پښتو دوهم نړيوال كنفرنس به (نن) پېښور كښې پېل كيږي۔

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اپریل 5th, 2012


پېښور: د خېبر پختونخوا د كلتور او د اطلاعاتو د محكمې او د پښتو ادبي چمن ټل په مرسته د پښتو دوهم نړيوال كنفرنس به (نن) د جمعې په ورځ پېښور كښې پېل كيږي۔ كنفرنس كښې به د افغانستان ٬ المان ٬ برطانيې ٬امريكا او د خليجي هېوادونو څخه د پښتو پوهان ګډون كوي۔ د كنفرنس مقصد د پښتو ژبې ادب او كلتور لپاره د پورته كړې شويو ګامونو جاج اخستل او په ورپېښو چېلنجونو غور كول دي۔ د اطلاعاتو او كلتور صوبائي وزير مياں افتخار حسېن به د كنفرنس پرانسته كوي۔ كنفرنس كښی به د افغانستان څخه حبيب الله رفيع ٬ غفور لېوال٬ خېر محمد عارف ٬ محمد آصف صميم٬ پروفېسر دروېش ٬ د كوئټې څخه پروفېسر محمود اياز ٬ د اسلام آباد څخه عارف تبسم ٬ د كراچۍ څخه طاهر آفريدي ٬ د المان څخه هدايت الله بنګش ٬ د قطر څخه فېروز آفريدي ٬ د دوبۍ څخه حاجي محمد شريف اوركزۍ او د اسلام آباد څخه محمد عامر آفريدے ګډون كوي۔ كنفرنس به د پېښور په نشتر هال كښې كيږي۔ لومړې كنفرنس په 2005ﺀ كښې شوے ؤ۔

Copyright Larawbar 2007-2024