ترافيکي پيښي ٧ تنه ووژل

د لراوبر اداره | اپریل 6th, 2012


کندهار افغانستان- د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالي کي نن سهار وختي يوې ترافيکي پيښي ٧ تنه وژلي او درې تنه نور يې زخميان کړي دي.


پېښه سهار څه کم اته بجې د پنجوايي ولسوالۍ او کندهار ښار ترمنځ د سرې کلا  اړوند د خوني مانده په سيمه کي هغه مهال رامنځ ته سوه کله چي له کندهار ښاره پنجوايي ته تلونکى د تيلو ټانکر موټر د بل مسافر وړونکي ټونس موټر سره ټکر وکړ.


د ټانکر او ټونس تر ټکر وروسته دواړه موټرونه چپه سوي او اور بل سوى چي په نتيجه کي يې د يوې ښځي په ګډون ٧ تنه وژل سوي او درې تنه نور ژوبل دي.


د پيښي زخميان د کندهار ولايت ميرويس روغتون ته لېږدول سوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل سوى دى.


له پيښي سمدستي وروسته د اور وژني عمله او د کندهار ولايت د ترافيکو مديريت پلټونکى ټيم سيمي ته رسېدلي او د اور وژني ترڅنګ يې پلټنه هم پيل کړې څو معلومه کړي چي څه ډول دغه واقعه رامنځ ته سوه.

Copyright Larawbar 2007-2024