د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٦٥ م سوغات

عطاالله محمدي | اپریل 1st, 2012


د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

د ايمان درې قوي سرچينې دي، پاکه عقيده، حيا او عفت او د هېواد مينه
مؤمن په خپله، پرته له خداى او جنته بله معامله نه کوي
بشريت به په تاوان کي وي چي ايمان او نيکي خپل شعارونه ګرځوي
حيا او ايمان يو بل ته نژدې دي يو چي روان سي هغه بل هم ورسره ځي
ايمان صبر او سخاوت دئ
پاکي د ايمان برخه ده
د چا چي دوې ورځي مساوي وي تاوان ئې وکړ
له لجوج څخه ځان وساتئ ځکه انګېزه ناپوهي او پايله ئې پښېماني ده
پښېماني توبه ده
هيڅ حسب او نسب ښه خوى ته نه رسېږي

Copyright Larawbar 2007-2024