ښوونكو ته د لابراتوار كارونې۱۲ ورځنى سیمينار پيل شو
نن د روان کال د وری د میاشتي په ۱۴ مه نیټه د بلخ ولايت د ښوونځیوو ښوونكو ته د ساينس، كیميا، بيولوژي او فيزيك په برخو كې د لابراتوار كارونې ۱۲ ورځنى سیمينار د مزار شریف ښار د باختر او سلطان راضيه د لیسو په تالارکې پیل شو.
نوموړی سیمینار د GIZ موسسی په مالی مرسته او د بلخ ولایت د آمریت ساینس لخوا جوړ شوي چې د بلخ ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۱۰۰ تنو ښوونکو ګډون کړی .
په لابراتوارونو د دغه مجهز وركشاپ ګډونوالو ته د ياد شوي بنسټ د روزونكو لخوا په دې هدف روزنه وركول كيږي څو د دغه وركشاپ ګډوانوال وكولاى شي څو په خپلو اړونده ښوونځيو كې د لابراتوار كارونې په برخه كې د زده كوونكو ستونزې حل كړي.
د یادونی وړ دی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانستل به د ښوونکو او د پوهنى مسئوولينو د پوهی د لوړلو په کچه کی د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی ولري .
د پوهني وزارت د خبرپاڼي له مخي نن د بلخ ولایت د نهر شاهی ولسوالي د ولی عصر لومړني ښوونځي نوي ودانۍ د بنسټ ډبره د روان کال د وری د میاشتي په ۱۴مه نیټه د نوموړي ولايت د پوهنې مسوولینو لخوا په داسي حال کې چې د سیمې ولسوال، قومي مشران، ښوونکي او زده کوونکي هم حاضر وو کیښوودل شوه.
نوموړی ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړیز ډول د ۴۰۰ زرو افغانیو په مجموعي لګښت د بنګله دیش هیواد د برګ موسسي په مالي مرسته د ۴ میاشتو په موده کې جوړیږی، چې ۴ درسي ټولګي او نور ي آسانتیاوې به و لري.
د یاده ونې وړ ده چې اوس مهال په نوموړی ښوونځي۶۰۰ تنه نجونۍ او هلکان په زده کړه بوخت دې چې د یادې ودانۍ په جوړولو سره به د زده كوونكو ستونزه د درسي ټولګيو د نشت والي له امله حل شی.