پکتيکا: د ۱۶ تړل سوو ښوونځيو څخه ۵ بيرته پرانستل سوې

د لراوبر اداره | اپریل 8th, 2012


په پکتيکا ولايت کي د ۱۶ تړل سوو ښوونځيو له جملې پنځه ښوونځی بيرته پرانستل سوې ، د پکتيکا ولايت د پوهني ريس عطامحمد قانع په دې اړه وايي : د الله (ج) په مهربانی او د قومی مشرانو ، علماوو ، او د دولتی چارواکو په مرسته پدی وتوانیدو چی د پکتیکا ولایت له (۱۶) تړلشویو ښوونځیو څخه ( ۵ ) ښوونځی چی د جانیخلو ولسوالی اړوند دی دو باره پرانیزو چي (۲۸۰۰ ) تنو زده کوونکو ته د ښوونی او روزنی زمینه مساعده شوه . دپکتيکا ولايت پوهني ريس ښاغلي عطامحمد قانع په وينا د محمود خان لومړنۍ ښوونځی ، د شاه طوري منځنۍ ښوونځی ، د جعفر کلاخيل لومړنۍ ښوونځی ، د سلېمانخېل لومړنۍ ښوونځی او د کنيزکه لومړنۍ ښوونځۍ په رسمي توګه ددولتی چارواکو په حضور کی دوباره د زده کوونکو او د ښوونکو پرمخ پرانستل شول او عملاً دوی ته درسی کتابونه او قرطاسیه وویشل شوه . نوموړئ وايي چي په نژدې راتلونکي کي به د پکتيکا ولايت نور تړل سوي ښوونځی هم د افغان ماشومانو پر مخ بيرته پرانيزي .

Copyright Larawbar 2007-2024