيد عطا الله مخلص په نوم لومړنۍ ښوونځۍ،چي ودانۍ يې ددو کلونو راهيسي جوړه سوې وه نن دزده کوونکو پرمخ پرانيستل سوه.
ياده ودانۍ په يوه پوړ کي دشپږودرسي ټولګيو په درلودلو سره د کندهار دولايتي بيارغوني دډلي، دنړيوال بانک او دپوهني وزارت دپراختيايي بوديجې په مرسته دوه کاله وړاندى جوړه سوې وه.
دکندهاردپوهني رئيس شېراغاصافى وايي،چي شهيد عطا الله مخلص په نوم ياده ښوونځى په دايي کلي کي  دوه کاله مخکي جوړه سوې وه،خو د زده کوونکو او ښوونکو دنشتون له امله لا تراوسه تړلې پاته وه.
دهغه په وينا ديادي ښوونځۍ مځکه او نورو امکانات دياد کلي مشر په وړيا توګه پوهني رياست ته په واک ورکړې ترڅو ياده ښوونځۍ پکښي جوړه کړي.
ددامان ولسوال حاجي سراج احمد وايي،چي په  دې ولسوالۍ کي ديوې ديني مدرسې په شمول ١٨ ښوونځى شتون لري،چي دامهال يې درې ښوونځي لا اوس هم دښوونيزو توکو او دښوونکو دنه شتون له امله تړلي پاته دي.
ديادي ښوونځۍ زده کوونکي هم خوښ ښکارېده،چي په کلي يې دزده کړو مرکز پيداکړ،خو غوښتنه يې کول،چي بايد دلوبو ميدان او د سپورټ اړوند توکي ورته برابرکړي.
ديادوني وړده،چي دامهال په کندهار کي د٤٥٠ ښوونځيو څخه ١٢٦ ښوونځۍ دزده کوونکو پرمخ تړلي پاته دي،چي دچارواکو په وينا په څلورو ولسواليو غورک، ميانشين ، نېش او رېګستان ولسوالۍ کي هيڅ ښوونځۍ نه سته.

Copyright Larawbar 2007-2024