خرابات او دهغه پیدایښت- دوهمه برخه

د لراوبر اداره | اپریل 5th, 2012



دوهمه برخه :


په کال (۱۲۷۱ هـ ش) کی کله چی په نورستان  کښي پاڅون وسو ، د پاڅون تر رټلو وروسته یو تعداد نارینه اوښځی کابل ته د بندیانو په  ډول راوستل سول، په دې جمله کی یوه ښایسته ښځه په نامه سره د (ګل شاه) هم دبندیانو په جمله کی وه چی بیا داستاد میا سمندرخان شاګرده سول. یوه بله ښځه په نامه د (صوبی) چی لوریی (دیتو) نومیدل او ډیره پرهیزګاره او خدای (ج) پرسته ښځه وه هم سندرغاړي وی. په همدې وخت او زمان کی دوې نوري سندرغاړي ښځي په نامه سره د (کاکل) او (ګوهر) دهند څخه راغلی . دهغه ښایست له مخی چی دی ښځي ته خدا (ج) ورکړی  وو، په کندهارکی دسردارامین خان سره کوزده سوه.   (سرګذشت موسیقی ص ۱۱۱)                         


استاد ستارجو داستاد قاسم افغان پلار (چی دنوموړی په هکله تفصیلی بحث لرو) دکشمیره څخه، داستاد غلام حسین پلارعطا حسین (داستاد سرآهنګ نیکه) له لاهوره، استاد غلام جیلانی سارنګ ږغونکی داستاد غلام حسین ماما،  د استاد نتو پلاراستاد قربان علی  او داستاد غلام حسین وروراستاد کریم حسین هم له هغه جملې استادانو څخه وه چی دهندی موسیقی رواج ته یی په افغانستان کی ډیرزیارایستلی دی اواستاد غلام حسین په خرابات کی ځان ته دموسیقی مکتب (سبک) لری.  نوموړي هم د خواجه خوردک په کوڅه کی میشته سول چی د خرابات په کوڅې سره مسمی ده.      (دهند موسیقي په افغانستان کی ډیره لرغونتیا لري چي پر وخت  به هغه هم ستاسو لوستلو ته چمتو کړم)


استاد قاسم افغان اواستاد غلام حسین هغه لمړني استادان دي چي کلاسیکي موسیقی ته یی افغانی رنګ وربخښلی او ډیرزیاریی ګاللی دی چی په پښتو او دری یی ډیری سندری ویلی دی.                      افغان رساله په خپل (۸۸ مخ  د ۱۳۸۵ کال ) دوږی دمیاشتی په ګڼه کی دنوموړو په هکله داسی کاږی:-


 نواب ستارجو چی دکشمیر دنامتو هنرمندانو دجملې څخه وو، په کال (۱۲۴۸ هـ ش) (۱۸۴۹ ز) دامیر محمد اعظم خان په بلنه دنورو نامتو هنرمندانو سره چی دلاهور، ملتان،  ډهلی او نورو ښارونو څخه دهندوستان راغلی وه افغانستان ته راوستل سول. لږ موده وروسته کله چی نواب ستارجو خپله لار شاهی دربارته پیداکړه، دیوې افغاني پیغلي سره یی واده وکړ او دکابل د(بارانې) په کوڅه کی میشت سو ،چي وروسته خدای (ج) د (سید بی بی) په نامه یوه لور، اوڅلورزامن چی دهغو له جملې څخه یو استاد قاسم افغان دی ، ورکړل . داستاد دزېږېدنی دقیقه نېټه نده معلومه، خو استاد سرآهنګ په خپل کتاب ( قانون طرب ) کی ددوی زېږېدنه په کال (۱۲۰۶هـ ش) کښي ښیی، ولي د ښاغلی ولي احمد نوري په قوی آند د دوی زېږېدنه په کال(۱۲۵۰هـ ش) کی (۱۸۷۱ ز) ښیی چی دکابل دښار دبارانې په کوڅه کی دنیا ته راغلی او نوم یی دپلار دنامه سره برابر (قاسم جو) ایښودل سوی دی. ستارجو مدهم (سیتار) ږغونکی وو او اولین استاد وو چی سیتار یی افغانستان ته راووړ، په هغه وخت کی دا رواج وو چي دموسیقی آلی ږغونکی استاد به د خپلی آلی دږغولو سره اواز (سندری) هم ویلې. وړوکی قاسم جو به همېشه دخپل پلار څنګ ته دسیتار ږغولو پروخت ناست او دزړه په غوږو به یی دا زړه وړونکې دموسیقی آله اورېدل. قاسم جو دخپل وخت مدرسې ته تلی، اردو یی له پلاره، دری یی له موره او شیرینه پښتو یی له قاری غلام رسول څخه زده کړې وه، دحضرت بیدل او حافظ شیرازی له اشعارو سره په پوره اندازه بلد وو. لکه څرنګه چی کومه شپه دامیر عبدالرحمن خان په دربارکی دسندارا بانډار وو، امیر واستاد ستارجوته فرمایش ورکړ چی دحافظ شیرازی دا شعرچی (غلام نرګس مست تو تاج داراند) راته ووایه، چی ټوله هنر مندان عاجز پاته سول. وړوکی قاسم جو چی د ۱۲ – ۱۳ کلونو په شاوخواکی وو بعد له یوه چوپتیا نه له خپله ځایه ولاړ او حضورته یی د ضیاوالملت (امیرعبدالرحمن ) داسی وړاندیز وکی:>> که دمبارک حضور اجازه وی زه به داسندره وړاندی کړم، که څه هم ما تراوسه دموسیقی زدکړه په هغه اندازه نده کړې چی په حضور کی یی دجناب والا شان وړاندی کړم<<.       امیر ورته وویل:  >>څرنګه چی ستا دپلار دا سندره نده زده نو ستا له کومه زده سول؟ << قاسم جو په جواب کی امیر ته وویل >>له مولوی صاحب نه می زده کړې ده<<. امیر اجازه ورته ورکړه او قاسم جو په خپل ښایسته او نازک آواز کی د لمړی ځل لپاره په دومره لوی او ستر د سندارا په بانډار کی دامیر اونورو لوړ رتبه مامورینو په وړاندی خپله لمړنی سندره په لوړ کیف او کان سره وویل. پدې وخت کی صرف (ټهمری، درپت، ترانه، دادره) او نور دکلاسیکی موسیقی ډولونه رواج وه.


قاسم جو خپله لمړنی دسندارا زده کړه له خپل پلاره او بیا وروسته له استاد قربان علی چی داستاد (غلام نبی نتو) پلار وو کړې وه. قاسم جو د شل کلنۍ نه مخ کی دامیر عبد الرحمن له درباره څخه د(خلیفه) لقب تر لاسه کړ اویوه دانه صدفی رباب دامیر له طرفه دښه سندارا ویونکی په توګه ورته ډالی او دمیاشتی (۲۰۰) کابلی دخزانې څخه ورته تنخواه وټاکل سوې چی په هغه وخت کی ډیری پیسې وی.


نور بیا …


 

Copyright Larawbar 2007-2024